
زه د ازادۍ د شمعې اور ته پروانه یمه
زده یمه تاریخ ته خوندوره افسانه یمه
تل د سمندر د زمانې کې دردانه یمه
موج مې جذبې وهي یو سیند بې کرانه یمه
تېر یمه له سره په ناموس او ننګ فدا یمه
داغ د ازادۍ نه کوم کرکه ازاد پا یمه
زه هغه غازي یم چې څو ځله شهید شوی یم
بیا یم پیدا شوی که کوم ځلې فقید شوی یم
موږ سره تړلي د یوالي په زنځیر یو ټول
پوه د خپلې خاورې په تنظیم او په تدبیر یو ټول
عشق د خپلواکۍ مې په سینه کې په هاها وي تل
پاک مې احساسات دي ازادي مې تمنا وي تل
خیر د بشر غواړم امنیت مې تقاضا وي تل
ما سره چې نښلي بدبختي دهغه چا وي تل
موسی شفیق