لیکنېمقالی اوتبصرې

آيا په هېواد کې سياسي اطمينان شته؟

لومړی به راشو دې ته چې سياسي اطمينان څه شي ته وايي؟ اطمينان خپله د آرامۍ، سکون، آسودګۍ او امنيت په معنی راځي او سياست بيا د نګهبانۍ، حکومتولۍ او حکومت په معنی دی ؛ نو د سياسي اطمينان مجموعي معنی داسې کولای شو چې سياسي اطمينان يعنې د حکومتولۍ په هره برخه کې آرامي او امنيت.
که لومړی د دنيا شرايطو ته وګورو بيا د څو لسيزو راپه دې خوا د امارت تر راتګ پورې حالاتو ته ځير شو دا به راته ثابته شي چې اوس په هېواد کې په پوره توګه سياسي اطمينان وجود لري ځکه مرکزي، مقتدر، متحد، خپلواک او متعهد نظام چې د سياسي اطمينان لپاره شرط دی اوس الحمدلله په هېواد کې حاکم دی او د هر هغه چا لپاره چې په هېواد کې د نورو افغانانو غوندې ژوند کول غواړي هر اړخيزه امنيت قائم دی.
که د هېواد بهرنۍ پاليسۍ ته وګورو نن د هېواد بهرنۍ پاليسي په تمامه معنی د افغانانو لپاره پر حکمتونو، مصلحتونو او اميدونو باندې ولاړه ده ځکه سره له دې چې نړيوال حاکم نظام په رسميت نه پېژني بيا هم نظام توانېدلی،چې د شرعي مدارات له لارې هغوی د اسلامي امارت په وړاندې په ديپلوماتيکي ډګر کې ډېر تنازل ته اړ کړي او په اصطلاح تر خپلو ډېرو سرو کرښو تېر شي آن تر دې چې ځينو هېوادونو خو هغه دی د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ امارت ته سپارلي او دا به مو هم اورېدلي وي چې ځينو هېوادونو له افغانستانه د تښتېدلو کسانو د تحريک کولو او مرستې کولو څخه لاس اخيستی دی؛ دا ټول سياسي پرمختګونه او په خپل ډول کې بې مثاله نوښتونه دي.که د هېواد داخلي سياست ته کتنه وکړو په دې به مو ډېر ژر سر خلاص شي ېي د اوسني نظام سياست د اشخاصو پر آندونو، فکرونو او ليدلورو باندې نه دی بناءً د اسلامي سياسي نظام دوې مهمې ځانګړتياوې چې د منابعو او هدف للهيت دی په پام کې نيول شوې او ټولې چارې له توان سره سم د همدغه دوو خصوصيتونو په چوکاټ کې تر سره کېږي.دا هم په نقل او تجربې دواړو ثابته ده او سالم عقل يې هم مني چې اسلامي سياسي نظام د انسانانو د ټولو برخو د تأمين او په ټولو برخو کې د اطمينان او تسکين ضمانت کوي البته چې څوک پرې پوه شي او ځان ورته تسليم کړي؛ خو له بده مرغه چې نن پر انسانانو نفسي غوښتنې او پر ځان منفي باورونه غالب شوي،ځکه نو هر شي ته له ځانه تعريف جوړوي او له ځانه حکم ورباندې کوي او تر دې لا د تعجب وړ خبره دا ده چې انسانيت او بشريت يواځې په ځان کې منحصر ګڼي له همدې امله په هېڅ شي نه خوشحالېږي او په داسې سرټمبګۍ، سادګۍ او کوټه فکرۍ مبتلاء وي چې له دنيوي ژونده يې خوب او خيال جوړ کړی وي او غواړي لس انچه شی تر پنځه انچه سوري وباسي.که څوک په دې باندې سر خلاص كړي چې افغانستان مسلمان هېواد دی، څو لسيزې يې په نا آرامۍ او ستونزو کې تېرې کړي ، حقوق دا نه دي چې ته يې غواړې بلکې حقوق هغه دي چې ستا د دين محدوديت ته په کتو او د هېواد حالاتو ته په پام تا ته رسېږي او د حکومتولۍ معنی دا نه ده چې ټول رعيت دې په نظام کې رسمي دندې ولري؛ بيا به هېڅکله په شعوري ډول د هېواد له سياسي حالاتو سر و نه ټکوي او هېڅ ځای به ځان ته د حاکم نظام پر خلاف د سياسي مبارزې اجازه ور نه کړي.
دا هم شرعي مسئله ده او هم د سالم عقل فيصله ده چې د يوه اسلامي او جوړ نظام په شتون کې هېڅوک داسې سياسي فعاليت نه شي کولای چې هغه دې د نظام مخالف يا اپوزيسيون جوړ شي ځکه له يوې خوا په نظام او رعيت کې اختلافات پيدا کېږي،له بلې خوا سياسي ثبات له منځه ځي چې په نتيجه کې نظام د لنډمهالو او اوږدمهالو ننګونو سره مخامخ کوي؛ نو که څوک سياسي اطمينان په دې تعبيروي چې هر څوک دې د حاکميت تر لاسه کولو لپاره د سياسي فعاليت اجازه ولري دا کار ناشونی دی او د تاريخ په اوږدو کې له داسې کار څخه اسلامي نړۍ ډېر تاوانونه ليدلي چې لويه بېلګه يې زموږ هېواد افغانستان دی؛ که د ظاهر شاه په وخت کې ګڼ شمېر سياسي ګوندونو ته د فعاليت اجازه نه وای ورکول شوې ظاهري شرايطو ته په کتو داسې ويلای سو چې ممکن هېواد د څو لسيزو خونړيو حالاتو سره نه وای مخامخ سوی.په دې خاطر چې موږ مسلمانان يو ځکه مو نو هرڅه بايد د اسلام په چوکاټ کې د ننه وي؛ په اسلام کې هر څوک مکلف دي چې په خپل وخت کې د حاکم اسلامي نظام مرسته وکړي او د اسلامي اصولو په غوښتنه په اسلامي نظام کې د کار کوونکي او يا د اسلامي نظام تر حاکميت لاندې د رعيت په صفت خپل آرام ژوند ته دوام ورکړي.د اسلامي نظام تر چتر لاندې د هرې مفکورې انسان ژوند کولای شي لکه مسلمان، نصراني، يهودي، مجوسي او داسې نور البته په دې خاطر چې په اسلام کې هر انسان ته د هغه د استعداد او ارزښت سره سم حق ورکول شوی او اسلامي نظام په مځکه کې د اسلامي احکامو د پلي کولو دنده لري،نو ځکه هر چا ته هغه حق ورکوي کوم چې اسلام ورکړی وي او د احکامو په اجراء کې هغه کړنې ترسره کوي کومې چې اسلام د اسلامي حاکمت صلاحيت او مسئوليت ګرځولی دی له همدې امله اسلامي نظام د الهي منابعو په استناد، الهي موخې ته د رسېدلو او د عدالت پياده کولو لپاره د ديني مقدساتو د ارزښت ساتلو، شرعي حدودو جاري کولو، د مکافات او مجازات عملي کولو، د بغاوت او شرارت مخنيوی ، په ټولنه کې د طبقاتي توپير له منځه وړلو او په هر اړخيز ډول د مځکې پرمخ د ژوند منظم کولو لپاره له اړتيا سره سم عملي اجراآت کوي چې ممکن د ځينو انسانانو پر شخصي مزاج ښه و نه لګېږي او يو ډول د نا امنۍ يا نا آرامۍ احساس وکړي چې دا خپله د همدغه انسانانو نيمګړتيا ده نظام يې په وړاندې هېڅ مسئوليت نه لري.له منکراتو مخنيوی او د ښو کارونو عملي کول يوازې د نظام غوښتنه نه ده بلکې د اسلام غوښتنه ده له همدې امله يې اسلامي نظام په هکله ډېر ټينګار کوي او نوعيت ته يې په کتو ممکن ځينې وختونه د زور له تعميل څخه هم کار واخلي چې دا د ناامنۍ سبب نه بلکې د امنيت سبب کېږي ځکه څومره چې په مځکه کې منکرات ختمېږي په هماغه کچه يې په مقابل کې انسانانو او نورو ژويو ته امنيت او آرامي ورکول کېږي.
ځينې خلک حريت او آزادي په بې بندوبارۍ تعبيروي او حکومت ته د يوه سهامي شرکت په سترګه ګوري ځکه نو وايي: موږ بايد په هر څه کې آزاد وسو کنه نو زموږ سياسي اطمينان راڅخه اخيستل سوی دی همداسې په نظام کې هر چا ته برخه ورکول شي کنه نو دا نظام ټول شموله نه دی؛ دوی يا د آزادۍ او سياست په معنی نه پوهېږي او يا يې د غربيانو او بې دينه انسانانو په تفسير پېژني کنه نو داسې فکر به يې د ځانه سره نه پالي.ځوک چې مسلمان وي او په اسلامي هېواد کې اوسېږي هغه بايد په تمامه معنی په سياسي ډګر کې د خپل اسلامي نظام پلوي وکړي او دا خبره زموږ له خيټې نده راوتلې بلکې د اسلام د مبارک دين همدغه غوښتنه ده او څوک چې مسلمان نه وي،خو په اسلامي هېوادونو کې اوسېږي هغه کولای شي د حاکم اسلامي نظام څخه هغه حق وغواړي کوم چې اسلام ورته ورکړی وي خو هېڅکله له مسلمان سره مساوي کېدلای نه شي او نه هم د مسلمان په نوم ژوند کولای شي ځکه په اسلام کې د اهل ذمه، مستأمن او غيرمسلمان تجار لپاره خپل اصول او اساسات شته چې له مخې يې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د هر غير مسلمان انسان ژوند تأمين کېدلای شي.
د اسلامي نظام د رهبرۍ لپاره محدود وخت ټاکل، د رهبر د انتخاب لپاره ټولټاکنې ، د هر کس مشورې او نيوکې ته اعتبار ورکول، هر څوک په نظام کې برخمن ګڼل او د غير مسلمانو هېوادونو په قوانينو يا کړنو استناد نيول هغه شيان دي چې نه يوازې دا چې په اسلام کې ثبوت نه لري بلکې هېڅ ارزښت نه لري او هېڅ وخت په اسلامي هېوادونو کې د قوي اسلامي نظام په جوړېدلو کې مثبت نه تمامېږي.په آخره کې د تذکر لپاره يوځل بيا وايو،چې په هېواد کې د هر چا لپاره هر اړخيز امنيت قائم دی، اسلامي ارزښتونه خوندي دي، د هېواد داخلي او بهرنی سياست د هېواد د ملي مصالحو سره سم پر مخ ځي، د هېواد پيسې ورځ تر بلې ارزښت پيدا کوي، اقتصاد ورځ تر بلې پياوړی کېږي، مالي بوديجه مو د داخلي منابعو څخه برابرېږي، بغاوتونه شتون نه لري، نظام ورځ تر بلې معياري او مسلکي کېږي، ودانيز او انکشافي کارونه په جديت سره دوام لري، د تعليم په برخه کې د هېواد مصالحو ته په پام کوټلي ګامونه پورته کېږي، د لوړو زده کړو په ډګر کې ظرفيتونه او کيفيتونه ورځ تر بلې ارتقاء کوي، د نشه يي توکو مخه نيول کېږي، په نشه باندې روږدو کسانو ته د هېواد په تاريخ کې لومړی ځل دی چې ځانګړې پاملرنه کېږي، اړمنو سوالګرو ته معاشونه ټاکل کېږي او په عامه توګه د هېواد پر امنيتي، اقتصادي، فکري، فرهنګي او ټولنيزو زيربناو په لويه کچه کار کېږي دا خپله د نورو برخو تر څنګ په سياسي برخه کې هم د اطمينان او ثبات لپاره لوی دليل دی او که دغه سياسي ثبات او سکون نه وي نو څه به وي؟.

مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *