لیکنېمقالی اوتبصرې

آیا د اقلیمي بدلون او وچکالۍ لپاره څه چمتووالی لرو؟

په داسې حال کې چې د ځمکې تودوالي زیاتېدو او اقلیم بدلېدو ستونزه د ګردې بشري نړۍ لپاره ترټولو زیاته لویه فاجعه ده، خو زموږ پر هېواد یې ناوړه اغېز ځکه لازیات ژور دی چې له بده مرغه تېرې څه باندې څلور لسیزې مو ټولې په داسې جنګ جګړو کې تېرې شوې دي چې د نړۍ ډېر ستر ځواکمن هېوادونه هم را سره ستړي، ستومانه او بې سیکه شول.
ښکاره ده چې په دغسې حالاتو کې نه یوازې مصنوعي کروندې په شاړو بدلیږي، بلکې د هېواد طبیعی ځنګلات او ښېرازې ورشوګانې هم لمنځه ځي چې همدغه د سمسورتیا کمی بیا حتماً د اورښتونو د کمي لامل هم ګرځي – مطلب دا چې له یوه لوري زموږ د سیمې او ګاونډ هېوادونو د صنعت او کارخانو زیاتېدلو او دننه هېواد کې د ښېرازۍ او سمسورتیا له منځه تلو سره اوس پر موږ خورا سخته وچکالي راغلې ده.
د هېواد له ګوټ ګوټ نه د عیني شاهدانو او رارسېدلو رپوټونو له مخې ویل کیږي چې زرګونه چینې، خوړونه، کاریزونه او ژور کوهیان یا مکمل وچ دي او یا یې په اوبو کې ترنیمایي لازیات کمی راغلی دی.
البته زموږ هېواد له همدې خطرناک حالت او ګڼو مشکلاتو سره سره لاهم دومره وړتیا لري چې خوا اوشا ګاونډیو هېوادو ته یې او وه – اته ډک سیندونه ور بهیږي خو موږ ډېره کمه استفاده ترې کولی شو – بنا پردې اوس که موږ د دغو راپېښو اقلیمی ستونزو لپاره څه چمتووالی او تا بیانه نیسو، نو بې له شکه خود په خپله د بشپړې تباهۍ پرلوري درومو – داسی تباهۍ چې له ښکاره یرغلګر پرته به مو هر ډول مادي او معنوي شتمني له منځه یوسي او زموږ مؤمن ملت به له ناچارې د اغیارو پر غلامۍ اړباسي – ښایي قرآن مجید کې د یوسف پیغمبر علیه السلام له کیسې سره دوچکالۍ لپاره د نوموړي انتظام او چمتو والی د همدې لپاره یاد شوی وي څو د تل لپاره نور مؤمنان هم په ورته حالاتو کې د خپلې لوږې او مجبورۍ څه غم او چاره وکړي – موږ باید متوجه اوسو چې راپېښو حالاتو کې هم په لنډ مهالې توګه د خوراکي موادو دومره زېرمې ولرو چې په ډېر سخت ناورین کې مو څه ناڅه مشکل حل کولی شي او هم باید داسې اوږ د مهالي پلانونه ولرو چې په راتلونکي ناوړه وخت کې مو له سخت بحرانه ژغورلی شي – د مثال په ډول مناسبو ځایوکې د ژمي او پسرلي د اوبو او سېلابونو زېرمه کولو لپاره بندونه وتړو او یا د ویالو او هرې ممکنې وسیلې پرمټ له خپلو روانو سیندونو د ځمکو خړوبولو کار واخلو – یوازې همدا چاره زموږ د هېواد زیاتره ستونزې او ارولی او موږ د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو ژغورلی شي – موږ باید ومنو چې انسان یوازې هغه څه ترلاسه کولی شي، کوم څه چې عملاً یې ترسره کړي وي.

د شریعت- تحلیل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *