مرکې

ابن سینا روغتون ته دې ځانګړې پاملرنه وشي

شريعت: د ابن سينا روغتون مسوولينو ويلي چې په تېر
1402 هـ‌ ش کال په عاجل ابن سينا روغتون کې نږدې 9زره 2 سوه او 40  وړيا جراحي عمليات ترسره شوي دي. په نوموړي  جراحي عملياتو  کې 4 زره 7سوه87  ستر او4 زره 4 سوه 55 کوچني جراحي عملياتونه په وړيا ډول د مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ بريالي سرته ورسېدل.د عاجل ابن سينا روغتون رييس الحاج ډاکټر ګلاب ګل ځدراڼ شريعت ورځپاڼې خبريال ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي:

 تېر کال په عاجل ابن سينا  روغتون کې 2 لکه 17 زره 9 سوه 48ناروغانو ته په وړيا توګه سراپا او 11زره 5 سوه 17 داخل بستر(I P D)خدمات وړاندې شوي دي.ښاغلي ځدران وايي، چې د عاجل ابن سينا روغتون کې غوږ، پوزې، ستوني، پوستکي، دماغ او شکر څانګې فعالې دي، چې هره ورځ د زرو څخه زيات ناروغان مراجعه کوي او د 195 بستره ظرفيت سربېره A B G  ماشين، ډيجيټل ايکسري، تلوېزيوني معاينات، بشپړ لابراتواري معاينات، مجهزې عمليات‌خونې چې ټول د عملياتو وسايل په روغتون کې شتون لري.دي وايي: د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په روغتون بېلابېلې برخې رغول شوې، طبي وسايل جوړ شوي؛ لکه د اکسېجن پلانټ چې ناروغان  مستقيماً ترې استفاده کوي، مخکې به د 50 څخه تر 60 بالونونه له  بازار څخه راوړل کېدل اوس الحمدالله دغه ستونزه حل شوې ده.نوموړي روغتون ته د هېواد د مختلفو ولايتونو او لرې پرتو سيموڅخه ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره مراجعه کوي.د ياد روغتون رييس وايي، که چېرې د عامې روغتيا وزارت او اسلامي امارت مشران ياد روغتون ته مالي امکانات په واک کې ورکړي د روغتون ټولې ستونزې به حل شي او لاغوره خدمات به نور هم خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړي.هغه همدارنګه زياته کړه، چې يو شمېر ناروغان مو نورو هېوادنو ته د درملنې لپاره لېږلي ځکه کور د ننه ځينې طبي وسايل او شعاوې نشته،چې په نوموړي وسايلو باندې زيات مصرف راځي، اميد لرو چې په راتلوونکي وخت کې دا تشه به هم پوره شي. متخصص ډاکټر زياته کړه، چې د اسلامي امارت له مشرانو څخه مو هيله دا ده چې نوموړي روغتون ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه ياد روغتون ته د هېوادوالو ګڼه ګوڼه زياته ده؛ اوس 195 بسترونه لرو چې دا بسنه نه کوي، نو غوره داده چې روغتون ساختمان او تشکيل ته پاملرنه وشي، ودانۍ ورته جوړه شي او تشکيل يې پراخه شي تر څو هېوادوالو ته معياري خدمات وړاندې شي او د ټولو خيريه داخلي او بهرنيو موسيساتو څخه مې دا غوښتنه ده چې روغتون سره په هره برخه کې همکاري وکړي.بل لور ته د نوموړي روغتون يو تن متخصص ډاکټر ميرويس صافي د امکاناتو د نه شتون يادونه وکړه، ښاغلي صافي د اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه وکړه چې د ډاکټرانو معاشونه کم دي، معاشونو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه چې نوموړي معاشونه د ډاکټرانو ورځنۍ ستونزې نه شي حلولي.د ننګرهار ولايت څخه يو ناروغ حضرت ګل صافي له خبريال سره په خبرو کې وويل، چې ډېر خوښ او خوشحاله يم چې عمليات مې په خپل هېواد کې په بريالۍ توګه ترسره شول، نوموړي زياته کړه د روغتون ټول صحي پرسونل وخت پر وخت د ناروغانو کتنه او معاينات کوي او مونږ ترې خوشحاله يو. د عاجل ابن سينا روغتون په 1340کال د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال  جوړ شوي،چې په لومړي ځل يې 65 بستره درلودل او په هغه وخت يو کمپليکس روغتون و او په ښه شان يې خدمات وړاندې کول. سميع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button