
ابوبکر صديق رض د تقوا غوره موډل
کله چې ماشوم دنیا ته سترګې پرانیزي او ورو ورو له ماشومتوبه د بلوغ او لویوالي پر مسیر ګامونه اخلي، نو په ژوند او کورنۍ کې له ګڼو حوادثو، حالتونو، افکارو، هسکو او ټيټو، ګڼو ارزښتونو او باورونو سره مخامخ کېږي او دغه حالت د دې لامل ګرځي چې د ژوند په هره برخه کې د ځان لپاره یو خاص موډل جوړ کړي او په هغه برخه کې د همغه موډل پر مسیر مخته لاړ شي او یا د همغه موډل پیروي وکړي. له موډل پرته د انسان ژوند کول سخت وي او داسې انسانان به کم وي چې له موډل پرته ژوند وکړي.
پر همدې بنسټ د دې لپاره چې موږ او تاسو تقوا ولرو، متقي ژوند وکړ، د تقوا په حالت کې له دونیا کډه وکړو او له الله سبحانه و تعالی سره داسې مخامخ شو چې د متقي په صفت منصف و، باید د تقوا پر موډل کار وکړو، د ځان لپاره د تقوا موډل جوړ کړو او د همدې موډل پر بنسټ ژوند وکړو. څو تقوا مو د ذهن اساسي بوختیا وي او د ژوند هرې برخې ته د تقوا له عینکو وګورو.
موږ په اصحابو کې د مختلفو اسلامي اعمالو او ارزښتونو ګڼ موډلونه لرو. د بېلګې په توګه د جهاد او شهادت د موډل په توګه خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه او ځینې نور اصحاب، د سخاوت او صدقاتو په برخه کې د عثمان بن عفان رضی الله تعالی عنه، د نفلي عبادتونو په برخه کې ابو ذر غفاري رضی الله تعالی عنه، د عدالت او حکومتي تیوري ګانو په برخه کې عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه او د تقوا په برخه کې ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه.
دلته ځکه ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه د تقوا د موډل په توګه بحث کېږي، چې د نوموړي تقوا الله سبحانه و تعالی تائید کړې ده او د قران ایتونه یې په اړه نازل شوې دي. هغه ایتونه چې د ابوبکر صدیق رضی الله عنه د تقوا په اړه نازل شوي دي او نوموړی یې د تقوا د موډل په توګه تائید کړی دی په لاندې ډول دي:
الله سبحانه و تعالی د لیل په سورت کې فرمايي: ژباړه: مګر هغه څوک چې خپل مال پر خپل لاس ورکوي [انفاق کوي یې] او حسنا تصدیق کوي [پر خپل دې کار باندې باور لري چې جنت ته یې بیايي].
همدارنګه د همدې سورت په (۱۷) او (۱۸) ایت کې فرمايي: ژباړه : له دوزخ څخه به متقیان لرې وي هغه کسان [متقیان] چې خپل مال د دې لپاره ورکوي چې ځان له [ګناهونو] پاک کړي.
علامه جوزي رحمه الله وايي چې په دې باندې د ټولو علماوو اتفاق دی چې پورتني ایتونه د ابوبکر صدیق رضی الله په اړه نازل شوي دي. همداراز له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هېچا مال او شتمنۍ ماته دومره ګټه نه ده رارسولې لکه څومره چې د ابوبکر صدیق مال ما ته ګټه رارسولې ده. کله چې ابوبکر دا خبره واورېده، نو ویې ژړل او داسې یې وویل: زما ټوله شتمني ستا ده. [رواه مسند احمد]
همدارانګه له علي رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د ابوبکر مال او شتمني داسې مصرفوله لکه خپل مال او شتمني یې چې وي. [ابن کثیر]
همدارنګه الله سبحانه و تعالی د انسان په سورت کې فرمايي:
ژباړه: په دې کې هېڅ شک نشته چې موږ د الله د رضایت او خوښۍ لپاره تاسو ته ډوډۍ درکوو او په دې کار کې نه له تاسو کومه بدله غواړو او نه منندويي، موږ د خپل رب پر وړاندې له هغې ترخې او وېروونکې ورځې وېرېږو.
په پورتني ایت کې د (مال عطاء) یا د خلکو مړول او خلکو ته ډوډۍ ورکولو موخه یوازې د الله سبحانه وتعالی رضایت دی. په دې برخه کې نه له چا د مننې او نه هم بدلې هیله لري.
د ځینو روایتونو پر بنسټ کله چې ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه په اسلام مشرف شو، څلوېښت زره درهمه یې درلودل، مګر کله یې چې مدینې ته هجرت کاوه، یوازې پنځه زره درهمه ورسره پاتې وو. د مصرف شوو درهمو زیاته برخه یې د هغو ۷ غلامانو په اخیستلو لګولې وه چې اسلام یې راوړی و او د قریشو تر سختو شکنجو لاندې وو او همدارنګه یوه برخه نوره یې د فقیرانو او بې وزله مسلمانانو په کفالت کې مصرف کړې وه.
ابو هریره وایي رسول الله صلی الله علیه راته وویل: هر چا چې له ما سره مرسته او ښه کړي دي، نو بېرته مې ورکړي دي، مګر ابوبکر ته مې نه دي ورکړي، نو نوموړي ته به د قیامت پر ورځ خپله الله سبحانه و تعالی بدله ورکړي. د هېچا مال ما ته دومره ګټه نه ده رسولې لکه د ابوبکر صدیق مال. [رواه ترمذي]
همدارنګه ابن عباس وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له ماسره د ابوبکر په څېر بل چا دومره محبت او مهرباني نه ده کړې؛ ابوبکر له ماسره په خپل ځان او مال مرسته وکړه او حتی خپله لور یې ماته راکړه.
په یوه بل روایت کې علي رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی دې پر ابوبکر رحم وکړي، هغه خپله لور ماته راکړله، زما د مدینې د سفر ټول لګښتونه یې وکړل او بلال یې ازاد کړ. [ابن عساکر]
له همدې امله ابوبکر صدیق رضی الله عنه دوه غوره لقبونه درلودل او دا لقبونه رسول الله صلی الله علیه وسلم ورکړي وو. لومړی لقب یې (عتیق) یعنې له اوره ژغورل شوی او دوهم (صدیق) یعنې رښتینی.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ ابوبکر ته داسې وویل: انت عتيق الله من النار [رواه ترمذی] یعنې ته الله له اوره ژغورل یې.
همدارنګه د ابوبکر بل لقب (صدیق) و. د صدیق معنا رښتینی دی. نوموړي ته دا لقب هغه وخت ورکړل شو چې د مکې فضا جهالت نیولې وه. همداراز ابن اسحاق له حسن بصري رحمة الله علیه څخه روایت کوي چې ابوبکر ته د صدیق لقب ځکه ورکړل شو چې کله پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې وحیې نازله شوه، نو ابوبکر پرته له دلیله او پرته له فکر کولو څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیغمبر په توګه ومانه او د هېڅ معجزې غوښتنه یې ترې ونه کړله.
ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه تر رسولانو وروسته د ځمکې پر سر له ټولو غوره انسان دی او تر رسولانو وروسته به لومړنی مسلمان وي چې جنت ته به ننوځي. د ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه د نورو ګڼو غوره صفتونو ترڅنګ یو بنیادي صفت او عادت د مال اعطاء کول وو. نوموړی رښتیا هم د تقوا یو موفق موډل و. هغه کسان چې غواړي تقوا زده کړي، تقوا عملي کړي او متقي شي، نو ورته اړینه ده چې د ابوبکر صدیق د تقوا موډل پیروي وکړي.
د ابوبکر صدیق رضی الله عنه له ژوند داسې ښکاري چې که مسلمانان او موږ او تاسو غواړو چې متقي شو، نو باید عطاء وکړو. د عطاء معنی داده چې خپل مال، خپل فکري ذکاوت او استعداد، ټولنیز ظرفیت او نور هغه څه چې الله سبحانه وتعالی موږ او تاسو ته راکړي دي په مستقیمه توګه وکاروو. دا حالت تمرین غواړي، څو د انسان په رواني حالت باندې بدل شي. رواني حالت دا معنی چې کله یې په جیب کې پیسې وي او غریب او بېوزله انسان ویني، نو تر هغه نه شي ارامېدلی څو یې هغه غریب او بېوزله ته پیسې په خپل لاس نه وي
ورکړې.
دوهمه برخه / امین الله احساس