
ابوبکر صدیق رض د تقوا غوره موډل
کله چې د تلاوت په موخه د قران عظیم الشان پاڼې اړوو، نو له خورا زیاتو پیاوړو مفاهيمو سره مخ کېږو. دا مفاهيم دومره ژور او خواږه وي چې انسان اړ کېږي په ځلونو یې ولولي، غور ورباندې وکړي، معناوې یې د زړه له تله درک کړي او په پایله کې خپل فکري او عملي رنځونه ورباندې ټکور کړي. له دغو مفاهیمو څخه یو بنسټیز او بنیادي مفهوم (تقوا) ده. مګر زموږ په ټولنه کې یا حتی ټولو مسلمانانو له تقوا څخه ډېر دودیزه او کلیشه¬ای معنا اخیستې ده او ذهن ته هغه مفهوم او معنی نه ورکوي لکه څنګه چې د تقوا د لغت معنی ده او یا له ټولو مهمه دا چې خلکو یې هغه معنی نه ده درک کړې چې قران یې غواړي. که د قران عظیم الشان هغه ایتونه چې د (تقوا) کلمه او د تقوا مشتقات په کې راغلي دي تلاوت کړو او دقیقې معناوې یې راوباسو، نو ممکن د تقوا په اړه مو ذهن په بشپړه توګه بدل شي، له تقوا یو نوی او روڼ انځور پیدا کړو او د تقوا د صفت (متقي) کېدو پر لوري کوټلي ګامونه واخلو. همداراز بله مهمه خبره دا ده چې د مسلمانانو لپاره اړینه ده چې (تقوا) د ژوند د یوه موډل په توګه وپېژني. یعنې دا چې د ژوند هرې وړې او لویې مسئلې ته د تقوا له عینکو وګوري. دا انځور هم په مسلمانانو کې تت شوی دی. په اسلامي ټولنو کې ځینې مهال هغه چا ته د تقوا د موډل په سترګه ګوري چې هغه دنیا ترک کړې وي، څیرې او پيوند جامې یې اغوستې وي او د ملنګانو په څېر ژوند لري او له ټولنې او خلکو لرې په دښتو او ګوښه ځایونو کې ژوند کوي. د ټولنې خلک همداسې مسلمانانو ته متقي وايي چې د خلکو په چارو کې دخیل نه وي او یوازې له خپل رب سره په عبادت او اذکارو باندې داسې بوخت وي چې نور هر څه یې پرېښې وي. په دې لیکنه هڅه کېږي چې له تقوا یو روڼ او څرګند انځور وړاندې شي او د دې لپاره چې د تقوا موډل څرنګه یو موډل وي د ابوبکر صدیق رضی الله عنه پر ژوند باندې تم کېږو.
ایا تقوا یوازې د وېرې معنا لري؟
په زیاتره خطبو او د قران کریم په ژباړو کې د (تقوا) کلمه په (وېره او ډار) سره ژباړل شوې ده. په داسې حال کې چې په عربي ژبه او په ځانګړې توګه په قران کې د وېرې او ډار لپاره نورې ډېرې زیاتې کلمې کارول شوې دي. نو راځو د تقوا اصلي معنا ته.
په قران کریم کې د (تقوا) کلمه په لاندې صیغو راغلې ده: فالتقوا، تتقون، اتقوا، المتقون، التقوا، تتقوا، اتقی او داسې نور.
الله سبحانه وتعالی په قران کې د وېرې لپاره ګڼ نور کلمات هم کارولي دي. هغه کلمې چې د وېرې معناوې ورکوې په لاندې ډول دي:
خوف؛ طبعي وېره
خشی: له احترام او عزت سره وېره درلودل
رهب: له ډار او وحشته ډک ډار
خذر: پرله پسې او اوږدمهالې وېره
فزع: له وارخطایۍ، فریاد او چیغو سره ګډه وېره
رعب: داسې وېره چې د انسان نفس بندېږي
وجل: هغه وېره چې له انسان سره همهاله د زړه ناارامي او اضطراب هم وي.
په اصل کې د تقوا کلمه د وقایې له صیغو څخه ده او له راتلونکې یا په راتلونکې کې د یوې پېښېدونکې حادثې یا برخلیک څخه د ځان ساتلو، وقایه کولو او یا د هغې حادثې یا برخلیک او همدارنګه د خپل ځان ترمنځ د حائل جوړولو یا دېوال جوړولو معنی لري. همداراز په عربانو کې به چې کومې مېرمنې د دوړو، خاورو او طوفان څخه ځان ساتلو، نو پر سر او ځان به یې ټکری خوراوه او دغه کار ته به یې تقوا ویله. تقوا یو لړ عملي تدابیر دی، څو د هغو عملي تدابیرو په وسیله وکولی شي، یو څوک خپل ځان له ضرر او تاوان څخه وژغوري. یعنې تقوا یوازې او تشې وېرې ته نه وایي. که څوک د الله سبحانه وتعالی له ناخوښۍ، عذاب، قهر او جهنم څخه وېره لري، مګر ځان نه ترې ژغوري، دېته تقوا نه، بلکې خوف ویل کېږي.
الله سبحانه وتعالی د شیطان په اړه فرمايي:
ژباړه: او هغه مهال در په یاد کړه چې کله شیطان د دوی ناولې کړنې ښایسته کړلې او ورته ویې ویل چې نن داسې څوک نشته چې تاسو ته ماتې درکړي او زه ستاسو پناه¬ځای یم. مګر هغه مهال چې دواړه لوري یې د مخامخ کېدلو پر مهال ولیدل، نو شاته وتښتېد او ویې ویل؛ زه له تاسو بیزاره یمه، زه یو داسې څه ګورم چې تاسو یې نه شی لیدلی او زه له الله وېرېږم او الله سخت سزا ورکوونکی دی.
له پورتني ایت څخه څرګندېږي چې شیطان د الله پر عذاب باور لري او د الله له عذاب څخه وېرېږي. مګر تقوا نه لري چې د الله له عذاب څخه ځان وژغوري. له همدې امله د تقوا له معنا څخه څرګندېږي چې تقوا تشه وېره، د وېرې کوم حالت او یا کومه فکري موضوع نه ده، بلکې عملي فعالیتونه دي. داسې فعالیتونه چې انسان د الله سبحانه و تعالی له قهر، عذاب او دوزخ څخه وژغوري. همداراز تقوا د دې معنی نه لري چې یوازې په تش فکر باندې نه رامنځته شي. په قران عظیم الشان کې د تقوا هغه صیغې چې د اعمالو او کړنو غوښتنه شوې ده په لاندې ډول دي:
ژباړه: د ځان لپاره توښه جوړه کړئ، په یقیني توګه تقوا ډېره غوره توښه ده او اې عقلمندو له ما څخه تقوا وکړئ.
دغه راز په عمران سورت کې راغلي:
ژباړه: اې ایماندارو! لکه څنګه چې اړینه ده له الله څخه همداسې تقوا وکړئ او تر هغه مه مرئ چې مسلمان شوي نه یاست
په پورته داوړو ایتونو کې د الله سبحانه و تعالی غوښتنه دا ده چې داسې کارونه وکړو چې د الله له عذاب، د الله له قهر، د الله له ناخوښۍ او عدم رضایت له برخلیک سره مخامخ نه شو.
همداراز کله چې له پخوانیو امتونو څخه د الله سبحانه و تعالی غوښتنې ارزوو، نو متوجه کېږو چې الله سبحانه و تعالی دوې اساسي غوښتنې درلودې؛ لومړۍ پر الله او د هغه پر رسول باندې ایمان او تر ایمان وروسته تقوا. په دې هکله الله سبحانه و تعالی فرمايي:
ژباړه: کله مو چې له تاسو ټینګه ژمنه واخیسته او د طور غر مو پر سر دروداراوه او درته ومو ویل چې هغه څه چې درکړل شوي دي په قوت یې واخلئ او له هغه چې د کتاب په منځ کې دي پند واخلئ، تر څو تقوا پیدا کړئ.
نو دلته متوجه کېږو، چې تقوا کول او تقوا درلودل د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې څومره اهمیت لري. حتا انسان دې پايلې ته رسېږي چې تر ایمان وروسته تر ټولو مهم او بنیادي کار د تقوا درلودل دي.
امین الله احساس – لومړۍ برخه: