دینې لیکنې

ابوموسی اشعري ته د حضرت عمر ليک!  نور الحق مظهري

عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته ـ چي د بصرې والي وو ـ وليکل: خلک د خپلو باچاهانو څخه بد وړي نو په الله باندي پناه غواړم د ځان او ستا لپاره د نا څرګندي ړوندتيا او اخيستل سوو کرکو څخه؛ د الله تعالی حدود عملي کړه که څه هم د ورځي د يو کړي لپاره وي، کله چي تا ته دوه کاره وړاندي سي چي يو د الله لپاره وي او بل د دنيا لپاره وي؛ نو ته د الله تعالی څخه خپله برخه غوره کړه ځکه دنيا ورانيږي خو آخرت پاتيږي، د فاسقانو څخه و وېرېږه او دوی لاس لاس او پښې پښې کړه، د مسلمانانو پر ناروغ پوښتنه وکړه، د مسلمانانو جنازو ته ولاړ سه، خپله دروازه د مسلمانانو پر مخ خلاصه کړه، د مسلمانانو کارونه خپله کوه ځکه ته ددوی څخه يو فرد يې مګر دا چي الله تعالی تر دوی ستا بار دروند کړی دی، ما ته خبر را رسېدلی دی چي ستا او ستا د کورنۍ لپاره په کالو، خوړو او سورليو کي ځانګړی هيأت ښکاره سوی هغه چي د نورو مسلمانانو لپاره نسته؛ نو ای د الله بنده! ځان دداسي حالت څخه وساته چي ته د هغه حيوان په څېر سې چي پر آبادي شېلې تېريږي خو غم يې يواځي چاغوالی او اوبه وي سره ددې چي په چاغوالي کي يې مرګ دی، پوه سه چي کله مشر د حق څخه انحراف وکړي دده رعيت هم انحراف کوي او تر ټولو بدبخته انسان هغه دی چي دده رعيت دده په خاطر بدبخته سي.[المجالسة وجواهرالعلم۱۱۹۸]

 د ليک مهم ټکي:

۱ – حضرت عمر رضي الله عنه په الله تعالی باندي د ځان او ابوموسی اشعري رضي الله عنه لپاره د ناڅرګند ړوندوالي او اخيستل سوي کرکي څخه پناه غواړي؛ ځکه کوم څوک چي په ناڅرګند ړوندوالي باندي اخته سي هغه بيا هيڅ حق نسي ليدلای او څوک چي په کرکه او کينه باندي اخته سي هغه بيا هيڅوخت د هيچا لپاره خيرخواه نسي جوړېدلای. په ځانګړې توګه مشران بايد ددغه دوو ناوړه صفتونو څخه ځانونه وساتي.

۲ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته د الهي حدودو د جاري کولو سپارښتنه کوي که څه هم د ډېر لږ وخت لپاره وي ځکه چي د حدودو په جاري کولو سره عدالت او نظم را منځ ته کيږي.

۳ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: کله چي ته د داسي دوو کارونو تر مينځ راسې چي يو د الله لپاره وي او هغه بل د دنيا لپاره وي نو هغه د الله تعالی کار ته د دنيا تر کار ترجيح ورکړه ځکه د دنيا کار د فاني دنيا لپاره وي خو د الله تعالی کار د پاته کېدونکي آخرت لپاره وي.

۴ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د فاسقانو سره ډېر احتياط کوه، ملګرتيا مه ورسره کوه او دوی ته د فساد او بغاوت وخت مه ورکو ځکه فاسقان تل د اسلامي نظام نړولو ته کار کوي.

۵ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو پر ناروغانو پوښتنه وکړه؛ ځکه پر ناروغانو باندي د مشرانو پوښتنه کول مسلمانان خوشحاله کوي او د خپلو مشرانو اطاعت ته هڅول کيږي.

۶ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعری رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو په جنازو کي ګډون وکړه؛ ځکه د مسلمانانو په جنازو کي د مشرانو ګډون د مسلمانانو د سکون او آرامۍ سبب جوړيږي او پر مشرانو يې نور هم باور ټينګيږي.

۷ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو کارونه خپله کوه؛ يعني د مسلمانانو په کارونو کي ډېر جدي اوسه او نورو کسانو ته يې مه پرېږده ځکه ممکن نور کسان يې ونکړي چي بيا ولس درڅخه خوابدی کيږي او ستا څخه واټن پيدا کوي.

۸ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: خپلي دروازې د ولس پر مخ پرانيستي پرېږده تر څو په آسانۍ ستا سره ملاقات وکړي او خپلي ستونزي ژر تر تا پوري درورسوي؛ ځکه که د مسلمانانو ستونزي تر تا پوري و نه رسيږي نو ته يې په حال نه خبرېږي چي په نتيجه کي د مسلمانانو مشکلات نسې آوارولای. ددې څخه داسي ښکاري چي تل خپل پر ساتونکو او باډيګارډانو باندي باور مکوه چي هغوی د ځان او ولس تر مينځ واسطه جوړوې ځکه ددې امکان سته چي هغوی دي په وظيفه کي ناغېړي وکړي او د نورو مسلمانانو ږغونه دي تر تا پوري را و نه رسوي.

۹ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: ځان ته تر نورو مسلمانانو امتيازات مه ځانګړي کوه چي ستا کالي د نورو مسلمانانو د کاليو سره توپير ولري، ستا خواړه د نورو مسلمانانو د خوړو سره توپير ولري او ستا سورلي د نورو مسلمانانو د سورليو سره توپير ولري يعني چي ستا کالي، خواړه او سورلي دي د نورو مسلمانانو تر کاليو، خوړو او سورليو بهتره وي؛ ځکه دداسي کار په کولو سره د حاکم او رعيت تر منځ واټن پيدا کيږي او ددې تر څنګ چي ولس د ځان لپاره د حقارت احساس کوي پر خپلو مشرانو يې ګمان بديږي.

۱۰ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د حق څخه انحراف مکوه ځکه چي کله مشر انحراف وکړي ولس او خلک هم ورسره انحراف کوي چي په نتيجه کي فساد ورڅخه پيدا کيږي.

۱۱ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته آخري خبره دا کوي چي د خپل رعيت او ولس د بدبختۍ سبب مه جوړېږه ځکه تر ټولو بدبخته مشر هغه دی چي خلک دده په سبب بدبخه او ګمراه سي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *