افغانستان

احصایې او معلوماتو ملي اداره: د روان کال په لړم میاشت کې د ۲۲۷.۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د روان کال په لړم میاشت کې د ۲۲۷.۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۲۶ میلیونه زیاتوالی ښيي. د یادې ادارې په وینا؛ روان کال د لړم یا عقرب میاشت کې د پاکستان، هند او چین په ګډون د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته د ۲۲۷.۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او همدارنګه د ۶۸۱.۵ میلونه ډالرو په ارزښت توکي هېواد ته وارد شوي دي.
بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې سږ کال یې سوداګرو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره د نړۍ ۶۸ هېوادونو ته صادارت کړي او له ۸۹ نورو هېوادونو یې افغانستان ته سوداګریز توکي وارد کړي دي.
د یاد وزارت مسولین زیاتوي؛ هڅه کوو چې سوداګرو ته د نورو اسانتیاوو په رامنځته کولو سره خپله نړیواله سوداګري لاپراخه کړو.
د یادولو وړ ده، چې تېر کال په لړم مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۰۱.۱ میلیون ډالرو ته رسیدلې و، چې د روان کال لړم مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۶ ميليونه ډالره زیاتوالی ښيي.
همدارنګه د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۱۳۸.۱ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د روان کال لړم مياشت کې ۴۵۶.۶ میلیونه ډالره کموالی ښيي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *