ټولنه اوکلتور

احمد شاهي حوض د کندهار کلتور او تمدن پرمختګ ښيي

احمد شاهي حوض، چې د کندهار  سپين بولدک رباط  سيمه کې  پروت دی، د  ياد ولايت د کلتور او تمدن  پرختګ ښيي. کومو انجنيرانو، چې ياد حوض جوړ کړی د هغوی پوهه او هنر له ورايه څرګندېږي. د احمد شاهي حوض له جوړولو څخه موخه دا وه، چې څنګه د بارانونو، سيلابونو او سيندونو اوبه، چې خوشې ضايع کېږي مهارکړي، چې بيا ترې ګټه پورته شي. کله، چې هوا تودېږي بارانونه درېږي او په سيندونو کې  اوبه کمېږي؛ نو ځکه د احمد شاهي حوض جوړولو ته اړتيا پيدا شوې، چې د ذيرمه شويو اوبو څخه د باغونو، کرنيزو ځمکو په خړوبولو او همدارنګه د څښاک اوبو برابرولو کې  ترې ګټه پورته شي. د احمد شاهي حوض د بېلابېلو طبيعي پېښو له امله د ويجاړېدو په حال کې وه، چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرۍ د دغه حوض بيا رغونې ته پاملرنه واړوله او د غبرګولي په ۱۴ مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. افغانستان د تاريخي او کلتوري ارزښتونو له پلوه د نړۍ د بډايو هېوادونو په لومړي قطار کې ځای لري. موږ ټول دنده لرو، چې د خپل لرغوني کلتور څخه په ښه توګه ساتنه او پالنه وکړو. په داسې حالت کې به زموږ کلتور او تاريخ هېواد  ته د سيلانيانو د راتللو بهير غښتلی شي. کله، چې د ايران پاچاه  نادر افشار د افغانستان پر جنوب لوېديځو ولايتونو يرغل وکړ، احمد شاه دراني يې له کندهاره د اسير په توګه ايران ته بوتله، خو له څه مودې وروسته ورته ثابته شوه، چې احمد شاه دراني يو زړور او د ښه شخصيت  خاوند  دی. دی يې خوشې کړ او د بند تر بشپړولو پورې يې په خپل دربارکې ترې کار واخيست. کله، چې نادرشاه د ايرانيانو له خوا په ۱۷۴۷ لمريز کال وژل کېږي، احمد شاه دراني د نادرشاه افشار کورنۍ د ايرانيانو له تېري څخه ژغوري او خوندي ځای ته يې لېږدوي او دی خپله په ۱۷۴۷ زېږديز کال افغانستان ته راځي او د پاچاهۍ اعلان کوي. ډېرو خلکو د احمد شاه دراني پاچاهي ومنله او خپل ملاتړ يې وښود. احمد شاه دراني د لوړې پوهې او تجربې په لرلو سره ټوټه ټوټه خراسان، چې په جګړو، کړکيچونو او ملوک الطوايفي کې ښکېل و او په هر ولايت کې خپلسري حکومتونو شتون درلود دغې ستونزې ته يې د پای ټکی کېښود او خرسان نوم،چې عربانو زموږ په هېواد اېښی و په افغانستان واړول شو. احمدشاه دراني ټول قومونه، مليتونه او پرګنې د يوه واحد او يو موټي هېواد  او قانون تابع کړل. په ټول هېواد کې سوله او ثبات خوندي او بسيا شو. احمد شاه يو غښتلی ملي اردو د ټولو قومونو په ګډون سره جوړ کړ. هند، ايران او مرکزي اسيا د احمد شاه دراني د امپراتورۍ  تر واکمنۍ لاندې راغلل. افغانستان په سيمه کې په ډېر غښتلي او شتمن هېواد بدل شو. د تمدن د پراختيا په برخه کې ډېر هلې ځلې وشوې.کوم کلتوري او تاريخي ميراثونه، چې له هغه زمانې پاتې شوي لکه د احمد شاهي حوض د احمد شاه دراني د  زمانې تمدن او کلتوري پرمختګ ښيي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده لري، چې د افغانستان د تاريخ د ورپېژندلو او ښه ځلولو لپاره د لوی احمد شاه دراني ټول کلتوري او تاريخي ابدې ورغوي، چې زموږ جګړه ځپلی افغانستان، چې په تېرو تپل شويو جګړو کې کمزوری شوی، يو ځل بيا په دې سيمه کې د يوه خپلواک، پرمختللي او پر خپلو پښوو ولاړ هېواد په توګه را ولاړ شي.

نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button