افغانستان

اذربایجان د کانونو او پوهنې برخه کې پانګونه کوي

په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د ریاست‌الوزرا ادري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې اذربایجان د کانونو د استخراج، ښوونې او روزنې او د اسان خدمت د پراختیا په برخو کې په افغانستان کې پانګونه او همکاري کوي.
ښاغلي محمدوف زیاته کړې چې په کابل کې د اذربایجان د سفارت پرانيسته له افغانستان سره د دغه هېواد د غوره اړیکو څرګندونه کوي.
ورته مهال، مولوي عبدالسلام حنفي هم په دغه لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د هر ډول پانګونې هرکلی کوي او د پانګوالو لپاره به ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button