
د روزګان د عامي روغتیا ریاست مسوولین د دغه ولایت د مرکز په ګډون په شپږو ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د پیل خبر ورکوي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د پولیو څانګې مسوول ډاکټر بخت محمد مصطفی وویل، چې د دغه ولایت په مرکز او ۶ ولسوالیو کې به ۲۰۲ زره تر ۵ کالو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې ۳۷ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شوی وو.