افغانستان

ارزګان کې د یوې کورنۍ د ۱۰۰ نابینا غړو راپورونه حقیقت نه لري

پر خواله رسنیو خپاره شوي راپورونه چې ګوا کې د روزګان د دهراود ولسوالۍ اړوند میاندو سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۰۰ نابینایان موجود دي، بې بنسټه او حقیقت نه لري.

د روزګان سیمه ییزو مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه راپور د څېړنې لپاره یې یو ټیم دغه سیمې ته لېږلی و او د یادې کورنۍ له غړو سره یې خبرې کړې دي.

د یادې کورنۍ غړي وايي: « موږ شاوخوا ۱۰۰ کسان د دوو نیکونو اولاده یو، چې د ارثي خواصو په درلودلو سره د سترګو کوږوالی او کم دید ستونزې لرو خو ټول نابینا نه یو.»

بل لورته د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي منظور هم د دغو کسانو په اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه بولي خو وايي، چې یاد کسان نابینا نه بلکې د سترګو کوږ والی او کم دید ستونزه لري.

منظور زیاته کړه، چې د دغو کسانو له ډلې یې ۲۵ تنه له موږ سره ثبت دي او خپل حقوق ترلاسه کوي.

په همدې حال کې د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني هم دغه ستونزه ارثي بولي او وايي

چې باید د مخنیوي لپاره یې په خپلو کې له دوستۍ کولو ډډه وکړي.

نوموړي ډاد ورکړ، چې دغه سیمې ته به د سترګو متخصص ټیم ولېږي ترڅو د دغو کسانو په درملنه کې مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *