افغانستان

ارزګان کې په ۲۴کیلومټره سړک د جغل‌اچونې چارې پیل شوې

دارزګان د والي ویاند حسان‌الله حماس سلام‌وطندار ته وویل چې د چهارچینو ولسوالي د چیتو پله څخه تر خاورو خوردې پورې د ۲۴ کیلومټره سړک د جغل‌اچوونې چارې یې پیل کړې دي.د نوموړي  په وینا، دغه سړک چې دوه ولسوالي سره نښلوي، د یادو وسوالیو د اوسېدونکو په غوښتنه د ټولګټو ریاست په مالي لګښت جوړېږي.حماس زیاته کړه چې د ګېزاب ولسوالي د «سیاه لاښ» سیمه چې تیرو څو لسیزو کې یې اوسېدونکو د تګ‌راتګ پر مهال له ستونزوسره مخ وو، د سړک جوړولو چارې پیل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *