
افغانستان
اروپايي ټولنې افغانستان ته له راستنېدونکو سره مرسته اعلان کړه
اروپايي ټولنې له هغو افغان کډوالو سره چې خپل هېواد ته را ستنېږي؛ د مرستې لپاره ۱۵ ملیون یورو ځانګړې کړې دي.
اروپایي ټولنې په ایکس پاڼه کې لیکلي: «مونږ غواړو په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړو، چې راستنیدونکي د خونديتوب احساس کوي او هغو مرستو ته لاسرسی موميچې دوی یې په کور کې احساس کولو ته اړتیا لري.»
دا مرستې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر زور اخیستی دی.
پاکستان له ناقانونه کډوالو غوښتي، چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې دې له دغه هېواده ووځي.