
اروپايي پارلمان: امریکا او اروپا د غزې د خلکو د وژلو مسئول دي
د ایرلنډ جمهوریت استازي “میک والاس” وړمه ورځ د اروپا په پارلمان کې لوېدیځ هېوادونه د غزې د خلکو په وژلو کې د صهیونیستي رژیم ملاتړي او شریک ګڼلي دي.نوموړي ویلي، چې تلابیب د امریکا، انګلیس او اروپايي ټولنې په ملاتړ غزه کې جنګي جنایتونه کوي.ښاغلي والاس زیاته کړې، چې د اروپا خلک باید غزه کې د وژنې مخنیوي او بندښت لپاره پر خپلو دولتونو فشار راوړي.میک والاس ویلي؛ په دې کې شک نشته، چې اسرائیلو د امریکا او اروپايي ټولنې له ملاتړ پرته غزه کې جګړه نه شوی کولای.د میک والاس په وینا؛ یوازې اسرائیل نه دي، چې جنګي جنایات کوي، بلکې اروپايي ټولنه، امریکا او انګلیس هم د دې نسل وژنې په پرلهپسې ملاتړ جنګي جنایتونه کوي.
ښاغلي والاس په پای کې د ټولو هېوادونو د خلکو مسولیت ګڼلی، چې پر دوی فشار راوړي، تر څو د غزې په ډلهییزه وژنه کې دا لاس لرل پای ته ورسېږي.