افغانستان

اروپا ته د افغاني مېوو او سبزیو د خوندي لېږد په موخه ستر ساتنځای جوړېږي

د افغانستان د وسپنې پټلۍ رهبري د ازبيکستان د رېل پټلۍ ادارې له مرستیال رحمت اوف او مل پلاوي سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو خبرې اترې کړي دي.د ازبيکستان د رېل پټلۍ ادارې مرستیال او مل پلاوي د وسپنې پټلۍ له رییس بخت الرحمن شرافت او نورو چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې د حيرتان-مزارشريف مسیر په نايب اباد تمځای کې به د تازه ميوو او سبزیو د تشولو او بارولو په موخه مجهز ساتنځای هم جوړ کړي؛ تر څو د افغانستان تازه مېوه او سبزي له ځنډ او خرابوالي پرته منځنۍ اسيا، اروپا او بهرنیو هېوادونو ته صادره شي.
نوموړي زياته کړه، د دې ترڅنګ ازبکستان غواړي د رېل پټلۍ له لارې په افغاني توکو ۵۰ سلنه تعرفه کمه، د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقالات زيات او ټرانزیټي بهير ته وده ورکړي.
بلخوا د ازبکستان د وسپنې پټلۍ مرستیال ویلي، ازبکستان د افغان ټرانس په څېر د سترو رېلي پروژو په پلي کولو کې ځانګړې ونډه اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *