افغانستان

استانکزی: د نړیوالو اصولو او قوانینو مطابق دې له افغانانو سره چلند وشي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پرون په پلازمېنه کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، چې اسلامي امارت له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او پاکستان څخه مننه کوي، چې افغان کډوالو ته يې ځای ورکړی، خو په جدی ډول غوښتنه ترې کوي، چې د کډوالو له ځورولو دې لاس واخلي او د نړيوالو اصولو او قوانینو مطابق چلند دې ورسره وکړي.
ستانکزي زیاته کړه، چې د نړيوالو قوتونو د خوشحاله کولو لپاره پر افغانستان تور لګول د حل لار نه ده، او ګاونډي هېوادونه بايد له دې کار څخه لاس واخلي، په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي ترينګلې کېږي او دا د هيچا په ګټه نه ده.
سرچینې وویل، چې هر هېواد کې ستونزې شته او ښه خبره دا ده، چې هر څوک خپلې ستونزې په خپله حل کړي او بل چا ته د ملامتيا ګوته ونه نيسي. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همدارنګه وویل، چې اسلامي امارت له نړۍ په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو سره ښې دوه اړخيزې اړيکې غواړي او ګاونډي هېوادونه هم بايد د ګاونډيتوب اصول او قوانین تر پښو لاندې نه کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې ټول افغانان باید له خپل نظام سره اوږه پر اوږه د خپل هېواد ودانولو کې برخه واخلي. ستانکزي همدارنګه وویل، چې له مخالفتونو څخه څه نه جوړېږي او د اسلامي امارت سياسي مخالفين دې خپل هېواد ته راستانه شي او د خپل هېواد په ودانولو کې دې ونډه واخلي. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو ورځو کې له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت له لوري د سخت او ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *