دینې لیکنې

استشراق! لطف الرحمن قمري

استشراق په حقیقت کې د یو علم نوم دی؛ او په ځانګړې توګه دا هغه علم ته ویل کېږي چې: د ژبې په اړه

استشراق په حقیقت کې د یو علم نوم دی؛ او په ځانګړې توګه دا هغه علم ته ویل کېږي چې: د ژبې په اړه صحیح فهم او پوهه خلک و ته وړاندی کوي. مونږ باید په دې اړه لومړی پخپله د همدې کلمې په اړه له ځان سره لږ فکر وکړو چې: دا کلمه د شرق له کلمې څخه اخستل شوې ده؛ او د شرق (یا د مَشرق) کلمه د لمر د راختلو ځای ته ویل کېږي.
د ژب پوهانو له نظره، بل تعریف داسې دی چې: اِستشراق هغه څېړنې ته ویل کېږي چې غربیان یې د شرق په اړه د مختلفو قضایاو د څېړلو او راسپړلو په خاطر تر سره کوي، په ځانګړې توګه، هغه مسائل چې د شرق (مسلمانانو) د تاریخ، ژبې، آدبیاتو، فنونو، علومو، تقالیدو او عاداتو سره تړاو ولري. استشراق په اصل کې د دوی له نظره هغه علم ته ویل کېږي چې: د غربي تسلط او اغېزې څخه بحث کوي؛ کوم چې په اسلامي هېوادونو او زمونږ خاورو باندې یې شیندل غواړي.
استشراق د ختيځې نړۍ د علوموزده کړې ته ويل کيږي او دغه نوم ځکه ورته کيښودل شوی دی چې د اسلامي امت اکثريت په ختيځ کې اوسيږي او له استشراق څخه مطلب هم همدغه دى چې د اسلامي امت عقائد، فکرونه او د مختلفو اسلامي ملتونو ژوند دود، د هغوى اخلاق ، رسمونه او رواجونه، ژبې او ژبدودونه ، کلچر او ثقافت او د هر ملت ځانګړتياوې معلوم اوزده کړاى شي.
مُستشرق چا ته ویل کېږي؟
: مُستشرق هغه غربي عالم ته ویل کېږي چې: څوک د شرق تاریخ لولي؛ او د شرقیانو (مسلمانانو) د تاریخي آثارو، ژبو، ادبیاتو، علومو، فنونو او عادتونو او اخلاقو څخه ځان خبرول غواړي. له همدې کبله د جرمني مشهور مُستشرق (البرت دیتریش) په دې اړه وايي چې: (مُستشرق هغه باحِث (څېړونکي یا هم څېړن پوه) ته ویل کېږي؛ چې څوک تل هڅه کوي تر څو د شرق په اړه څېړنې تر سره کړي؛ او ځان پرې پوه کړي؛ خو یو مُستشرق تر هغه پورې د دوی له نظره صحیح مُستشرق نشي ګڼل کېدلی تر څو پورې چې: د مسلمانانو ژبه یې نه وي زده کړی؛ او د یو مُستشرق لپاره لکه چې مخکې مو یادونه وکړه؛ د شرق په اړه څېړنې تر هغه پورې شونې (ممکن) نه دي؛ تر څو پورې یې چې لومړی د هماغه ځای د خلکو ژبه نه وي زده کړي؛ نو له همدې کبله په لنډه توګه ویلی شو چې: مُستشرق هغه غربي(کافر) عالم ته ویل کېږي چې: څوک د شرقي علومو؛ ژبو او ادبیاتو په اړه پراخ معلومات ولري)).
د استشراق (ختيځ پېژندنې) تاريخ:
په ځانګړي ډول د ختيځ پېژندنې تاریخ او د پېل نېټه څرګنده نه ده ولې دې حقيقت ته په کتو سره چې کله غربي نړۍ په صليبي جګړو کې له ماتې سره مخ شوه په همدې وخت کې د اسلامي نړۍ ډېر شمير هېوادونه د نړۍ په ختيځ اړخ کې ميشت وه . اسلامي نړۍ د نورې نړۍ په پرتله تر ټولو متمدنه او پرمخ تللې وه پدې وخت کې غربي نړۍ پدې هڅه کې وه چې د اسلامي ختيځ تمدن غلا کړي او ګټه ور څخه پورته کړي نو له همدې کبله يې ځينې خلک ددې لپاره وګمارل ترڅو له اسلامي ختيځ څخه علوم زده کړي.
چې دا کارپه اومه ميلادي پېړۍ کې هغه وخت پيل شو کله چې صليبيانو خپل بريدونه د مسلمانانو پر خاوره ګړندي کړل په همدې وخت کې فونس دا غوښتنه وکړه چې دوى بايد د مسلمانانوعلوم زده کړي او د اسلامي تمدن څېړنه بايد وشي.
ددې خبرې معلومول چې لمړنى ختيځ پېژندونکى يا لمړنى هغه شخص څوک ؤ چې ددې کار لپاره وګمارل شو پدې هکله دقيق معلومات نشته ولې بيا هم پدې هکله ځينې نظريات شته د بېلګې په توګه :
ډاکتر مصطفى سباعي رحمة الله عليه په خپل کتاب (الاستشراق والمستشرقون) کې ويلي دي چې (په دقيقه توګه دا نه ده څرګنده چې لمړنى مستشرق څوک دی ولې دا خبره په وثوق سره ثابته ده چې د لوېديځ ځينې مسيحي راهبانو (صوفيانو) د اسلامي اندلس د اسلامي عظمت او لوړ تمدن په وخت کې هلته د ورتلو اراده کړې وه او تللي وه او د اندلس په مدرسو کې يې د اسلامي علماؤ څخه زده کړې وکړې او مختلف علوم يې ورڅخه زده کړل.
چې د هغو له ډلې څخه يې فلسفه ، طب او رياضي د خاصې يادونې وړدي او بيا چې کله خپلو هيوادونو ته ستانه شول نو د قران کريم اونورو عربي کتابونو ژباړه يې خپلو خپلو ژبو ته وکړه چې ددغو راهبانو څخه د مسلمانانو لمړنى شاګرد او لمړنى مستشرق فرانسوى راهب (جيربرټ ) دويم شاګرد (پطرس) او دريم شاګرد (جيرارډ، ډي ګريمون) وو چې په ١١٨٧م کال کې تېرشوى دى .
سيد حبيب (شاکر) په خپل کتاب (فکري جنګ) کې ليکي چې لمړنى ختيځ پېژندونکې چې اسلامي اندلس ته د اسلامي علومو د زده کړې لپاره تللى و فرانسوى (جورس) وه چې په ٩٩٩م کال کې د اندلس له مدرسو څخه فارغ شو او روم ته له تلوسره سم د روم د کليسا پاپ مقرر شو.
د استشراق اهداف
مستشرقین په ټولیزه توګه د لاندې موخو او مقاصدو لاسته را وړلو لپاره هلي ځلې کوي:
1.نړیوالو ته اسلام د موجوده یهودیت او مسیحیت څخه نقل شوی دین معرفي کول.
2. په قرآن، حدیثو او د رسول الله ﷺ په رسالت کې خلکو ته شکونه پیدا کول.
3.موضوعي او ضعیف حدیثونه په دلائلو کې وړاندې کول او اسلامي فقه له رومي قانون څخه ماخوذه معرفي کول
4. اسلامي عادات ، حقایق او ثقافت د خپلو سیاسي اهدافو لپاره مطاله کول.
5. د مسلمانانو د جاسوسې لپاره د اسلامي هیوادونو ژبي زده کول او له عربي سره د مسلمانانو اړیکه کمزوري کول او په هغې کې د نورو ژبو اصطلاحات ځای پر ځای کول.
6. په عربي هېوادونو کې د فصیحي عربي ژبې پرځاې قدیمه او عامیه ژبه عامول او په اسلامي هیوادونو کې اروپايې ژبي رسمي کول.
۷. د مسلمانانو قومونو ترمنځ اختلافونو ته وده ورکول او مسلمانان نړې ته کمزوري اوناپوه معرفي کول.
۸. مستشرقین د جهاد غلط تاویلات کوي او کوشش کوي د اسلامي دعوت مخه ډب کړي تر څو که خلک مسیحیت نه مني چې لږ تر لږه اسلام هم ونه مني، په ځانګړې توګه لوېدیځه نړۍ له اسلام څخه لري ساتي او د دې لپاره کوښښونه کوي.
۹. دوي د شرق پر علومو تحقیقات کوي، کتابونه لیکي او بیا يې په ټوله نړۍ کې خپروي او له همدې لاري بې شمېره پیسې لاس ته راوړي.
۱۰. مستشرقین د خپل ذوق سره سم د شرقې علومو موضوعات د خپلو تحقیقاتو محور ګرځوي، دوی ځینې داسې کتابونه هم لیکلي دي چې د مسلمانانو تر هغو هم ګټور دي، خو په دغو کتابونو کې خپل زهرجن تبلیغات هم خپروي.
د استشراق موضوعات:
مستشرقین په عامه توګه په خپلو لیکنو او ویناوو کې پر لسو موضوعاتو بحث کوي
1. د الله تعالی ذات: مستشرقین د الله تعالی د ذات په اړه فلسفي بحث کوي، د پخوانیو فلسوفانو له لیدلوري سره سم د الله تعالی د ذات په اړه تشریح کوي چې په دې سره د خلکو په زړونو کې شکونه او شبهات پیدا کوي او خلک بې لاري کوي، او وخت نا وخته خو یو لوستونکی له دوی څخه د زیات اغېز له امله د کفر تر حده ورسیږي.
2. د محمد ﷺ رسالت: مستشرقین د رسول الله په رسالت تر ټولو زیاتي لیکني کوي او په دې تړاو منفي او ناسم شیان لیکي تر څو خلک د رسول الله له رسالت څخه منکر کړي.
3. قرانکریم: د قرانکریم، د حفاظت او تدوین او لیکلو په اړه په خپلو تصنیفاتو کې داسې لیکنې کوي چې ګواکې قران په سمه او خوندي توګه نه دی لیکل شوی، انساني تصنیف دی او په اصلي بڼه نه دی لیکل شوی مګر دوی په داسې یو حققت سترګي پټوي چې هیڅ څوک ترې انکار نشې کولی.
4. حدیثونه: مستشرقین کوشش کوي چې په خپلو کتابونو کې د حدیثونو تدوین تر شک لاندې را ولي، د حدیثو په امامانو او هغو باوري راویانو چې له پیله تر اوسه ټول اسلامي امت پرې باور کوي نیوکي کوي او مسلمانان د دوی په تشخص بد ګومانه کوي، دوی ځیني نښې نښانې او جزﺉي خبري جمعه کوي او هڅه کوي د هغو حدیثو اسناد کمزوري معرفي کړي چې ټول امت یې د صحیح والي ګواهي ورکوي تر څو د جرح او تعدیل د علماوو کارنامې تر سوال لاندې را ولي.
5. اسلامي فقه: په اسلامي فقه بحث کوي او وخت نا وخته داسې اټکلونه کوي چې ګواکې اسلامي فقه له رومي قانون څخه سرچینه اخلي، او په خپلو تحقیقاتو کې دا ګومان کوي چې فقه د قرآن او حدیث له اصولو سره ټکر ده او د اسلامي فقه په امامانو بې ځایه او ناسمي نیوکي کوي، خو په حقیقت کې هیڅوک دا نشې ثابتولی چې د فقه او یا حدیث کوم امام دي رومي قانون ویلی وي، یا روم ته تللی وی او یا دا چې هغه مهال په کوم اسلامي هیواد کې د رومي قانون زده کړه شوې وي.
6. د قرآن ژبه: یعني په عربي ژبه بحث کوي، کوشش کوي چې عربي ژبه پخوانۍ او کمزورې ژبه وښایې او عبراني او سریاني ژبه تر دې غوره وبولي.
7. سیرت النبي: په نبوي سیرت نیوکي کوي، په دې موضوع لیکل شوي کتابونه کمزوري معرفي کوي او د نبي علیه السلام د ژوند په اړه ناسمې او بې ځایه پوښتني را ولاړوي تر څو د نبوي سیرت په اړه د خلکو په اذهانو کې شکوک پیدا کړي.
8. د اسلام تاریخ: مستشرقین د اسلام په تېر تاریخ نیوکې کوي، د مسلمانانو ځلانده او علمي تمدن بد معرفي کوي، هغه مسلمان علمي شخصیتونه چې ټولې نړۍ ته یې ګټه رسولې تر نیوکو لاندې را ولي او غواړي له اسلامي نظام څخه خلک ناخبره او متنفر کړي.
9. د مسلمانانو ډلي: د مسلمانانو ډلي بدي معرفي کوي او کوشش کوي چې ګمراه ډلي رښتیني وښیي او رشد ورکړي، دوی کوشش کوي وښیي چې مسلمانان د نوښت پالنې سره ټکر دي او همدوی نوي ساینس د پرمختګ په وړاندې خنډ دي.
10. اسلامي هیوادونه: د ځینو ځانګړو اسلامي هیوادونو په اړه لیکني کوي او په اړه یې داسې بوږنونکي نشرات کوي چې د ولسونو تر منځ یې واټن را ولي.
د مستشرقینو د بې لارۍ لاملونه:
مستشرقینو په بنسټیزه توګه اسلام د دې لپاره نه مطالعه کوو چې دا دین زده کړې او حقیقت ته یې ځان ورسوي بلکې هغوی غوښتل چې د مسلمانانو دین او ثقافت مطالعه کړي او له دې دین څخه د مسلمانانو په ضد د یوې وسېلې په توګه کار واخلي او د دوی د بې لارۍ ځیني مهم لاملونه دا دي:
1. د دې په ځای چې د دین مستندو شارحینو ته رجوع وکړي له خپل ذوق سره سم یې دین تشریح کاوه.
2. عقایدو ته یې له تاریخي لیدلوري کتل.
3. اسلام یې د لوېدیځو ادیانو له لید لوري سره سم مطالعه کاوه او د لوېدیځ نوښت پالنې له هندارې څخه یې ورته کتل.
4. د ژبو په زده کړه یې ډېر تمرکز کاوه او د عقایدو تشریح یې تر ډیره د لغت له پلوه کوله.
5. دین او تصوف ته د فلسفې په نظر کتل.
6. د مذهب په حقیقت نه پوهېدل.
7. د غرب د مسیحي دین په اړه بې ځایه او ناخبره تحقیقات کول
د مستشرقینو مخنیوی:
د دې لپاره چې له استشراق سره ښه مقابله وشي لاندې څو ټکي دې په پام کې ونیول شي:
1. د فکري جګړې مظمون دې د اسلامي نړۍ د مدرسو،مکتبونو او پوهنتونو په نصابونو کې د مهمې ماد په توګه شامل کړي شي.
2. د وخت پېژندنې د مقابلې لپاره دې ځانګړې ادارې جوړي شي او یا لږ تر لږه په تعلیمي ادارو کې د استشراق تخصصي څانګي پرانستل شي. او ناوخته دې لنډ مهاله سیمنارونه جوړ کړل شي او د دې کار لپاره دې د ختیځ پېژندنې متخصصین وګمارل شي.
3. په دعوتي ډګر کې دې د عامه پوهاوي لپاره په غونډو او مجالسو کې عامو خلکو ته د مستشرقینو اصلي څېرې او حقیقت ور وپېژندل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *