
اسرائیلي پوځ پر غزې د ځمکني برید د پیل اعلان وکړ
د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې پرون جمعه یې هوایي عملیات پای ته رسولي او ځواکونه یې پلي دغزې پر تړانګه مارش کړي.په غزه کې د حماس او اسراییلو له جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې اسراییل غزې ته ننوځي او د ځمکنیو عملیاتو خبره کوي.د یاد خبرداري سره سم د غزې یو شمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي. تر دې وړاندې اسراییلو د غزې اوسېدونکو ته ۲۴ ساعته وخت ټاکلی و چې غزه تشه کړي.د اسرائیلو د پوځ ویاند اعلان کړی چې ځواکونه یې په غزه کې دي، ګڼ عسکر یې پیاده دي او له یادو عملیاتو یې موخه د سیمې چاڼ او د هغو کسانو پته موندل دي چې له اسراییلو سره برمته دي.
رویټرز لیکي چې د غزې ګڼ خلک لویو لارو او سړکو ته راوتي او خپل کورونه یې پرېښي دي. ځینو غزه مېشتو ویلي چې سیمه نه پرېږدي.
حماس خبر ورکړی چې د ویني تر وروستي څاڅکي به جنګیږي او غزه نه پرېږدي.