
اسرائیلي ځواکونو له فلسطیني ټپیانو ډک امبولانسونه بمبار کړي
اسرائیلي ځواکونو یو ځل بیا ستر بشري جنایت ترسره کړ او له فلسطیني ټپيانو ډک د امبولانسونو کتار یې بمبار کړ.دغه امبولانسونه چې پرون پکې د غزې جنوبي برخه کې رفاح پولې ته ټپیان لېږدول کېدل؛ څو مصر ته د درملنې په خاطر لاړ شي، د هوايي برید ښکار شول.
د غزې د روغتیا وزارت مسؤلینو ویلي چې: هر امبولانس کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ ټپیان ځای پر ځای شوي وو.دوی زیاته کړې چې اسرائیلي ځواکونو د یاد کتار ترڅنګ په شفاء روغتون هم بمبار کړی چې په نتیجه کې یې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره ویلي چې د برید په اړه یې سور صلیب او نړیوالې ټولنې ته خبر ورکړی او ټول معلومات یې ورسره شریک کړي دي.
نوموړي وویل چې: د روغتون په مخکې عامو خلکو باندې هم بمبار شوی دی، چې لسګونه ښځې او ماشومان پکې شهیدان شوي دي.
په ورته وخت کې الجزیره تلویزیون خبر ورکړی چې ممکن په بمبار کې د شهیدانو شمېر ۱۰۰ شاوخوا وي.
بل لور ته اسرائیلي ځواکونو د شفا روغتون او امبولانسونو بمبارول تائید کړي او زیاته کړې یې ده چې له یاد روغتون څخه د حماس وسله والو ګټه اخیسته.