نړۍ

اسراییلو الجزیره شبکه وتړله

د الجزیرې د راپور له مخې د اسراییلو پارلمان د رایو په اکثریت سره ټولې بهرنۍ رسنۍ تړلي دي. یاد پارلمان هغه قانون تصویب کړ چې له مخې یې د ټولو ګواښمنو بهرنیو رسنیو فعالیت دروي.
ددغه قانون تر تصویب وروسته نتانیاهو وویل چې د الجزیرې رسنیز فعالیت به په مطلقه توګه وتړي.
د اسراییلو لومړي وزیر وړمه ورځ وویل چې د الجزیرې فعالیت به د روانې جګړې ترپایه په هغه هیواد کې وځنډوي.
رویټرز ته په رسیدلي سند کې ویل شوي چې د اسراییلو پارلمان به په ټول هېواد کې هغه تلویزیوني شبکې وتړي چې د دغه هېواد داخلي امنیت ته ګواښ پېښوي.
د ویلو ده چې صهیونیستانو په قصدي ډول په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې لسګونه خبریالان وژلي او د ډېرو رسنیو فعالیتونه یې له ځنډ سره مخ کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *