لیکنېمقالی اوتبصرې

اسلامي امارت، اقتصادي اړيکې او رسميت پېژندنه

د افغانستان له فتحې راهيسې يو شمېر سياسي محدیتونو ته په کتو سره د ا.ا.ا. په اقتصادي ډګر کې خورا چټک روان دی، په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او حتی د تيرې ادارې ځينې بهرني پورونه يې پرې کړي دي.
له یو شمېر هېوادونو سره د ډيپلوماټيکو اړیکو تر څنګ اقتصادي او سوداګريز اړيکو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوی چې ښې بېلګې يې ګاونډي او د منځنۍ اسيا هېوادونه دي.
د ۲۰۲۳ ز کال د ډيسمبر په لومړۍ نېټه په چین کې د افغان سفارت لپاره د سرپرست حکومت له‌خوا ګومارل شوي سفیر اسدالله بلال کریمي په پېکېنګ کې د ۴۲ نویو سفیرانو په ډله کې خپل باورلیک د چین ولسمشر شي جین پینګ ته وړاندې کړ.
له چین سره د دې لوی ډيپلوماټيک پرمختګ تر څنګ چينايي چارواکو ويلي چې د یوه کمربند او یوې لاري پروژې په چوکاټ کې د افغانستان په بیخ بنسټيزو پروژو کې به مرسته وکړي. چين له دې وړاندې په منځنۍ اسيا کې د یوه کمر بند او یوې لارې پروژې په چوکاټ کې د پام وړ پانګونه کړې ده.
څه موده وړاندې قزاقستان له افغانستان سره د سوداګريزو اړيکو پراختیا سره سره تر دې کچې وړاندې ولاړ چې د ا.ا.ا. يې رسماً د هغه تحریم شويو ګروپونو له لېسته ویست چې دوی پرې په‌خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی و او په دې ډول کړنې سره د هېوادونو د ليست په سر کې راغی چې له اسلامي امارت سره د رسمي ډيپلوماټيکو اړيکو د ټينګښت پيلامه بلل کېږي.
د افغانستان په اړه په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو له ډلې څخه د کابل – عشق اباد د لوړو پوړو ډيپلوماټیکو چارواکو ناسته وه چې په‌کې د دواړو لورو ترمنځ د یو شمېر بنسټيزو مسائلو تر څنګ په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پر پيلېدو خبرې وشوې. همدارنګه ترکمنستان د روان کال د مارچ په ۳- ۵ مه د ترکمن – افغان د یوه لوی سوداګريز فورم او د افغان توليداتو د نندارتون کوربه وو.
بل‌خوا د یادو پرمختګونو سره سره د ډله ييزغرب په مشرۍ امریکا او خبري امپريالېزم يې بیا د بېلابېلو چينلونو او نفوذي بین المللي بنسټونو له لارې هڅه کړې په افغانستان کې د تازه رامنځته شوي حکومت او پرمختګونو پر وړاندې خنډونه جوړ او ذهنونه مشوش کړي.
د اشغال پر مهال يو شمېر ګاونډيو او د سيمې هېوادونو د آرامۍ احساس نه کاوه او په افغانستان کې بهرني ځواکونه یې خپل ملي امنیت او ملي ګټو ته خنډ بلل. ځکه د همدغه اشغالګرو په حضور کې داسې ډلې ټپلې رامنځته شوې چې غوښتل يې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره سيمه په مدیریت شوې بڼه نارامه کړي. له همدې امله د سيمې هېوادونو سره لويې مشترکې او جلا پروژې له خنډ سره مخ وې.
خو په افغانستان کې د ا.ا.ا. په بیا واکمنېدو سره په هېواد کې سراسري امنیت رامنځته شوی دی، د ګاونډیانو او سيمې هېوادونو سره په ځانګړي توګه اقتصادي، سوداګريزې اړيکې ښې شوي او پخوانۍ لویې پروژې د پېلېدو او تطبيق په درشل کې دي.
په نړۍ په ځانګړي ډول په سيمه کې د دوو لویو قدرتونو سره لویه بالقوه اندېښنه د افغانستان په اړه دا ده چې هسې نه دا خاوره د دوی پر وړاندې وکارول شي،خو د ا.ا.ا. له ډېر پخوا په وار وار پر هر ملي او بین المللي سټېج دا خبره کړې چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې وکاروي، تل يې ویلي چې په سيمه کې ثبات او امنیت د ټولو په ګټه دی او تر دې مهال داسې کوم ګواښ هم د افغانستان له اړخ نه‌دی لیدل شوی.
له همدې امله د سيمې هېوادونه په افغانستان کې اوسنی پياوړی مرکزي حکومت د یوه واقعیت په توګه مني او په دې باور دي چې د ا.ا.ا. يوزاينی بې بديله قدرت دی او د هغه سره له نه تعامل په پرتله تعامل ورته ګټور بريښي.حتی ځينې ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول چين په دې باور دي چې د ا.ا.ا. سره نه تعامل کول ممکن نورو تخریبونکو سناریوګانو ته زمينه برابره کړي.
په واقعیت کې د ا.ا.ا. د رسميت پېژندنې موضوع يوازې د وخت مسئله ده چې د وخت په تېرېدو سره حل کېدی شي. د اوکرايني مستشرق گریگوری ماوروف په باور د ا.ا.ا. د رسميت پېژندنې مسئله د پخوانۍ روسي امپراتورۍ په خاوره کې د بلشویکانو سره تقریباً ورته والۍ لري. د نوموړي په اند په لومړي سر کې ډیری دولتونو له بلشویک روسیې سره له تعامل څخه ډډه کوله خو بیا وروسته د اقتصادي اړیکو پراختیا ډیپلوماټیکي رسميت پېژندنې ته لار هواره کړه.
دا چې د ا.ا.ا. له لوري د رسمیت پېژندنې ټول حقوقي او منطقي شرایط بشپړ شوي خو لا تر اوسه دغه نظام په رسميت نه‌دی پېژندل شوي تر ډېره بریده مسئلې سياسي اړخ نیولی او په دې برخه کې داسې شرایط په ګوته کېږي چې د هغوی منل د افغانانو د ملي ګټو او املي امنیت پر خلاف دي.
په نړيوال سیاست کې یوه مشهوره مقوله ده « کورنی سياست د بهرني سياست هنداره ده» نو که د ا.ا.ا. کور دننه د ملي قدرت د عناصرو پر ټينګښت او رغښت کار وکړي او خپلې کورنۍ دندې پر وخت تر سره کړي دا چاره به د رسميت پېژندنې طلسم هم ورو ـ ورو اوبه کړي.

ثناءالله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *