لیکنېمقالی اوتبصرې

اسلامي امارته ! مدیون دې کړو

د انسانانو تابع او رامول څه آسانه خبره نه ده! که یو سړی هر څومره زورور هم وي، خو چې د بل زړه لاسته را نه وړي، نه تابع کېږي.
په پښتو کې متل دی چې وایي: ((انسان تابع د احسان دی)) ګواکي تر څو چې له انسان سره احسان (نیکي) و نه کړې، تر هغې یې زړه هم لاسته نه شی راوړلی.
منو چې ځینې خلک به د زیات زور او ظلم له لارې پر ځینو نورو تر یوه وخته راج و چلوي، مګر تل نه.
په فارسي کې یو شعر دی چې وایي: ((چراغ ظلم تا به سحر نمیسوزد، اگر سوزد شب سوزد شب دیگر نمیسوزد)) شاعر یې نه پېژنم! خو چې هر څوک دی، زه درناوی ورته لرم! ځکه چې ډېر ښه یې ویلي، ریښتیا هم همداسې ده! د ظلم چراغ تل نه شي بلېدی، که بل هم شي نو یوه شپه دوام ورکړي دریمه خامخا ګلیږي.
د افغانستان اسلامي امارت افغانان کلک مدیون کړل، ځکه خو نن د زړه له تل څخه مینه ورسره ساتي.
خیر! دا طبعي خبره ده چې هره ډله، هر نظام او آن هر فرد لا دوست او دښمن لري، خو ځینې پخپله بد دي او د ځینو یې بیا دښمنان بد وي.
اسلامي امارت دلته لږ تر لږه یو میلیون خلک د واک له نیلیو کوز کړل! نو ولې به نن عُقده نه ورسره ساتي او تعصب به نه ورسره کوي!؟ د دغو ښويېدلو اقشارو زیاته برخه اوس په غربي پنډغالو کې د سوشل مډیا کنسرتونو ته ګډېږي او له هغې مځکې د مقاومت نارې وهي، ځینې یې دلته موچیان شوي، خو ځینې نور بیا د سرک پر غاړو جرابې، سیګریټ او زړې رادیوګانې خرڅوي.
په هر حال… اوس مو وروڼه دي! الله دې لومړی ټول اصلاح کړي او بیا یې دې رب له احتیاجه وباسي؛ موږ شجاعت لرو! ځکه خو مو بد نه هغه وخت پرې لورېدل، نه اوس او نه هم له دې وروسته.
سخته ده! چې د بدماشۍ برېتونه وخریې او بیا د لارې پر سر پنځو او لسو ته ناست وې.
هغوی چې له وطنه تښي هم یې دې رب راولي، بې وطنه ژوند عیناً بې کفنه مرګ دی!
زه چاته پیغور نه ورکوم! خو دا وایم چې: هر څوک ظلم او کبر کوي، انجام به یې خامخا خرابېږي.
که نن خدای مکړه د اسلامي امارت منسوبین هم کبر او ظلم وکړي، نو سبا به یې همدا حال وي.
ګورئ! ما په بار بار ویلي چې؛ که مو ټیټال یا چاپه لوسي را په کې ولیده، نو مرګ مې درته بښلی او را ځوړند مې کړئ، مګر هو! مینه نو نه شم پټولی، ګواکي تر څو مې چې د زړه خبره و نه کړم، نا آرام وم، ځکه خو ځینې راته وایي چې: ستا مینه هم لېونۍ ده او کینه دې هم.
اې! نن چې په یوه موټر کې اوسنی وزیر یوازې له مزار څخه کندهار او یا له نیمروز څخه ننګرهار ته ځي راځي، دا راج نه دی، بلکې محبت دی! پرون چې د چا ځمکه او هوا دواړه په لاس کې وو! هم به یې عادي افراد بلکې ترافیک لا ولایاتو ته په لویو لوجیستیکي کاروانونو کې تلل راتلل، چې له پاسه به الوتکې پرې ګرځېدې او لاندې به سلګونه وسلوال کسان او لسګونه زغره وال ټانګونه ورسره وو، خو بیا به هم ټول روغ نه رسېدل او هر ځای به یې د پتلانونو ټوټې پرتې وې؟
که هغه مهال موږ (ملت) له اسلامي امارت سره صادقانه ملتیا وکړه، نو نن دوی هم تر درانه احسان لاندې کړو، ځکه یې رام کړي او آرام کړي یو؛ ګواکي مدیون یې یو چې څه نه ورته وایو.
موږ چې پرون څه ورکړي وو، نن یې بېرته څو چنده را کړل او راکوي یې. موږ یې په امنیتي لحاظ دومره آرام کړي یو، لکه خوب چې وینو! بېګا چې ویده شو، بیا فقط د سهار لمانځه ته را ویښيږو؛ ګواکي نه چاپه شته، نه بمبار او نه هم ټوله شپه د الوتکو بنګ بونګ چې نا آرامه مو کړي.
الحمدلله! په هېواد کې مو نن یو وسلوال خارجی هم نشته چې په ساعتونو به یې پر لویو لارو انتظار کړي وو؛ د دوی ټانګ به چې تر مخ ؤ، نو د چا پلار قدرت نه لرلو تر څو مازې ترې مخته شوی لا وای؛ خو نن موږ په نظامي موټرو پسې هارنونه کوو او هغوی (پرته له کوم اندک عکس العمل څخه هم) لاره راکوي.
پخوا د کابل او ولایاتو زیاتره هغه کوڅې پاکې تړل شوې وې، چې هلته به د کوم ځګّن کور ؤ! خو نن د وزیرانو له دروازو سره هم هر سړی تېرېدلی شي او هېڅوک څه نه ورته وایي؛ دا خال خال کارونه بې سر او پښو دښمن خراب کړل، کنه نو یقین لرم چې یو سیمټي جدول یا اغزن تار به هم چا په ښارونو کې نه وای لیدلی.
نو اسلامي امارته! په ریښتیا دې مدیون کړو.
هېواد مو دې آزاد کړ او خپلواک دې کړو، خاوره مو دې د پردیو له پلیتو پلونو پاکه کړه، نن دلته د باروتو سمّي بویونه نشته، په نیمه شپه مو اشغالګر ظالمان دروازې په لغتو نه را ماتوي او نه یې په چسپکیو بمونو را الوزوي ، د پردیو بد اخلاقو لښکرو ګزمې مو اوس نه ځوروي، زندانونه مو تش دي، په تیاتر او ټلویزیونونو کې مو ځوروونکې فحاشۍ اوس نه خپرېږي، معادن مو د زورواکو په لاسونو کې نشته، عوائد او مصارف مو ټول خپل شول، بودیجه پخپله او له خپلو عوائدو څخه تصویبوو، احصائیه مو خیالي نه بلکې واقعي شوه، اوس مو په یوه ښار کې هم د پوډریانو څرک لا نشته، د ټولو نشه یي توکیو کر کیلې او کار بارونه بند شول،لویې زير بنایي پروژې پیل شوې، په پارکونو کې مو اوس بې لارې نجونې او هلکان نشته، په کثافتدانیو کې دا مهال د شرابو بوتل نه تر سترګو کیږي، د افغانستان هېڅ کونج هم اوس داسې نشته چې ورتګ ورته سخت وي بلکې ټول افغانستان په کامله توګه یو موټی شوی او تر واحد نظام لاندې رام او آرام پروت دی.
خو له ټولو مهمه دا چې؛ اوس له حکومتي کسانو څخه زیاتره د ملت وېره نه! بلکې مینه ورسره کوي.
ټولې دولتي ادارې له رشوت څخه پاکې شوې.
نو یقیناً چې اسلامي امارت موږ مدیون کړو، خو الله پاک یې دې راته وساتي او رب یې دې په صفوفو کې یوه داسې خدایي تصفیه راولي، چې ټول نا اهله خلک ترې ورځي او پر ځای یې اهل ور د ننه شي.

امین وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *