لیکنېمقالی اوتبصرې

اسلامي امارت افغانستان کې د خبرو اترو يوازنۍ مرجع ده

د ناروې د بهرنيو چارو وزيرې په افغانستان کې  له اسلامي امارت سره تعامل او خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې ده.

تبصره- آژانس باختر

د ناروې د بهرنيو چارو وزيرې په افغانستان کې  له اسلامي امارت سره تعامل او خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې ده.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د ناروې د بهرنيو چارو وزيره آنيکېن هويتفيلد وايي چې هېواد به يي په افغانستان کې له سرپرست  حکومت سره تعامل ته دوام ورکړي او له خبرو اترو پرته په افغانستان کې له موجود نظام سره بله لاره شتون نه لري.

هغې پر دې ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د خبرو اترو لپاره له اسلامي امارت پرته بل هېڅ بديل شتون نه لري او موږ اړتيا لرو له هغوى سره خبرې اترې وکړو.

د سياسي کارپوهانو په باور د ناروې د بهرنيو چارو د وزيرې څرګندونې په افغانستان کې په واقعيتونو اعتراف دى یعنې اسلامي امارت په افغانستان کې  يو عيني واقعيت دى او که چېرې د دغه هېواد په اړه کومه خبره وي، د خبرو اترو لپاره يوازېنۍ مرجع په افغانستان کې اسلامي امارت دی.

دغه څرګندونې کولاى شي په افغانستان کې له اسلامي امارت سره د تعامل مفکوره پياوړې کړي او دغه نظام په افغانستان کې د اغيزمن او تصميم نيوونکي مرجع په توګه ومنل شي.

مخکې له دې هم يو شمېر نور هېوادونو له اسلامي امارت سره د تعامل او خبرو اترو غوښتنه کړې وه او دغه غوښتنه په هغه نړيواله غونډه کې، چې څه موده مخکې په ازبکستان کې جوړه شوه هم مطرح شوې وه.

د دغې غونډې برخه والو له اسلامي امارت سره پر تعامل او خبرو ټينګار درلود.

په امريکا کې يو قطري ديپلومات په يوه ياداښت کې چې د والستريت ژورنال په واک کې ورکړى و، د افغانستان له اسلامي امارت سره د قطر د دوحې تعامل دفاع وکړه او ټينګار يې کړى و چې په افغانستان کې له موجود نظام سره تعامل د دغه هېواد د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ضروري دى، په داسې حال کې چې د تعامل نشتوالى به د بېوزلۍ او نورو ستونزو د پراختيا لامل شي.

په واشنګټن کې د قطر سفارت مطبوعاتي مسوول علي الاانصاري ويلي چې له اسلامي امارت سره نه تعامل د افغانستان د خلکو د هېرولو په مانا ده.

دغه څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ  د تفاهم مفکوره چې د اسلامي امارت له خوا مطرح شوې ده د پياوړتيا په حال کې ده او زيات هېوادونه اسلامي امارت په افغانستان کې د تصميم نيولو يوازېنۍ مرجع بولي او که چېرې د دغه هېواد د نظام په اړه کومه خبره ولري د خپلې  پوښتنې د ځواب د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې اسلامي امارت بولي.

اسلامي امارت د ناروې د بهرنيو چارو د وزيرې وروستي دريځ هرکلى کړى او د اسلامي امارت وياند هم په خپل وار ټينګار کړى دى چې د تعامل په افغانستان کې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره يوازينی لاره ده.

د افغانستان اسلامي امارت سره  تعامل د ستاينې وړ دی ځکه پايله يې پرمختګ او د اړيکو دوام دى چې ګټه يې ټولو ته رسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *