مقالی اوتبصرې

اسلامي امارت او مسؤلیت یې

زه داسې انګېرم چې افغانستان ته د پخواني شوروي د پوځونو را کشول هم د غربیانو نقشه وه ، ترڅو یې د افغانانو په لاسونو سم وځپي او په دغې توګه د ويتنام وار ترې واخلي او د تل لپاره یې اقتدار ورختم کړي ، ځکه خو چې کله د (ثور انقلاب ۷/۲/۱۳۵۷) په نوم ظالم او بې رحمه غورځنګ بریالی شو او سردار محمد داود خان یې له ټولې کورنۍ سره په وحشیانو توګه له منځه یووړ ، نو سملاسي غربیان لاس په کار شول او په نوي جوړ شوي پاکستان کې يې افغانانو ته کمپونه ورغول ترڅو یې هملته په نظامي توګه وروزي او کلک یې مجهز کړي ، دا لړۍ کلونه کلونه روانه وه ؛ د عربو سپین بانکي چېکونه او د امریکا له پرېمانه وسلو ډک موټر به شپه او ورځ پاکستان ته را روان وو، خو پاکستان به لومړی خپل ځان مجهز کړ بیا به یې هغه پاتېشوني افغانانو ته ورکول.په هر حال… جګړه روانه او افغانان په کې سوزېدل تر دې چې د دیارلسمې شمسي سدۍ په اوومه لسیزه کې یې د شوروي اتحاد هغه نه ماتېدونکی پوځ مات کړ، نو د افغانانو له دغې فاتحانه موقف څخه نه یوازې روسان بلکې غربیان او پنجابیان هم وډار شول، چې ګواکي افغانان په ريښتیا سره خطرناک خلک دي! ځکه یې کوښښ وکړ چې اوس د یوه بل قدرت په زور دوی هم مات کړي.
بلې ! امریکایان پوهېدل چې افغانان هېڅکله هم بهرنی پوځي قدرت په خپل هېواد کې نه شي زغملی ځکه یې دا وار تمرکز پخپله د افغانانو په ځپلو وکړ، خو هېڅ داسې څوک یې پيدا نه کړل چې تر افغانانو قوي وي! تر دې چې یو بل فکر ورته پيدا شو او دا مېړني جنګیالي ځوانان په خپلو منځو کې سره واچوي او یوپه بل یې ووهي ، دا غوره لاره وه چې پاکستان یې زمه واخیسته او پر نقشه یې عملي کار پیل کړ، نو دغې نقشې د دوی تر اټکل هم زیات کار وکړ او نتیجه یې دوی ته مثبته وخته ، ځکه خو یې کش ورکړ! تر دې چې افغانان یې په ريښتیا سره داسې وځپل ، چې نور نو دا توان هم نه ؤ پکې چې بل څوک ترې و ډار شي.هو ! همغه ځوانان چې پرون یې شوروي ګونډه کړ ، نن یې د خپل ورور په وینو لاسونه سره شول.خو کله چې بااحساسه افغان مبارزینو دا حالت ولید، نو دوی هم لاس په کار شول او په ډېر کم وخت کې یې ملوک الطوائفي ډلې ټپلې له منځه یووړې ، خو دغه کارغربیان قهرجن کړل او نور یې نو خبره له زغمه ووتله ځکه خو په محظ بهانه پسې شول چې څه رقم افغانستان ته راشي؟ تر دې چې د سپټمبر د یوولسمې طرحه یې عملي کړه او افغانستان یې اشغال کړ.
غربیانو ځکه دا کار وکړ چې هغه مهال د ټولې اسلامي نړۍ په سطحه د اسلامي امارت هرکلی شوی ؤ او خلک یې تعجب کړي وو، نو دوی ووېرېدل چې هسې نه دغه وړوکی ټولی یو وخت نړیوال قدرت وګرځي او یوځل بیا ستر اسلامي زعامت رامنځته کړي.
امریکا په ۲۰۰۱ م کال کې دلته په ډېر غرور سره راغله او بلکل یې دا خبره زړه ته نه لوېده چې یو وخت به دوی هم د شوروي اتحاد په توګه ماتې خوري او شړل کېږي به، خو دا چې ولې يې دومره وړوکي ، د سره پوځ نه ماتېدونکي تاړاک وهلي او بیا د همغو ګورلایي جنګیالیو په لاس ځپلي هېواد ته یې حشر وکړ او هغه هم د داسې هېوادونو حشر چې زیات په کې اټومي طاقتونه وو او داسې پرمختللې وسلې يې ورسره راوړې وې چې موږ په خوب هم نه وې لیدلې.
نه یوازې دا بلکې هغه تښتېدلي افغانان یې هم ټول ورسره راوستل چې د ملت په وینو یې لاسونه سره وو ؟ د دې ټولو ځواب دا دی چې دوی له روس او چین څخه هم وېره لرله ! چې که موږ د پخواني شوروي مرزونو ته له داسې معاصرې او متمدنې تکنالوژۍ سره ورشو، نو د هغوی تند عکس العمل حتمي دی ؛ خو روس او چین ترې ووېرېدل او تر پایه یې افغان مبارزینو ته لاس ورنه کړ.
مګر افغانانو همغه د اسلامي امارت د ستر زعیم او امیر (ملا محمد عمر مجاهد) له ((توکل محض)) څخه کار واخیست. لوی ملا صاحب هغه مهال چې د بي بي سي له یوه خبریال (داود جنبش) سره په یوه مرکه کې په ډېره آرامه او ساده محلي لهجه وویل: ((یو لوی تحول را روان دی او دا به کېږي ان شاءالله چې امریکا به د لېست له سر څخه غررر… د لېست پای ته بوزي)) د همدغه متوکل زعیم تر قیادت لاندې با احساسه افغانان یو ځل بیا را پورته شول او پوره شل کاله یې له ناټو غوندې پوځونو سره ټټر په ټټر جګړه او مبارزه وکړه، تر دې چې ایستلو ته یې اړ کړل او بیا یې په قطر کې آتلس میاشتې چنې ورسره ووهلې او په پای کې یې د همغه تړون پر اساس و ایستل.
اوس راځم خپل هدف ته !
اسلامي امارت ته په وړوکي نظر باید و نه کتل شي ! دا همغه زعامت دی چې هم یې له روس سره ډغرې ووهلې او د دوی په ماتې کې یې پوره برخه واخیسته او هم یې د ناټو نړیوال قوت مات کړ.
یو ټولی چې دوه نړيوال ابرقدرونه مات کړي چې د نړیوال فاتح لقب ورکړل شي.
اسلامي امارت د ټول مسلمه امت لپاره د بریا راز خپور کړ او دا بنده لاره یې د تل لپاره با احساسه ځوانانو ته خلاصه کړه او دا يې عملاً ورته وښوده چې څه رقم د غربي استعمار ځنځیرونه له غاړو ليرې کړل شي او د متجاوز دښمن غاښونه باید څه ډول مات شي.نن سبا چې اسلامي امارت په نړيواله سطحه کوم زهنیت رامنځته کړی د تاریخ په سلګونو کلونو کې یې هم بېلګه نه لیدل کیږي.دغه ستر قوت نه یوازې جګړه وګټله ، بلکې فکرونه یې وګټل ؛ داسې کارونه یې وکړل چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړې ده ؛ د شوروي غوندې پوځ له ماتې وروسته یې له ملوک الطوائفي ګوریلایانو سره ووهل ، له هغوی نه لا خلاص شوي نه وو چې ټولې غربې نړۍ هجوم پرې راووړ او د سوپر او صفر حالت جوړ شو، خو چې کله یې سوپر صفر ته راټيټ کړ بیا یې په تورمخ وشاړه نو یې د افغانان پر وحدت، واحد زعامت او اقتصادي پرمختګ تمرکز وکړ، تر څو خپل هېوادوال د تل لپاره د نورو له احتیاجه خلاص کړي.نړۍ دې له انصافه کار واخلي او حقیقت دې ووایي چې اسلامي امارت نن په ټوله نړۍ کې مثل نه لري او نه داسې قدرت شته چې نور له دغه زعامت سره ځان په یوه جوال کې واچوي او یا یې لږ تر لږه په فزیکي مخالفت لاس پورې کړي ان شاءالله.دا چې د رسمیت جرئت نه شي کولی علت یې يوازې له امریکا څخه وېره ده ځکه چې په نړۍ کې نن سبا هېڅ هېواد هم د امریکا په وړاندې د درېدو جرئت نه لري چې لویه بېلګه يې پر غزه د اسرائیلو وحشیانه بريدونه دي، امريکا یې نېغه تر شا ولاړه ده خو هېڅوک جرئت نه شي کولی چې مه ! او ولې ؟ ورته ووايي.د اسلامي امارت ټول منسوبین باید دغې نکتې ته سم متوجه شي ؛ چې یاد زعامت ته د ټولې نړۍ د مسلمانانو سترګې دي او د امیدونو وروستی سنګر یې بولي او دی هم ان شاءالله خو که موږ ځانونه واړه و نه ګڼو او له وړوکو کارونو لاس واخلو.چا چې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړي، هغوی ممکن یاده نکته درک کړې وي او دې ته یې پام شوي وي چې هغوی یې څومره قدر او عزت کوي او څومره په احترام ورته قائل دي.موږ او تاسو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دلته د دیني عالمانو راتګ ته باید کلک متوجه شو او د هغوی احساسات هم باید زموږ د مشرانو په وړاندې حس کړو ! هغوی په لوړه کچه عالمان دي خو بیا هم زموږ د زعیمانو لاسونه مچو کوي او موږ دغې نکتې ته هېڅ پام نه کوو چې ولې هغوی دا کار کوي ؟
زموږ دښمنان زموږ تعاملاتو ته (چې له نړۍ سره یې پالو) هک پک دي او اور پرې بل دی ، خو موږ هېڅ ورته متوجه نه یو.الله پاک موږ ته داسې زعامت راکړی،چې بل هېواد ته یې نه دی ورکړی! دا یوازې پر موږ د الله پاک ځانګړی پام موږ ته ښيي.د نړۍ په تاریخونو کې تر اوسه داسې پېښه بلکل نه ده شوې چې یوه ستر فاتح ځواک دې خپل دښمن داسې بښلی وي ؛ نه یوازې بښل ! بلکې څنګ ته یې هم ورسره کېنولی ، د لوړو امتیازاتو ورکولو تر څنګ مشورې هم ترې اخلي ، خو دا ځينې ړانده بیا وايي چې هغوی ته احتیاج دی ځکه یې دندې ورکړې.
زه خو وایم چې راځئ په پوره مینې سره دغه نړیوال فاتح ځواک (اسلامي امارت) ته کار وکړو، راځئ چې دا غم وهلي وخت محدوده ختمه کړو او په دې پسې و نه ګرځو چې رسمیات لا پیل نه دي او رسمیات ختم شوي دي.
موږ ته کار ډېر پروت دی او وخت بیخي کم لرو !
دلته یوه خبره د یادونې وړ ده او هغه دا چې د اسلامي امارت ريښتینې خواخوږي کارمندان د وخت پروا نه ساتي ، ستره نښانه یې هم همدا ده چې وختي دفترونو ته راځي او ناوخته ځي او همدغه خلک د اسلامي امارت ريښتینې منسوبین او ريښتیني غړي دي.
ګورئ وروڼو ! که ريښتیا څوک غواړي چې خپل راتلونکی نسل له غلامۍ او دښمنۍ بچ کړي ، نو همدا نن یې فرصت دی ! دا یو زرین فرصت وبولئ او صادقانه اساس کېږدئ !
راشئ چې د اسلامي امارت بقا ته هم داسې کار وکړو لکه بریا ته مو یې چې وکړ.
راځئ چې د دغه ستر او پاک نظام لپاره بنیادي کار داسې فرض وګڼو لکه بریا مو یې چې فرض ګڼلې وه ، که دا کار و نه کړو نو والله که خلاص شو، سبا به بیا د کوم بهرني دښمن له خوا ځپل کېږو او هر څه به مو لوټېږي.
غزې ته وګورئ ! سړی به د عربو اقتصاد څه کړي ! خاورې دې پر داسې پيسو واوړي چې ستا ماشومان په وینو کې لېت پېت پراته وي ، ستا د خویندو لوپټې په وینو سرې او څيرل شوې وي ، میندې او لوڼې دې سرتورې یوې او بلې خواته ته لالهاندې منډې وي او ته د اقتصاد غم اخیستی وې.
څه شو هغه د عربو غیرت چې د یوې خور د لوپټې راټيټولو له امله یې د هغوی له مجازاتو وروسته د یهودو ټوله قبیله له هغې سیمې و ایسته ، مګر نن یې سترګې ړندې دي او سرونه خم.
ننګ دې وي او مرګ دې وي په بې ننګو خلکو.
په پای کې یوځل بیا غواړم دا خبره یاده کړم چې اسلامي امارت یو ستر نړیوال اسلامي حرکت دی ، چې وخت به یې ریښتینی موقف هم ثابت کړي ان شاءالله ، خو پدې شرط چې اساسي کار ورته و شي او منسوبین يې له مقام او منزلت څخه په ایماندارۍ سره دفاع وکړي او ضمناً پخواني کسان چې نن د اسلامي امارت په چوکاټ کې لګیا دي صادقانه خدمت وکړي او له منافقت سره نوره مخه ښه وکړي.
ګورئ وروڼو ! هر هېواد چې مقتدر زعامت ولري همغه قوي او بریالی دی ، تاسو به وایاست چې ولې یوازې د اسلامي امارت غورې کوې ؟ الله مې له زړه خبر دی چې که مې تر دغه صف بهتر صف هر وخت ولید همغه ته ورځم ، خو نن یې بېلګه په ټوله نړۍ کې هم نه وینم.
داسې خارق العاده کارونه کوي چې سړی ورته حیران شي ! یو چا پوره شل کاله له کوره شړلی یې او دښمن دې دومره ستر قوت شاته لري چې بل څوک تاته د پناه درکولو زړه هم د ده له ډاره نشي ښه کولی او تش کور ته دې پردي ځناور باسي او ننباسي ، مقدسات ، نوامیس ، دین ، فرهنګ ، عنعنات او… دې ټول د یوه ځناور په لاسو پایمالوي خو چې ته کله فاتحانه راشې نو دی پر ځای د دې چې مجازات یې کړې ، ویې بښې ، ورور ورته ووایې او بیا یې خپل څنګ ته درسره وساتې او د خپلو ملګرو په تناسب لوړ امتیازات هم ورکوې.
نو په ایمان یې ووایاست چې دا کار په تاریخ کې چا کړی؟
د مکې مکرمې د فتحې په ورځ د انسانیت ستر سالار صل الله علیه و آله وسلم ټول دښمنان وبښل، خو هغوی یې لومړی فکراً تربیه کړل بیا یې دندې ورته وسپارلې، مګر زموږ اوسني زعامت پر همغه خپل حالت پرېښوول او دندې یې هم ورته وسپارلې ؛ نن يې تخریب په خپلو سترګو ویني او حس کوي یې ، خو بیا هم وايي چې خیر دی سم به شي.
مګر زموږ دښمن دومره بې سترګو دی چې بیا هم جګړو ته لمن وهي ؛ خو نه ! اصل کې د دوی روزي په جګړو کې ده او ګټې يې پکې نغښتې ، ګنې هېڅ دلیل نشته چې په افغانستان کې دې جګړه دوام ولري.

امین وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *