لیکنېمقالی اوتبصرې

اسلامي امارت به هرې ستونزې ته په حوصله مندي ځواب وايي

تاریخي پاڼې راپه ګوته کوي چې دنړۍ مستعمراتي ځواکونو دافغانانو په وړاندې له ډول ډول تېرې کوونکو هڅو څخه کاراخیستي ترڅو خپلې ناوړه موخې پلې او ګټې يې خوندي وساتل شي خو په هېواد مین افغانان د پردیو واکمنۍ ته غاړه نه شی کېښودي نو دهرتېرې کوونکي ځواک په وړاندې يې دسرپه بدله دفاع کړی اوخپل هېواد يې دپرديو دواکمنۍ اویرغل څخه ساتلي دي. تل يې داسلامي اصولو په رڼاکې پردښمن رڼا ورځ توره شپه کړی او دجګړې سنګرونه يې دخپلو سرونو په بدله تاوده ساتلي . هيله ده چې تاریخ ليکونکي به يې په زرینو کرښو ولیکي. اوس هم دتاریخ اوږده موده نه ده تېره شوي دهېواد زیات اوسیدونکي دتېرې کوونکو اشغالګرو پر وړاندې دهېواد دمړنیو بچو سرښندنه په ژوندي بڼه ليدلي نو ځکه دهېواد هروګړی دژوند د تاریخ په توګه داسلامي امارت دمجاهدینو سرښندنې نه شي هېرولی اوپه سرښندنویې ویاړي دنړۍ زبرځواکونو ته په تش لاس عبرت ناکه ماتې اسانه کارنه برېښده دلته داسلامي امارت مناسب مدیریت اودهېواد والو بې دریغه ملاتړ وښوده چې پرافغانانو دنړۍ هېڅ کفري طاقت نه شي کولای چې خپل ناوړه پلانونه تطبیق او داسلامي نظام پرته نورې واکمنۍ پرافغانانو واکمنی وکړي له دې کبله يې ټول پلانونه دخاورو سره خاورې شول اوپه ډېره بې شرمۍ تېښتی ته اړ شول . هغوی چې دټولې نړۍ د واکمنۍ هڅې کوي دافغان مجاهدینو په وړاندې دمقاومت توان له لاسه ورکړ او اړشول چې اسلامي امارت غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او اشغال ته دپای ټکي کېږدي. ښه به وي چې تېرې کوونکي هېوادونه خپلو تېری کوونکو کړو وړوته په کتو سره داسلامي امارت په وړاندې دسیسو او توطئو څخه لاس واخلي اواسلامي امارت پرېږدي چې د هېواد د ورانې ویجاړي په خپله افغانان چې ددې هېواد دآزادۍ اوخپلواکۍ له پاره يې قرباني ورکړي راجوړ او جګړې لمن دتل لپاره ټوله شي. که د افغانانوپه وړاندې دستونزو دلټون هڅې بندي شي نوهرومرو به په لږه موده کې دتېرې کوونکو څخه راپاتې شوي ستونزې ورغاول شي او دهوساینې اوږدمهاله لار به را لڼده کړي .همدااوس دسیمې اونړۍ دوه مخې سیاسیون دافغانانو هوساینه نه شی زغملي او دیو لړستونزو په راپيدا کېدو بوخت دي او دهغو استخباراتي لوبو څخه کارواخلي چې دسیمې اونړۍ له پاره زیانمنې دي. لېدل کېږي چې دسیمې هېوادونه دنورو په لمسون او ډله ټپله داسې ناوړه کړنې په لار اچولي چې دهېڅ کاونډي سره نه ښايي. اسلامي امارت په ډېره حوصله مندي او زغم سره دسیمې دهېوادو کړه وړه څاري تمه لري چې ګاونډې هېوادونه درامنځ ته شوي سولې څخه ښه ګټه پورته کړي ترڅو دسیمې ټول هېوادونه پرته له اندېښنو څخه داړیکو دپیوند په ټینګېدو فکروکړي او دتېرو شلوکلنو جګړو تاوتریخوالي ته په کتو سره ښه اومنل شوي اړیکي رامنځته کړي او داقتصادي راکړو ورکړو داسانتیاوو پررامنځ ته کولو خبرې وشي اوهغه لارې ولټول شي چې خنډونه اوستونزې له منځه وړي. زموږ ګاونډي هېواد پاکستان لاتراوسه داسلامي امارت په سوله ییز دریځ نه دې پوهيدلي او دایې هېرکړي چې اسلامي امارت دیو آزاد او خپلواک هېواد په توګه دښو او مناسبو اړیکو له پاره خپله دروازه خلاصه پریښي غواړي چې دټولو هېوادو اوپه ځانګړي توګه د خپلو ګاونډيانوسره ښې اړیکي وساتی اوهره ستونزه چې په سیمه کې رامنځ ته کېږي باید په ګډه دخبرو اترو له لارې هواره شي ځکه اسلامي امارت هېڅ وخت دتاوتریخولاي پلوي نه کوي اودمقابل لوري څخه هم د ورته اقدام غوښتونکي دي خوپه خواشینۍ سره ویلی شو چې پاکستاني واکمنان داسلامي امارت دحوصله مندي اوزغم ناوړه ګټه پورته کوي کله د افغان کډوالو جبرې ایستلو ته لمن وهي اوکله بیا د سوداګریزوتوکو پروړاندې لارې بندوي چې ټولو نړیوالو منل شویو اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي ترسره کوي چې دا ډول کړنې هرومرو داسلامي امارت دصبرکاسه ډکوي او د اړیکو پیوند ته تاوان رسوي تمه ده چې ګاونډي هېواد په خپلو کړو وړو فکروکړي او دیوه مسلمان اوښه ګاونډي په توګه داوسني دریځ څخه لاس واخلي او دافغانانو دزغم څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي. پاکستاني چارواکو ته به داشغالګرو ځواکونو په وړاندې دجګړې پرمهال د ستونزې ورمعلومې شوی وي چې افغانانو دنړۍ دزبرځواکونو په مقابل کې څومره ستونزې وګاللي خو خپله حوصله یې له لاسه ورنه کړه او ددښمن هرډول زورزیاتې يې خپلي سینې سپرکړي ترهغه چې بری يې ترلاسه کړو. اوس چې اسلامي امارت دخدای (ج) په مرسته اود هېوادوالو په ملاتړ د آزاد اوخپلواک هېواد په آبادي بوخت دی. هېڅ ځواک نه شي کولاي چې زموږ د پرمختګ په وړاندې خنډ شي او یا دهوساینې په لور راپیدا شوي هڅې ودروي. اسلامي امارت به هره ستونزه وزغمي خو دهېواد په آبادۍ اوسمسورتیا کې به هېڅ ډول ځنډ رانه ولي او دګاونډيانو هرې راپیداشوی ستونزې ته به په پوره حوصله مندي
ځواب ووايي.

متین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *