
افغانستان
اسلامي امارت د خیبر پښتونخوا برید غندي
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خیبر پښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې د جمعیت علماء اسلام اړوند په یوه غونډه کې چاودنه غندلې ده.
مجاهد په خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې اسلامي امارت د خیبر پښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې د جمعیت علماء اسلام اړوند په یوه غونډه کې چاودنه غندي، متأثره شویو کورنیو سره خپله ژوره خواشیني او تسلیت شریکوي او شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي.دا ډول جنایات په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي.
د یادونې وړ ده، چې پرون د خیبر پښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې د جمعیت علماء اسلام اړوند په یوه غونډه کې چاودنه شوې، چې تر دې دمه په کې د ۴۴ کسانو د مړینې او شاوخوا ۲۰۰ کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.