
اسلامي امارت د نړیوالو اندونو برعکس وځلید
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وايي، امریکایانو ۲۰ کاله په افغانستان کې دروغجن شعارونه بدرګه کړل، چې یو یې د مخدره موادو په وړاندې مبارزه وه، تر بل هر وخت په افغانستان کې مخدره مواد د امریکایانو په وخت کې زیات شول او تر شا یې زرګونه روږدي پرېښودل.
امریکایانو په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان ته یوازې، غربي ډیموکراسي، بربریت، بې حیایي راوړه.
دا چې د افغانستان خلک مؤمن او مجاهد خلک دي، اشغالګر یې هیڅ ومنل او په وړاندې یې یوه مقدسه مبارزه پیل کړه، چې نتیجه یې ترلاسه کړه.
د ملا نورالله نوري په وینا؛ دا د یوه وزارت، د یوه قوم، د یوه ولایت او یوې سیمې حکومت نه دی، بلکې دا د افغانستان د ټولو قومونو ګډ حکومت دی.
نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې تنظیم پالنه، قومي پالنه، سمت پالنه، تعصب، اکثریتونه او اقلیتونه نشته قبیله او سیمه یوازې د پېژندلو لپاره ده.
افغانستان اسلامي امارت په داسې حالت کې حاکم شو، چې ملي بودیجه یې لوټ وه.
اندونه دا وو، چې اسلامي امارت به د نړۍ قرضداره وی، هېواد یې ګرو او رکود سره مخ وي، خو اوس الحمدلله پر افغانستان د هیڅ هېواد قرض نشته برعکس یې اقتصاد، امنیت او رغنیز کارونه مخ پر وړاندې روان دي.
په افغانستان کې داسې پروژې افتتاح شوې او کار ورباندې روان دي، چې ثمر ته ورسېږي افغانستان به په هره برخه کې په ځان بسیا شي.
د قوشتیپې کانال په نړیواله کچه د اوبو د ذخیرې او لېږدولو غټ کانال دی، چې کارونه یې سر ته ورسېږي لکونو هېوادوالو ته به کاري زمینه برابره شي او افغانستان به په ډېرو برخو کې په ځان بسیا شي.
افغانانو په هیڅ امکاناتو د نړۍ زبر ځواک مات کړ، دا ځکه چې دلته دین، عقیده، قرباني، قوي عزم، ولسي ملاتړ، د خلکو همت او جذبه وه، چې اسلامي امارت حاکم شو.