
افغانستان
اسلامي امارت د یوناما وروستی راپور له حقیقته لرې وباله
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نماینده ګۍ ( یوناما ) وروستی راپور رد کړ.ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر(اېکس) پاڼه لیکلي، چې په افغانستان د ملګرو ملتونو نماینده ګۍ ( یوناما )وروستی راپور، چې ګڼي د اسلامي امارت ځواکونو لخوا د پخوانۍ ادارې ۸۰۰ پورې کسان وژل شوي او ځورول شوي حقیقت نه لري.مجاهد دغه راز زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له لوري عمومي عفو په ټولیزه توګه عملي ده.