افغانستان

اسلامي امارت له افغانستان سره د نړۍ خواخوږي ستایلې ده

بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وروستیو پېښو له کبله د سیمې او نړۍ له همدردۍ مننه کړې او د ټول افغان ولس په استازولۍ یې ترې مننه کړې ده.
په دې اعلامیه کې راغلي، چې قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ‌کویټ، پاکستان، ایران، ترکیې، هند، روسیې،‌ چین، اوزبیکستان، اذربایجان،‌ جاپان، مصر، جنوبي افریقا هېوادونو، د امریکا متحده ایالتونو، د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمانونو او اروپایې ټولنې په افغانستان کې د ورستیو سیلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په تړاو له افغانانو سره خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړې ده.
بهرنیو چارو  وزارت دغه راز ویلي، چې اسلامي امارت له خپلو ټولو شته امکاناتو څخه په استفادې هڅې کوي، ترڅو هېواد کې په ځانګړې توګه بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو کورنیو او سیلاب ځپلو ته اړینې مرستې ورسوي او لاس نیوی یې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button