افغانستاناقتصاد او رغونه

اسلامي امارت له خصوصي سکتور سره ښو اړیکو ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع پرون د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې د رئیس حاجی خان محمد فروتن په مشرۍ د یادې خونې له مدیره پلاوي سره په کتنه کې د دې خونې پر پياوړتيا او لا غوړېدو بحث او خبرې وکړې. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ډاکټر ملا عبدالواسع یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې له خلکو په ځانګړې توګه خصوصي سکتور سره یې د کتنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول او د واټن له منځه وړل وبلل.

وروسته د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې رئیس خان محمد فروتن په خپلو خبرو کې اسلامي امارت سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له ډاکټر ملا عبدالواسع سره شریک کړل.
خان محمد فروتن د دې ډول غونډو جوړول اړین وبلل او اته یې کړه، چې خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ خونه د خلکو او حکومت ترمنځ حیاتي رول لري.
نوموړي دغه راز دغې خونې ته د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم وکړه.
د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس هغوی ته وویل چې د راتلونکي لپاره به لا ډېرې دغه ډول غونډې ولري، ترڅو د هغوی وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې په ټاکلي وخت د اسلامي امارت له مسوولینو سره شريک شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *