افغانستان

اسلامي امارت پر فلسطینۍ خاوره د اسرائیلو له لوري د زرګونو کورونو جوړول وغندل

اسلامي امارت د فلسطين په خاوره کې د غاصب اسرائيلي رژيم له لوري د زرګونه کورونو جوړولو پرېکړه په کلکو ټکو وغندله.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي افغان حکومت د صهیونستي اشغالګرو له لوري د فلسطین په لوېدیځه غاړه (الضفة الغربية)کې د ٣٥٠٠ نویو میشت ځایونو جوړولو پرېکړه په کلکو ټکو غندي.په خبرپاڼه کې د صهيونيستي رژيم دغه ناوړه اقدام د فلسطیني ځمکو د اشغال په لړ کې یو بل بربنډ تېری بلل شوی دی.په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې
اسلامي امارت د فلسطین خاوره د (فلسطینیانو) قانوني حق بولي او د اسرائیلو  له لوري دغه ډول ظالمانه اقدامات او په غزه کې روانه نسل وژنه د نه جبرانېدونکو پایلو او په سیمه کې د بې ثباتۍ سبب ګڼي.اسلامي امارت همدارنګه په ټینګه د اسرائيلو د دغه اقدام د مخنیوي غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې او اسلامي نړۍ یې غږ کړی چې د صهیونستانو د دې پرېکړې مخه ونیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *