شعرونه

اسلامي امت ته ډالۍ

دعا به کوي ښځې ګورئ ننګ په کار دی وروڼو!

د کفر له لښکرو سره جنګ په کار دی وروڼو

یهودو حشر کړی له غزې نه را چاپیردي!

 باران دی د بمونو په غمونوکې را ګیر دي

غزه په وینو سره ده یو غورځنګ په کاردی وروڼو

دکفر له لښکرو سره جنګ په کار دی  وروڼو

اعضا د یو وجود  یو لږ احساس ځان کې پیدا کړئ

چې هرچېرته موجود یو دا اساس ځان کې پیدا کړئ!

نه ژبه، نه قومیت غواړي، نه رنګ په کار دی وروڼو

دکفرله لښکرو سره جنګ په کار دی وروڼو

که غواړئ د ذلت له ژوندانه ځانونه خلاص کړئ

چمتو شئ قربانۍ ته د الله په نوم اخلاص کړئ

اسلام نه ګورئ مال او سرقلنګ په کار دی وروڼو

د کفرله لښکرو سره جنګ په کاردی وروڼو

 امت اسلامي ته زما دغه عریضه ده !

ساتنه د اقصی د مؤمنانو فریضه ده

په دې حال کې نه خوب او نه پالنګ په کار دی وروڼو

د کفرله لښکرو سره جنګ په کاردی وروڼو

یو موټی دي په خپل منځ کې لښکرې د الحاد !

دا وخت دی د یووالي راځئ وکړو اتحاد

ډګرته وردانګل د تورو شرنګ په کار دی وروڼو

 د کفرله لښکرو سره جنګ په کار دی وروڼو

سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button