افغانستان

اسلامي ملي اردو ځواکونو ننګرهار کې هېوادوال له سېلابونو ژغورلي

د اسلامي ملي اردو ځواکونو له لوري د ننګرهار ولایت په دور بابا او غني خېلو ولسوالیو کې یو شمېر هېوادوال ژغورل شوي او خوندي ځایونو ته یې لېږدولي دي.
ویل کیږي چې دغه هېوادوال د دوربابا او غني خېلو ولسواليو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله په سېلاب کې بند پاتې وو، چې د ۲۰۱ خالد بن وليد رضی الله عنه قول اردو د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د درېيمې پلې لوا د پرسونل په هڅو خوندي ځايونو ته انتقال شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې دوی د شته امکاناتو په مټ شپه او ورځ هڅه کوي، څو هېوادوال له زیانونو وژغوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button