
اسلامي نظام زندان او ډيموکراسي جنت دی!!
رسول الله – صلی الله عليه وسلم – فرمايلي دي: «الدُّنْيَا سِجْنُ الْمُؤْمِنِ، وَجَنَّةُ الْكَافِرِ» [صحيح مسلم، ٢٢٧٢/٤]
ژباړه: دنيا د مؤمن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت ده.
امام نووي -رحمه الله تعالی- د دغه حديث شريف په شرح کې ليکي: هرمؤمن په دنيا کې زنداني دی له حرامو او مکروه شهواتو او نفساني غوښتنو ممنوع دی، په سختو اطاعاتو مکلف دی کله چې مړ شي نو له دغو مکلفیتونو او محدويتونو په آرام شي او هغو نعمتونو او راحتونو ته ورستون شي چې الله تعالی يې وعده ورسره کړې ده. اما کافر بيا په دنيا کې شهواني مزې چړچې لري، له دنيوي خوندونو په خپله خوښه استفاده کوي، کله چې مړ شي نو ابدي عذاب او دائمي کړاو ته ستون شي.
مثلاً: مؤمن په دنيا کې مکلف دی چې سهار وختي پاڅي، خوږ خوب او ګرم بستر پرېږدي اودس وکړي او بيا لمونځ ترسره کوي، همداسې په نورو وختونو کې به د لمانځه لپاره اړين کارونه او اوږده سفرونه متوقف کوي لمونځ به کوي.
مؤمن مکلف دی چې له خپل ماله به د کال په تېرېدو سره محدوده اندازه شتمني مشخصو قشرونو ته ورکوي. د معيار له پوره کېدو سره به مکې مکرمې ته د حج آداء کولو لپاره ځي. رمضان مياشت به ټوله ورځ خوراک، څښاک او کوروالی نه کوي، روژه به نيسي. مؤمنې ښځې به پرديو سړيو ته او سړي به پرديو ښځو ته په شهوت سره نه ګوري. شراب به نه څښي. غيبت به نه کوي، بهتان به نه وايي، چوغلګري به نه کوي، ښکنځل او فحش خبرې به نه کوي، سود او قمار به نه وهي، زنا او لواطت به نه کوي، نشهيې توکي به نه کاروي، په نيکيو به امر کوي او له بديو به منع کوي… همداسې ډېر زيات کارونه دي چې مؤمن يې په مکلفيت او ممنوعيت سره له زنداني سره تشبيه کېږي.
برعکس، کافر بيا محدوديتونه لغوه کوي، چې څه يې نفس غواړي هماغه عمل ترسره کوي او چې څه يې نفس نه غواړي هماغه عمل پرېږدي، همدغه د آزاد انسان خصلت دی، هرڅه يې د خپل واک وي.
د رسول الله – صلی الله عليه وسلم – دغه ارشاد مبارک ډېر جامع دی، څومره چې أخلاقي، عقيدوي، اقتصادي او کلتوري اړخونو ته شامل دی همداسې سياسي قوانين هم بيانوي، د اوسنۍ نړۍ په سياست دغه حديث شريف په «ډيموکراسي او فردي آزادي» کې خلاصه شوی دی، په ډيموکراسۍ کې هروګړی هرڅه ته آزاد دی، هرفرد هرهغه عمل کولای شي چې د ده زړه يې غواړي، البته چې ضرر يې متعدي نه وي. مثلاً: شراب، سود، قمار، د جانبينو په خوښه زنا، لواطت، له حيواناتو او جماداتو سره نکاح او داسې ډېر کارونه د ډيموکراسۍ په سياست کې آزاد دي، د ډيموکراسۍ پلويان په دنيا کې ځان ته جنت جوړول غواړي چې هېڅ بنديز او مکلفيت په کې نهوي، يواځې د نورو له ضرر نه ممنوع وي، دغه صفت د جنت دی، په جنت کې هرڅوک هرې کړنې ته آزاد دی، چې زړه يې غواړي هماغه کار کولای شي او چې زړه يې غواړي هماغه شئ ترلاسه کولای شي، يواځې نورو ته ضرر نهشي رسولای.
متأسفانه اوسنۍ مسلمانه نړۍ هم غواړي چې د ډيموکراسۍ په پليکولو سره له دنيوي زندانه بهر شي او په جنتي ماحول کې ژوند وکړي، اوسني مسلمان سياسيون هڅه کوي چې د دنيوي زندان ټول بنديزونه مات کړي، خلکو ته د جنت آزداي ورکړي، هرڅوک هرڅه ته آزاد وي، دنيا په جنت بدله شي، يواځې نورو ته ضرر رسولو باندې بنديز وي لکه په جنت کې!.
هر مؤمن مسلمان بايد متوجه وي چې دنيا د ټولو شهواتو پوره کولو ځای نهدی، بلکې دنيا د امتحان ډګر دی، دلته به ډېر خوندونه پرېږدي ترڅو ابدي لذتونه ترلاسه کړي، مؤمن بايد متوجه وي او ځان ته د کافر په سترګه ونه ګوري، مؤمن بايد دنيوي بنديزونه وزغمي چې ابدي لذتونه ترلاسه کړي، کوم مسلمان چې دلته د کافر غوندې حيواني آزادي غواړي شايد اخروي لذتونه يې له لاسه ووزي او همالته هم د کافرانو په صف کې جهنم ته وغورځول شي – نعوذ بالله تعالی.
عبدالرقيب رقيب