افغانستان

اسلامي پراختیايي بانک ۱۴ پروژې پلې کړي

د اسلامي پراختیايي بانک د راپور پر بنسټ، تېر کال په افغانستان کې د څه باندې ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۴ پروژې پلې شوې دي. د دغه بانک د لومړني راپور له مخې له ۳۵ میلیونو ډالرو څخه څه باندې ۲۴ میلیونه ډالره د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق له لارې لګول شوې دي. خو د اقتصاد وزارت له افغانستان سره د بشري مرستو دوام د فقر د له منځه وړلو لپاره مهم بولي. د اسلامي پراختیا بانک د ۱۹۷۵ کال د اوکتوبر په شلمه د ۲۲ اسلامي هېوادونو لخوا د سعودي عربستان په جدې ښار کې د ۷۵۵ میلیونو دینارو په لومړنۍ پانګونې سره جوړ شو چې موخه یې د اسلامي قوانینو پر بنسټ د غړو هېوادونو او مسلمانو ټولنو اقتصادي پراختیا او ټولنیز پرمختګ دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button