مقالی اوتبصرې

اسلام آباد کې د شپږمې درې اړخيزې غونډې لاسته را وړنې

تېره جمعه د ثور مياشتې په ۱۵مه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ لوړ رتبه پلاوی اسلام آباد کې د شپږمې دری اړخيزې غونډې په موخه چې افغانستان، پاکستان او چين په کې ګډون درلود اسلام آباد ته وخوځېد .
ښاغلي متقي د دې غونډې تر څنګ د چين او پاکستان له بهرنيو چارو وزيرانو سره دوه اړخيزې غونډې هم تر سره کړې چې د بحث محور يې پر سياسي،تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ را څرخېده .
د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ غونډه د چيني څارونکو او شنونکو له لوري هم استقبال شوه ؛ډېرو چينايي شنونکو د دې غونډې په غبرګون د ټولنيزو شبکو له لارې څرګنده کړه چې : افغانستان په سيمه کې مهم سياسي ، تجارتي او ترانيزيټي هيواد دی ؛بايد هڅه وکړای شي،چې د دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي ګټو په رڼا کې له افغانستان سره روابط غښتلي کړای شي او د افغانستان د کورنيو مسايلو په نظر کې نيولو پرته د افغانستان له نوي حکومت سره تجارتي اړيکې جوړې شي .
همدا راز د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير بلاول بوټو سره په دوه اړخيزه غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان-پاکستان پر اړوندو سياسي-اقتصادي ،تجارتي، ټرانزيټي اړيکو او په يادو برخو کې د لازمو تسهيلاتو د رامنځته کولو په باب هراړخيزې خبرې وکړې، دغه راز په غونډه کې د افغان مهاجرينو او سوداګرو ،محصلينو او هغو ناروغانو چې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي د اسانه تګ راتګ په تړاو هم اغېزمن بحثونه ترسره شول.
يو امريکايي جنرال پاکستان کې د افغانستان، پاکستان او چين دری اړخيزې غونډې په اړه ليکلي : پاکستان به تل موږ ته ويل : چې طالبان زموږ تر اغېز لاندې دي ؛هرڅه چې موږ ورته وايو هماغه مني ؛ دوی ماديات پرسته او پيسه دوسته خلک دي چې موږ ته يې تل دروغ ويل ؛ طالبانو نړيوالو ته ثابته کړه چې دوی مستقل او د هېچا تر اغېزې لاندې نه دي .
پاکستان کې د شپږمې دری اړخيزې غونډې پای کې يو ه ګډه اعلاميه هم صادره شوه چې په دغه اعلاميه کې : له افغانستان سره امنيتي، تجارتي، انکشافي او سياسي برخو کې همکاري ، د افغانستان د اقتصاد پر بيارغونې او د افغانستان په محوريت پر سيمه ييز اقتصادي اتصال ، د درېيو هېوادونو تر منځ د تجارت، ټرانزيټ او خلکو ترمنځ تګ راتګ کې اساني راوستل، پر سيمه ييز ثبات ټينګار،چې هېڅ لوري له درې ګونو ګډونوالو څخه به پر خپل قلمرو هېڅ فرد، ډلې او يا کوم لوري ته اجازه نه ورکوي چې د بل پرخلاف يې وکاروي؛د افغانستان په کورنيو چارو کې پر نه لاس وهنې ټينګار وشو.
پر افغانستان د يو اړخيزو بنديزونو لرې کولو او د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شويو بانکي زېرمو د خلاصون غوښتنه او نور ډېر څه په کې شامل وو.
د دې کنفرانس په څنډه کې د بهرنيو چارو او تجارت وزيرانو او مل پلاوي اسلام آباد کې د پاکستان د سياسي ګوندونو له يو شمېر مشرانو سره غونډه ترسره کړه چې په کې د ا.ا.ا له راتګ سره د راغلو پرمخګتونو برسېره د افغانستان او پاکستان پر ګڼو دوو اړخيزو مشترکاتو، سياسي، تجارتي، ټرانزيټي او اقتصادي ګټو خبرې وشوې.
دغه راز د غونډې ټولو برخوالو ټينګار وکړ چې د دواړو ګاونډيو هيوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ دې نژدېوالی راشي او په ازادانه ډول دې د دواړو ولسونو لپاره د تګ راتګ زمينه برابره شي.
په دې غونډه کې مولانا فضل الرحمن، سراج الحق، محمود خان اڅکزي، ايمل ولي خان او يو شمېر نورو سياسي مشرانو ګډون کړی و.
د سياسي شنونکو په باور د پاکستان له سياسي ګوندونو سره کار د افغانستان پر ګټه دی. په اوسنۍ نړۍ کې ټول هېوادونه هڅې کوي چې په نورو ملکونو کې د خپلې اغېزې په پار له سياسي ګوندونو سره اړيکې ولري. دافغانستان او پا کستان تېرو ترېنګلو اړيکو ته په کتو دا شان اړيکې ډېرې مهمې دي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير اسلام آباد کې د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز کې د رسنيو په وړاندې د وينا په موخه هم ګډون وکړ د ښاغلِي متقي د وينا په باب خبريال سميع يوسفزي ليکلي: د بهرنيو چارو وزير د اسلام آباد د ستراتيژيکو اړيکو په مرکز کې له ليکچر ورکولو وروسته د نړيوالو او پاکستاني ژورنالستانو ګرمو ، تندو او نرمو پوښتنو ته داسې د ديپلوماسۍ او احتياطي الفاظو په چوکاټ کې د ننه د پاليسيو مطابق جوابونه ورکړل چې نه يې سيخ
و سوزولو او نه کباب ؛ اکثره ژورنالستانو د ټي ټي پي په اړه پوښتنې لرلې خو متقي صيب د امارت موقف په داسې انداز بيان کړو چې نه يې ټي ټي پي او نه يې کوربه پاکستان خفه کړ او نه يې هم په دې اړه ژورنالستانو ته کوم بريکنګ نيوز پر لاس ور کړو .
د بهرنيو چارو وزير د پاکستان د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل: اسلامي امارت ته په بهرنيو مرستو متکي نظام په ميراث پاتې و، خو اسلامي امارت له دې مرستو پرته دولتي ادارې په چټکۍ سره بيا فعالې کړې ښاغلي متقي زياته کړه : د اسلامي امارت په راتګ سره نه يوازې بهرنۍ مرستې بندې شوې بلکې دولتي ادارې د برېښنا د بېلونو او نورو لګښتونو له اړخه قرضداره وې ؛د دولت خزانه خالي وه او تېر رژيم هېڅ هم نه وو پرېښي ؛ د دې ترڅنګ له مالي او بانکي بنديزونو سره مخامخ شو چې پايله کې ډېرو هېوادونو بانکي تعاملات په ټپه ودرول او ډېرو نورو هېوادونو خپلې دروازې د افغانانو پر مخ وتړلې صادرات او وارداتو مو له فشارونو سره مخ او حتی له بهره د خامو موادو د اخيستلو په موخه مو بانکونه د پيسو له انتقال څخه عاجزه وو له دې ټولو ننګونو سره سره د دولتي دستګاه مصارف د تېر په څېر وو ؛ دا يوازې عادي مصارف هم نه وو،بلکې موږ له سره د هيواد امنيتي ځواکونه را منسجم کړل چې دا هم يو اضافي مالي بوج و ؛ دا ډول بوج په ډېرو پر مخ تللو حکومتونو چې قوي ازمايل شوي کدرونه هم لري خورا درانده دی؛ اسلامي امارت په ډېر چټکۍ سره ادارې يو پر بل پسې فعاله کړې چې له برکته يې بانکونه او خزانه بېرته ډکه کړه ؛ د افغانۍ ثبات يې و ساته انفلاسيون يې مديريت کړ د مامورينو شمېر يې تر يو ميليون پورې ورساوو ، ملکي خدمات يې تر پخوا شفاف او ګړندي کړل .
د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي د اسلام‌آباد د ستراتيژيکو مطالعاتو په مرکز کې دا هم وويل چې اسلامي امارت سيمې او نړۍ ته د تعامل، ګډ کار او اقتصاد محوره سياست پيغام ورکړی ، سيمې ته مو مرکزي پيغام د اقتصاد محوره بهرني سياست و،چې اقتصادي اتصال او ترانزيټ په کې مرکزي ټکی و .
زموږ د اقتصادي اتصال د سياست يو مهم لوری پاکستان و ؛ موږ په سيمه کې د افغانستان له لارې د اقتصادي اتصال په تړاو بشپړه لېوالتيا ليدله خصوصاً منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا کې ؛ ومو کولای شوای چې دا د لسيزو خوب ډېر ژر رښتيا کړو ؛ د دې سياست ګټه يوازې افغانستان نه بلکې خصوصاً د پاکستان او منځنۍ آسيا مشترکه ګټه وه .
بله هغه موضوع چې د بهرنيو چارو وزارت وزير مولوي اميرخان متفی د پاکستان د ستراتيژيکو مطالعاتو په مرکز کې ورته اشاره وکړه هغه د سميز اتصال او اقتصاد موضوع وه ده وويل: موږ په سيمه ييز اتصال او اقتصاد کې د پام وړ ګامونه اخيستي او خپل رول مو آدا کړی دی د ټاپي له پروژې را نيولې بيا تر کاسا ۱۰۰۰؛ټاپ ۵۰۰ د وسپنې پټلۍ ، افغان ټرانس او همدا راز د افغانستان له لارې د جنوبي آسيا او مرکزي آسيا د اتصال په برخه کې مو د پام وړ پرمختګ کړی،چې ځينې يې ملموسي لاسته را وړنې هم لري د مثال په ډول تېره اوونۍ له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو د لېږد بريالۍ پروسه وه ؛ موږ ژمنو يو چې دا ازمايښتي پروسه په دايمي پروسه بدله او قانونمنده کړو ترڅو د افغانستان ، پاکستان او ترکمنستاني ګټې خوندي شي .
د نشه يي توکو په اړه مولوي صاحب متقي وويل: اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاچ کچه صفر کړه او د ۴ ميليونه په نشو اخته افغانانو درملنه يې پيل کړه ؛ د مېرمنو د کار او فعاليت په باب یې زياته کړه چې د روغتيا ، تعليم او نورو برخو کې کار او فعاليت لري ده زياته کړه موږ په ښوونځيو کې ټول ټال لس ميليونه زده کوونکي لرو په دې ډله کې تر شپږم ټولګي پورې نجونې هم شاملي دي ؛ له هغه ور اخوا ځوانان ښوونځيو ته ځي پوهنتونو ته ځي په دې سلسله کې موږ د معارف په برخه کې دری سوه زرو استادانو ته امتيازات ور کوو چې له دې ډلې نوي زره ښځينه استادانې دي همداراز د روغتيا په برخه کې په زرګونو ښځينه ډاکټرانې او نرسانې په کار بوختي دي .
د مېرمنو د تعليم او تحصيل په اړه د بهرنيو چارو وزير وويل: موږ هېڅکله نه دي ويلي، چې د مېرمنو تعليم او تحصيل حرام دی او نه مو د دوی د تعليم او تحصيل د ابدي ممنوعيت خبره کړې ده ؛ موقت تعطيل د حرمت او ممنوعيت په مانا نه دی .
د بهرنيو چارو وزير او مل پلاوي د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد کې د افغانستان د لوی سفارت په مقر کې پاکستان مېشتو افغان تجارانو، د مهاجرينو استازو او يو شمېرو نورو مخورو ترمنځ جوړې شوې غونډه کې هم ګډون وکړ ؛ ښاغلي متقي پاکستان مېشتو افغانانو ته د خپلې وينا په ترڅ کې وويل: نن چې په ګاونډيو هېوادونو کې د زراعت او صنعت په برخه کې کوم پرمختګونو را منځته شوي دي ، په دې کې د افغانانو ستر رول دی، موږ د هېچا د اوږو بار نه يو او له دوی مو غوښتنه کړې چې د يو سيال په څير روابط او راشه درشه را سره و پالي او په دې برخه کې په ځينو ميکانېزمونو هم غور شوی، هيله من يم چې په پاکستان کې به د مېشتو افغانانو لپاره سهولتونه را منځته شي .
د سياسي شنونکو او تحليلګرانو له لوري د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير مولوي اميرخان متقي پاکستان وروستی سفر مثبت ارزول شوی او هيله يې څرګنده کړې چې د چين، پاکستان او افغانستان ترمنځ روابط د استحکام پر لور روان دي .

رحمت الله فيضان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *