دینې لیکنېلیکنې

اسلام انسان ته انسانیت ورښیي

کله به مو د ځينو مرستندويو ټولنو په امبولانسونو او موټرو دا جمله ليدلې وي چې “د انسانيت خدمت کوو” او يا به مو د ځينو بهرنيو مرستو په توکو دا ليکل تر سترګو شوي وي چې “…مملکة ال‌انسانية” فلانی د انسانيت مملکت او يا داسې نورې جملې. د انسانيت خدمت د ستايلو وړ بلکې لازم کار دی، له داسې جملو سره په عموم کې مخالفت نه دی په کار، خو يو نيم چې دا خبره په کوم باور او مقصد کوي هغه بايد تر غور لاندې ونيول شي. لکه يو ځای کې مې عبد الستار ايدهي ته منسوبه يوه جمله تر سترګو شوه چې: “No religion is bigger than Humanity” مطلب دا چې تر انسانيت ستر دين نشته. همدا ډول، يو شمېر خلک اسلاميت او انسانيت داسې سره بېلوي چې د اسلاميت پر ځای “انسانيت” ته ترجيح ورکوي، وايي موږ د مطلق انسان خدمت کوو پرته له دې چې عقيدې ته يې وګورو. يا وايې بايد د اسلاميت له دايرې “ورپورته” شو او د “ټول انسانيت” لپاره کار وکړو.

هيومنيزم/انسانيت پالنه ځانګړې معلومه نظريه ده، نه غواړم دلته يې د يوې نظريې په حيث يې وڅېړم. دا چې زموږ په ټولنه کې ډېر داسې کسان شته چې په هيومنيزم باور نه لري، ځانونه ټولو اسلامي اصولو ته پابند ګڼي، خو بيا هم په دې ګومان دي چې د انسانيت د خدمت دايره به د اسلاميت له دايرې پراخه وي؛ نو زما بحث يوازې په همدې کې محدود دی.

که د دوى ګومان دا وي چې ګواکې اسلام له مطلق غير مسلمان سره خير ښېګڼه نه مني او يوازې د مسلمانانو د مصالحو د خونديتوب لپاره کار کوي، بيا د همدې اعتقاد په بنياد د “انسانيت د خدمت” په هدف اسلاميت په دوهمه درجه کې راولي؛ نو ښکاره ده چې د دوی نه د اسلاميت په معنی پوره سر خلاص شوی او نه د انسانيت. دلته دوه پوښتنې راپورته کېدای شي: دا چې اسلاميت لوړ دی که انسانيت؟ او دا چې له غير مسلمان سره د انسانيت پالنې په اړه اسلام څه وايي؟ دواړه جوابونه په اوږده بحث ارزي خو دلته پرې لنډه خبره کوم.

لومړی:

که د اسلام طبعيت ته جامع نظر وشي، وبه کتل شي چې اسلامیت له انسانيته پورته درجه ده؛ ټول انسانيت د اسلامیت يو جز دی خو اسلامیت يوازې په انسانيت کې نه راخلاصه کېږي. له اسلامیت پرته انسانيت نيمګړی دی، داسې چې د انسانيت ريښتينې څېره پېژندل او بيا يې په عمل کې کامل احترام له اسلام پرته ناشونی دی. سره له دې چې نن سبا د ډېرو غربي ټولنو حالات دا خبره ډېره ښه انځوروي، خو که د اسلام دا پيغام چې انسان ته وايي “ستا اصل له بيزو څخه نه بلکې له خټې څخه دی، رب دې الله دی او له ده پرته چا ته سر مه ښکته کوه” تر غور لاندې ونيول شي ډېر څه به روښانه شي.

اسلام د انسانانو لپاره د يو مثالي ژوند نظام رامنځته کوي، انسان ته انسانيت ورښيي، له حيوانيت او هغو کړنو يې ژغوري چې له انسانيت سره په ټکر کې وي – ولی که د نورو په نظر داسې نه وي او انساني تمدن يې بولي- د اخلاقو په ګاڼه يې سمبالوي او له نورو مخلوقاتو ارتقا ورکوي، د نفس او مخلوق له غلامۍ يې ژغوري او خپل حقيقي رب ورپېژني، د دنيا او اخرت نېکمرغي يې غواړي، د انسانيت په خدمت کې د ژوند مادي او معنوي/عقيدوي دواړه اړخونه په پام کي نيسي. له اسلامي لارښوونو پرته د انسان مصالح او په ځانګړي ډول معنوي هغه تر پښو لاندې کېږي. نو ويلی شو له اسلام پرته هېڅوک د انسانيت د پوره احترام او خدمت دعوه نه شي کولی.

د ډاکتر ذاکر نايک په وينا، چې ته وايې زه هېڅ دين ته معتقد نه يم او يوازې د انسانيت خدمت کوم او بس، دا داسې مثال لري لکه يو کس چې د ماسترۍ او دکتورا سند پرېږدي او د مکتب يا کالج سند كافي او غوره وګڼي. د نوموړي په وينا، عجيبه ده اسلام غواړي تاته د دکتورا سند درکړي خو ته په قصدي ډول خپله علمي سويه راښکته کوې او ځان ته ضرر رسوې! سره له دې چې د ده وينا کافر ته متوجه ده خو د ځينو مسلمانانو لپاره هم د پام وړ پيغام لري.

دوهم:

نن سبا د مفاهيمو او مصلحاتو ناسم تفسير د ډېرو فکري اختلافاتو بنسټيز لامل جوړ شوی. د انسانيت خدمت يو له هغو دی، همدا وجه ده چې يوه ډله يو کار د انسانيت خدمت ګڼي او بله ډله يې د انسانيت ضد، او دواړه د عين شعار د احترام دعوه کوي.

يو شمېر دا ګومان کوي چې ګواکې اسلامي شريعت کې له کافر سره انساني اصول پالل نشته، يا دا چې له مطلق غير مسلمان سره له ښېګڼې او احسانه ډک چلند نشته.

دا يوه ناسمه انګېرنه ده، د “انسانيت د خدمت” په برخه کې په عمومي ډول اسلام د مسلمان او کافر په توپير نه دی قائل، خو چې په شرعي احکامو کې د انسانيت مفهوم په خپل درست شکل په پام کې نيول شوی وي.

اسلام وايي له هر چا سره بايد انساني اصول مراعت شي، بلکې له هغه اسير سره په نيک او انساني چلند امر کوي چې د جګړې په ترڅ کې مسلمانانو ژوندي نيولي وي. خو د دوستۍ، همدردۍ او خيرښېګڼې په خصوص يې بيا غير مسلمانان په دوو ډولو وېشلي دي: حربي/جنګي او غير حربي.

قرآن وايي له حربي کافرو سره به نيکي نه کوئ او خير ښيګڼه او دوستي به ورسره نه پالۍ؛ ځکه دوی له تاسو (انسانانو) سره ناحقه جګړه کوي، ستاسو د دښمنانو ملاتړ کوي، وژني مو، له کورو مو وباسي او د دين او معتقداتو پرېښودو ته مو مجبوروي، نو له دوی سره نيکي کول پخپله يو ظلم او له انصافه لرې کار دی [الممتحنة:1، ۹]. خو له دوى سره د نيکۍ او همدردۍ عدم جواز دا معنی نه ورکوي چې ګواکې د تعامل پر مهال ورسره هېڅ انساني اصول مراعت نه شي.

بالمقابل قرآن وايي هغوی چې درسره جګړه او دغسې نارواوې نه کوي، کولی شئ نيکي ورسره وکړئ، الله مو له دې کاره نه منعه کوي، الله تعالی انصاف او نيکي کوونکي خوښوي. [الممتحنه:۸]. چې داسې ده نو آيا غوره به نه وي چې دا احسان “د انسانيت د خدمت” پر ځای د “اسلامي کړنلارې” ترعنوان لاندې وشي؟ که داسې وشي شايد نسبتاً ډېر مصلحتونه ترلاسه او د نن سبا ډېرې ستونزې حل شي، لويه ګټه به يې دا وي چې غير مسلمانان به د اسلام له حقيقته خبر شي، که مسلمان نه شي لږ تر لږه د اسلام له مقابلې خو به لاس واخلي.

وګورئ قرآن کريم چې د خير ښېګڼې په برخه کې د حربي او غير حربي ترمنځ کوم توپير کړی، هغه هم د انسانيت د خدمت او د انصاف د مراعتولو په بنياد شوی، البته نور اهداف به هم لري. نو هغه غير مسلمان چې د انسانيت له پولو اوښتي وي او له مسلمانو انسانانو سره هغسې ظلمونه کوي چې په آيت کې ذکر شوي، آيا له هغوی سره د انسانيت پالنې په پلمه همدردي، دوستي او ښېګڼه کول بېرته له انسانيت سره ظلم نه دی؟ او هغه “انسانيت پالونکی” به د انسانيت په حقيقي معنی پوه وي؟!

نو دا باور لرل چې “انسانيت‌پالنه د دوستۍ له ټولو پراخه دايره ده” پرته له دې چې پورتني اړخونه ورسره په پام کې ونيول شي؛ له عقل او نقل دواړو سره په ټکر کې راځي.

خلاصه دا چې اسلامي احکام له انسانيت سره په ټکر کې نه دي، خو دغه خلک يا د اسلاميت په معنی نه دي پوه شوي، يا د انسانيت د احترام او خدمت په معنی او يا مسلمان ته د ټولو انساني حقوقو څخه د برخمن انسان په حيث نه دې قائل، چې دا هم په انسانيت پېژندنه کې د دوی په نېمګرې پوهه دلالت کوي.

دوکتور اسامه عزیز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *