ټولنه اوکلتور

اسلام په کومو شرایطو کې ښځو ته له کوره د وتلو اجازه ورکړې؟

رسول الله (ص) په یوه حدیث کې پاکو بیبیانو ته فرمایی(و قد اذن لکم أن تخرجن لحاجتکن) صحیح المسلم.ژباړه: په تحقیق سره تاسې د دې اجازه لرئ چې د خپلو اړتیاؤ له پاره له کوره بهر ووځئ د رسول الله (ص) خپل عمل په دې شاهدي ورکوي چې د اړتیا پر وخت ښځو ته له کوره د وتلو اجازه شته همدارنګه په ځینو صحیحو حدیثونو کې د حج او عمرې له پاره له رسول الله (ص) سره د پاکو بیبیانو له کوره وتل ثابت دي، په یو شمیر غزاګانو کې یې له دوی سره ملتیا هم په ثبوت رسېدلې او د داسې نورو روایاتو څخه هم څرګندیږي چې د خپل مور و پلار سره د لېدو په موخه به پاکې بیبیانې له کوره وتلې او د خپلوانو پوښتنه به يې کوله، په نبوي دوره کې دوی جومات ته د تلو اجازه هم لرله او یوازې دا نه بلکې د رسول الله (ص) له رحلت وروسته له حضرت سودې او حضرت زینب بنت جحش پرته د ټولو بیبیانو حج او عمرې ته تګ په ثبوت رسېدلی چې له صحابه کرامو نه یوه هم پرې نیوکه ونه کړه، حضرت عمر فاروق (رض) د خپل خلافت په دوره کې تر خپلې سرپرستۍ لاندې پاکې بیبیانې حج ته واستولې چې حضرت عثمان او حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنهما یې له دوی سره د پاملرنې او د چارو د انتظام په موخه ولېږل. لنډه دا چې د رسول الله (ص) د عمل او صحابه کرامو د اجماع له مخې د اړتیا ځایونه مستثنی دي لکه حج او د عمرې عبادتونه، د والدینو او د محرمو پوښتنه کول، د نفقې پيداکول او د ژوندانه د مشکلاتو د رفع کولو لپاره له پردې سره د کار و کسب په خاطر له کوره وتل هم په کې شامل دي د اړتیا په وخت له کوره د وتلو شرط دادی چې له سینګار کولو څخه ډډه وشي.حضرت علامه اسماعیل ابن کثیر په خپل تفسیر کې د پورتني آيت تفسیر په دې الفاظو سره فرمایي: و قوله تعالی (و قرن فی بیوتکن) ای الزمن بیوتکن فلا تخرجن لغیر حاجة . په خپلو کورونو کې ټينګې اوسئ او له اړتیا پرته بهر مه وځئ د اړتیا په وخت کې د ښځو له کوره وتلو اجازه له همدې آیت څخه ثابتېږي، چې د اړتیا په وخت په پرده کې د ښځو له کوره وتل له پاک قرآن او د رسول الله(ص) له احادیثو سره په ټکر کې نه دي. د جاهلیت په زمانه کې ښځو به بې پرده ګي کوله د خپل بدن او جامو ښایست به يې ښکاره کاوه چې ډېره بې حیا او بد اخلاقه کړنلاره بلل کېږي، اسلام ښځو ته امر کړی چې کورونو کې پاتې شئ او له کوره بهر خپل ښایست او سینګار مه ښکاره کوئ.پاتې شوه د کوم شرعي یا فطري اړتیا له مخې له سینګار کولو پرته په پرده کې له کوره وتل په ساده او معمولي جامو کې چې د فتنې کومه وېره نه وي نو له شک پرته د دې کار اجازه له نصوصو څخه را څرګندېږي( تفسير عثماني ص ٥٦١)

فریدالله احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *