افغانستان

اسلام کلا ګمرک کې د موټرو تمځای جوړېږي

د هرات ولایت د اسلام کلا په ګمرک کې د (۲۳۱.۸) میلیونو افغانیو په ارزښت د موټرونو د تمځای جوړولو پروژه د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید له لوري پیل شوه.

 د موټرونو دا تمځای به په (۳۷) جریبه ځمکه په معیاري ډول ورغول شي، چې د اور وژنې سیسټم، شنه ساحه او برېښنایي سیسټم څخه به برخمن وي.

د دغې پروژې ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چې د رغونې چارې به یې د ملي پراختیا شرکت له لوري په شاوخوا یو کال کې بشپړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د موټرونو د دغه تمځای له جوړېدو سره به سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته د اسانتیاوو سربېره، د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کې اړینه چټکتیا او نظم رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button