
نړۍ
اسټرالیا کې د چورلکې لوېدو له امله 3 امریکايي پوځیان وژل شوي
په اسټرالیا کې د پوځي تمرینونو پر مهال د یوې پوځي چورلکې د لوېدو له امله درې امریکايي سمندري پوځیان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. اېموي-۲۲بي اوسپرې الوتکه هغه مهال راولوېدلې چې شمال کې لرې ډاروېن ټاپو ته پر لاره وه. ویل شوي د پنځو سمندري ځواکونو روغتیايي وضعیت ښه نه دی. په الوتکه کې یوازې امریکایان وو. پېښه په میلوېل ټاپو کې چې د شمالي سیمو پلازمېنې ډاروېن په شمال کې پرته ده، رامنځ ته شوې ده. د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز دا یوه غمجنه پېښه بللې ده او وايي چې د ټپیانو د درمللو لپاره به هر ډول مرسته وکړي.