لیکنې

اشغال او اداري فساد

نجیب‌الله جهادوال

لومړۍ برخه:

مخکې له دې چې په افغانستان کې د فساد او فاسدو چارواکو په اړه بحث وکړو، ښه به وي، چې لومړی د اداري فساد په اړه وضاحت ورکړو.

تعريف: فساد په لغت کې فتنې، ظلم، زيان، لهو و لعب، د يو چا مال اخيستلو، د اخلاقي او تربيتي اصولو له منځه وړلو او ديني او اخلاقي ضد عمل ترسره کولو ته ويل کېږي او په اصطلاح کې هر هغه عمل فساد ګڼل کېږي چې په سازمانونو او ادارو کې د نافذه قوانينو او اصولو له پام کې نيولو پرته د يو يا څو لورو ترمنځ د شخصي ګټو پر بنسټ ترسره او له امله يې غيرقانوني چارو ته لاره برابره شي.

یا په بل عبارت: « فساد هغه عمل دی چې له امله يې د خلکو ټولنیز، سیاسي او اقتصادي حقوق تر پښو لاندې کېږي»

انګرېزان فساد«Corruption » چې له «Corrumpere» کلمې څخه اخيستل شوی، د ‌ذيصلاح چارواکو غير قانوني سلوک بولي او يا دا چې هغه اعمال او يا افعال چې انسان له معياري اخلاقي لارې غير اخلاقي هغې ته رابولي.

پورتنيو تعریفونو ته په کتو سره ويلی شو چې  اداري فساد په ۲۱ پيړۍ کې د سازمانونو او ادارو له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي، بېلا بېل ابعاد لري او په يوه يا څو برخو کې يې نه ‌شو رالنډولی ځکه چې په هره ټولنه کې قوانينو او شرایطو ته په پام ورسره په بېلابېل ډول چلند کېږي.

افغانستان يو له هغو هېوادونو دی چې د تاريخ په بېلا بېلو پړاوونو کې د فساد له ستونزې سره مخ و،خو کچه يې محدوده وه او د وخت حکومتونو به ورسره تر خپلې وسلې مبارزه کوله . دغه ستونزه د ۱۳۵۷ هـ کال د ثور اوومې کودتاه سره سوکه سوکه عامه شوه او د مجاهدينو د حکومت پر مهال يې تر ډېره عموميت وموند او ټولنې کابو ټولې برخې يې په ډول سره اغېزمنې کړې،خو په ۱۳۷۵ کال چې کله اسلامي امارت په لومړي ځل پر هېواد واکمن شو، نو له  فساد سره د جدي مبارزې په ترڅ کې دغه پديده تر ډېره له منځه لاړه او هغه مهال افغانستان له فساد څخه د يو پاک هېواد په  توګه شهرت درلود.

خو د فساد دغه پديده هغه مهال عامه شوه او د حکومتي سکټورونو په‌شمول يې د ټولنې بېلا بېلو برخو ته لار پيدا کړه چې کله غربي ټلوالې د ۲۰۰۱ م کال د اکټوبر په اوومه پر دغه هېواد يرغل وکړ او د اسلامي نظام په راپرځولو سره يې داسې کړۍ په ملت حاکمې کړه چې يوه برخه يې پخواني حرفوي غله او بله هم له غرب څخه د پيسو ګټلو په نيت افغانستان ته راغلي وو له همدې امله په اداراتو کې فساد په پراخه کچه پر یوې عادې چارې بدل شو  او دومره عموميت يې پيدا کړ،چې د يوې شريرې پديدې پرځای ورته تر ډېره د هنر او مهارت په سترګه کتل کېدل چې مصلحتي نظام، له جرمي تعقيب څخه مصؤنيت، نيپوتېزم، د روڼتيا نشتوالی، د قانون کمزوری حاکمیت، له دولتي واک او امکاناتو څخه ناسمه استفاده يې عمده لاملونه وو کوم چې د اشغال او استعماري پاليسيو زېږنده بلل کېږي.

ځکه د هېواد اشغال په همغو لومړيو ورځو کې چې کله امريکايي او برېتانوي استعماري نظامي ځواکونه د اسلامي امارت ځواکونو سره د مقابلې په موخه د افغانستان په شمال کې ځای پرځای شول، د مقاومت صف د تضعيت په موخه يې ځينو کسانو د بډو په توګه د ډالري کڅوړو د وېش لړۍ پيل کړه چې مخکې مبحث کې يې يادونه وشوه. د دغه کار په پايله کې هغه ذهني، ديني او کلتوري خنډونه«Moral Corpus»چې له پيړيو راهيسې د ملکيت نامشروع اکتساب پر وړاندې د ټولنيز اخلاقي نظام يوه اغېزناکه او مثبته برخه وه، له منځه لاړل.

نور بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button