تاریخ او جغرافیهلیکنې

افغانانو ۱۰۴ کاله پخوا استقلال واخیست؛ خو نظام یې!؟

افغانان غیور خلک دي، کله چې د اسلام وړانګې د دوی ټاټوبې ته رالوېدلې دي، دوی هم د هغو وړانګو د رڼا پاتې کېدا او په نورو ځایونو کې د ځلېدا او خپرېدا لپاره ملاوې تړلې او له خپلو مجاهدو قائدینو سره تر سومنات، پاني پت او اصفهانه پورې تللي دي. او چا چې د دوی خاورې ته په کږه سترګه کتلي، نو بیا یې له هغو سره هم د تورو په میدان کې معلومه کړې ده. د سلطان محمود غزنوي لښکرې به چې هندوستان ته تللې نو همدا افغانان به همالته د کفارو په وړاندې ورسره جنګېدل. همداراز له شاه محمود هوتکي سره هم غیور افغانان اصفهان ته ورسېدل او له اوږدې کلابندۍ وروسته همدې مجاهدینو شاه حسین صفوي تسلیم کړ. همداشان له احمدشاه بابا علیه الرحمه سره خپل هېواد وال او د هندوستان پښتانه نوابان د پاني پت ډګر کې د مرهټيانو او نورو کافرانو خلاف په جهاد او غزا بوخت وو.

همداراز د یرغلګرو په وړاندې هم افغانان کلک درېدلي او سخته مقابله یې ورسره کړې ده او اشغالګر یې له هېواده شړلي دي. نور ټول یرغلونه خو پرېږدئ، یوازې د انګرېزانو دریم یرغل به یاد کړو. انګرېزانو له دریم یرغل وړاندې د افغانستان له پاچا امیرحبیب الله خان سره ژمنه کړې وه، چې لومړۍ نړیواله جګړه پای ته ورسیږي، نو مونږ به افغانستان ته په بهرني سیاست کې خپلواکي ورکوو خو کله چې جګړه ختمه شوه، انګرېزان په کې بریالي شول، نو دوی هم خپلې ژمنې ته شا او له خپلواکي ورکولو یې انکار وکړ. دا مهال امیرحبیب الله خان وژل شوی و او د هغه زوی امان الله خان د افغانستان د تاج و تخت واکمن و، کله چې هغه انګرېزانو ته د دوی ژمنه وریاده کړه، نو هغوی بیا انکار وکړ. پاچا امان الله خان ولسونو ته مخه کړه چې له انګرېزڅخه استقلال اخیستل اړین دي، نو غیور ولس هم د خپلواکي ترلاسه کولو لپاره تیار چمتو ناست و او د علماؤ کرامو فتوی ته یې سترګې وې، چې هغوی د انګرېز خلاف د جهاد او غزا فتوی ورکړه، نو ټول ملت راپاڅېده، انګرېزان هم له دریو استقامتونو څخه مخ پر افغانستان راروان شول.

د کندهار محاذ ته د سردار عبدالقدوس خان تر قیادت لاندې مجاهد ولسونه روان شول او له انګرېزي یرغلګرو سره یې پنجه واچوله، داسې یې وځغلول چې تر کوېټې پورې ټولې سیمې د فرنګ له واک او قدرته پاکې شوې او کبرجن غلیم یې د متارکې نارو ته اړ وېست، چې د دواړو دولتونو ترمنځ د اوربند خبر خپور او د افغانستان د خپلواکۍ او استقلال ډپِلوماټيک جریان شروع شو.

د هېواد په ختیځ کې هم د غیور او مېړني ملت داوطلب مجاهدین راجمع شول او د سپه سالار صالح محمد خان تر مشرتابه لاندې یې پر انګرېزي دښمن حملې پيل کړې، له جلال اباد څخه آن د پېښور تر څنډو پورې دښمن وځغلول شو. ډارن غلیم یې داسې وارخطا کړ چې فرنګي نظامیانو او سیاسیونو د اسیا په ټولو مستعمرو کې افغانان د ځان لپاره ګواښ او خطر وګڼل! (الحمدلله) چې همدا افغانان د هند نیمه لویه وچه کې د لویې برېټانوي امپراتورۍ د زوال لامل جوړ شول او زمونږ له استقلاله (۲۸) کاله وروسته له هندوستان، بنګله دېش او پاکستان څخه انګرېزان ټيټې سترګې ووتل.

دریمه جبهه د پکتیا وه، د دې جبهې مجاهدین د سردار محمد نادر خان تر قوماندې لاندې د انګرېزي دښمن مخې ته د زمریو په څېر ور روان شول چې د دې مجاهدینو په لیکو کې په سلګونو علماء هم موجود وو. نادرخان هم د نظم او ډسپلین برابرولو لپاره دوې اوونۍ په ګردېز کې تم شو، بیا د ازادۍ اخیستلو نغاره ووهل شوه اوافغانان پر دښمن باندې د بازانو غوندې ور پرېوتل چې له دښمنه یې یو په بل پسې نظامي مرکزونه نیول او سرښندونکو مجاهدینو د لويې برېتانیا یرغلګر عسکر تر ټل او واڼه پورې وځغلول، مخابراتي او مواصلاتي سیسټم یې ورته وران ویجاړ کړ، نو مغرور دښمن د متارکې غوښتنه وکړه؛ متأسفانه چې د افغان دولت له لوري ورسره ومنل شوه.

انګرېزانو په دریو واړو محاذونو کې رسوا ماتې وخوړه، نو ځکه یې د متارکې او اوربند غوښتنه وکړه، څو افغانان له مزيد پرمختګ څخه ایسار او ځوان پاچا د پلار نیکه په افغانستان باندې راضي کړي، په راولپنډۍ کې د سولې خبرې اترې پيل شوې، د افغان دولت له لوري د علي احمد خان تر مشرۍ لاندې یوه پلاوي او د انګرېز له خوا د سر ګرانټ تر قیادت لاندې یو هیئت ګډون په کې وکړ. یادو مذاکراتو څو ورځې دوام وکړ او د ۱۹۱۹ز اګسټ په ۱۸مه یو پينځمه ماده ییز تړون لاسلیک شو. ولې دا معاهده د افغانانو په زیان وه، وروسته د مونسوري مذاکرات او د کابل مذاکرات ترسره شول او د افغانستان په رسمیت پېژندل د انګرېزانو له لوري تصدیق شول.

افغانانو ډېر ځله دښمنان ځغلولي او بیا یې د خپلو دیني او ملي ارزښتونو مطابق نظامونه جوړ کړي، لکه صفویانو ته له ماتې ورکولو وروسته افغانانو خپلواک حکومت جوړ کړ، چې په اسلامي اساساتو برابر و. همداراز د ایرانیانو له خوا د نادر افشار له وژلو او افغانستان ته د افغانانو له راتګه پس د هېواد مشرانو لویه جرګه دایره کړه او د یو خپلواک اسلامي دولت بنسټ یې کېښود.

اما له انګرېزي یرغلګرو مو چې لومړی دوه ځله میدان یووړ، نتیجه یې دومره بده نه وه او دریم ځل چې انګرېز ماتې وخوړه نو ځوان پاچا امان الله خان څو سهوې او تېروتنې وکړې:

ـ د ټل، کوېټې او واڼه له نیولو وروسته امان الله خان د متارکې غوښتنه ومنله، باید دا یې نه وای منلی. افغان مجاهدین او مبارزین یې پريښي وای چې احمدشاهي سترواکۍ یې جوړه کړې وای او د ډيورنډ کرښه یې له منځه وړی وای او همداشان د ګندومک تړون چې کومې خاورې د ګران هېواد له وجوده پرې کړې وې، هغه مو بېرته ورسره نښلولې وای، لوی افغانستان مو جوړ کړی وای؛ نو ډېر ولسونه به مو په دریمه افغان انګلیس جګړه کې له برېتانوي ښکیلاک او ښکیلاکګرو څخه ژغورلي وو. او هغوی به هم له مونږ سره یوځای له اسارته خلاص شوي وو.

د ډيورنډ منحوسه کرښه به د مسلمانانو ترمنځ خنډ او مانع نه وه، د مسلمانو هېوادونو توجه به د کافر دښمن په لوری وه. کشمیر به اوس دوې ټوټې نه و، چې یوه برخه یې ازاده او بله یې بالکل د هندوانو تر اسارت لاندې ښکیل ده.

د یعقوب خان (د ګندومک تړون) او د عبدالرحمن (د ډيورنډ تړون) چې کومې سیمې له افغان وطن څخه غوڅې کړې، د استقلال په غزا کې مونږ خپلولی شوې، ولې ځوان پاچا د پلار نیکه پر هېواد او خاوره بسنه وکړه!!

ځوان بې تجربې پاچا چې د ولس په ملاتړ استقلال ترلاسه کړ، نو په خپل هېواد کې یې د وطن له زېرمو او د دیني علماؤ له پوهې څخه ګټه وا نه خیستله لویدیځ ته یې له خپلې مېرمنې سره منډې کړې او شپږ میاشتې هلته ورک و، چې له هغه لوري یې ایله د لویدیځوالو دود، دستور او کلتور راووړ؛ هغه کلتور چې له افغاني ارزښتونو سره یې سمون نه خوړ. اقبال څه ښه وايي:

#شرع یورپ بی نزاع قیل و قال#

#بره راکرد است بر ګرګان حلال#

په پردي (کفري) کلتور او بې ستري باندې پرمختګ نه راځي، د دې رمز او راز په اسلامي اصولو، قوانینو او احکامو کې نغښتی دی. په سیکولریزم او جمهوریت کې ښادي، خوښي او سوکالي نشته.

#ګریز از طرز جمهوری غلام پخته کار شو#

#که از مغز دو صد خر فکر انسانی نمی آید#

افغانانو استقلال او خپلواکي له انګرېزانو د تورې په زور واخیستله، لازمه وه چې هغه مو د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ساتلې وای، ولې متأسفانه هغه ځوان پاچا د خپلې مېرمنې او خُسر په غوښتنه او خوښه په لغته ووهل، چې د دوی خوسا افکار وروسته په نورو روڼ آندو (تورزړیو) کې بیا بیا راوټوکېدل او دوه ځله یې هېواد له کفارو سره ګرو کړ (نه یو ځل یې په شورویانو بل وار په صلیبیانو خرڅ کړ). دشل کلن اشغال د مهال هغه پردي غلامان اوس هم د جمهوریت غوښتنه کوي، نو د استقلال له غزا وروسته ځوان پاچا امان الله خان خپل ټاټوبی د سیکولریزم ګړنګ ته وردیکه کولو! ولې دده بیګانه کفري افکار مسلمان ملت رد کړل ۰

لیکنه: استاذ عظمت غزال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *