ټولنه اوکلتورلیکنې

افغانان باید خپل دښمن وپېژني!

حسان مجاهد

څومره چې په دين کې حق پېژندنه مهم او اساسي کار بلل شوی دی، دا شان باطل پېژندنه يعنې دباطلو ادیانو، نظریاتو او منحرفو ډلو پېژنده هم اساسي کار او دمسلمان دعوتګر سپېڅلې دنده بلل شوې ده؛ ځکه تر څو چې مسلمانانو دخپلو دښمنانو نظريات، عقائد او موخې نه وي پېژندلې؛ په وړاندې يې نه مناسب دريځ نیولای شي او نه ورسره مناسب تعامل کولای شي.

که په عموم کې داسلام مفاهيمو ته وکتل شي؛ نو اساسی ټکي په کې دوه ښکاري؛ لومړی دعقائدو، عباداتو، معاملاتو او دژوند په نورو انفرادي، اجتماعي او سياسي برخو کې دخیر پېژندنه او دوهم ټکی په دې ټولو مجالاتو کې دشر پيژندنه، تر څو دخير دعملي کولو ترڅنګ له شر څخه لومړی ځان او بيا نور وګړي وژغورل شئ او په خلاف يې مبارزه وشئ

قرآنکريم لکه څنګه چې مسلمانانو ته د(ولاء) يعنې له اسلام او مسلمانانو سره ددوستۍ عقیدې تعليم ورکوي، داشان ورته د(براء)يعني له کفر او کفارو څخه دبیزارۍ عقيدې لارښوونه هم کوي.

د «صفوة التفاسیر» لیکوال لیکي: سورة بقرة چې په ټول قرآنکریم کې تر ټولو غټ سورت دی، تر نيمايي زياتو آياتونو کې یې د بني اسرائيلو(يهودو) چلونه، غدر، دسیسې، دښمني د تړونونو نقضول او داسي نور حالات بيان شوي دي؛ ځکه دوی له مسلمانانو سره پوله په پوله(مدينه منوره) کې پراته وو، نو الله تعالی وغوښتل چې مسلمانان ددوی له پټو جرمونو او فسادونو خبر کړي.

دقرآنکريم نيمه برخه په ايمانياتو راڅرخي، خو پاتې نوره نيمه برخه يې بیا دباطل او ګمراهيو بیان ته ځانګړې شوې.

په قرآنکريم کې لکه څنګه چې ايمان او دايمان تقاضاوې ذکر شوې دي؛ دارنګه ورسره په څنګ کې کفر، نفاق، دکفارو شبهې او داسلام په خلاف پټې دسیسې هم يادې شوې دي.

الله تعالی رسول الله (ص) ته هم، دخپلي زماني ديهودو، نصاراوو، مجوسو، مشرکينو، منافقينو او صائبینو ذکر کړی او هم يې ورته دتيرو پيغمبرانو لکه دلوط، نوح او موسی (عليهم السلام) د ګمرا قومونو کيسې کړې دي.

ویل کېږي «اعرف الشر لتوقيه، من لم يعرف الشر يقع فيه»ژباړه: شر مي ددې لپاره وپېژندل چې پکې راګير نه شم؛ ځکه څوک چې شر ونه پیژني؛ هغه په شر کې راګيريږي.

امام غزالي رح چې فلسفه ماته کړه، دیني علم يې ژوندی کړ او دفلاسفو بې اتفاقۍ يې وښوده دا ټول له هغه وروسته چې لومړی يې فلسفه وویله. داشان امام ابن تيميه رح په اهل باطلو او منحرفو ډلو هغه مهال ردونه وکړل چې ددوی عقايد يې ټول په دقيقه توګه مطالعه او وويل  حتی چې یهودیت او مسیحیت يې هم وویل له دې امله دی يوازې په شرعياتو کې نه بلکې په عقلياتو کې هم امام و.

پايله!!!

نن ورځ چې کومو باطلو ادیانو او افکارو سر راپورته کړی او په تدریجي توګه په مسلمانانو کې ورځ تر بلې خپرېږي او پلويان يې هم په زياتيدو دي؛ ستر لامل يې دباطل نه پېژندنه ده. باطل هېڅ کله په ښکاره بڼه نه پرمخ تللی او نه را څرګند شوی دی، باطل ټول وخت په اسلامي ټولنو کې دحق تر چيغه لاندې، دحق په جامه کې او د خوږو او تېر ایستونکو شعارونو پر مټ منګولې خښې کړي دي.

نن ورځ دپراخو وسائلو لکه مجلې، ويب پاڼې، سريالونه، ډرامې او نورو خپرونو له لارې مختلفو باطلو ادیانو او افکارو ته دعوت روان دی او شپه ورځ د فکرونو د تخریب، د مسلمانانو دګمراهۍ او داسلامي امت د انحطاط په هڅه کې دي.

یوه ترخه تجربه چې موږ تاسو(افغانان)ورسره په تېرو دوو تورو لسیزو کې مخ شو، هغه داچې دلته د نړۍ له بله کونجه کفار راغلل، سمدستي يې د نظامي یرغل ترڅنګ د تبليغاتو له لارې فکري یرغل هم پیل کړ، د مختلفو صوتي، ويډيويي او چاپي وسائلو پرمټ يې رسنيزه جګړه پيل کړه، نتیجه یې داشوه چې زموږ تاسو مسلمان ولس يې ذهناً تسخیر کړ، د څه مالي همکاري په بدل کې يې د سپر په توګه تر څنګ ودرول او د خپل إمام، مجاهد او محراب په خلاف یې ټوپک په لاس کې ورکړ، هماغه وو چې له خپل مسلمان ورور سره يې تر دې کچې نفرت پيدا شو، چې کله طالب په کابل خپل حاکمیت ترلاسه کوي، دوی سمدستي بهر ته په الوتکو پسې ټالیږي او چې کله به طالب د شرعي حجاب پریکړه کوله، افغان مېرمنو به دومره حساسیت او غبرګون ښوده، چې په عام محضر کې به يې اسلامي حجاب ته اور اچاوه؛ له دې ټولو ناخوالو سره موږ له خپله لاسه مخ شو، که موږ تر یرغل وړاندې خپل ولس ته معاصر جاهليت، دیموکراسي، الحاد، يهوديت، مسيحيت، سیکولرېزم، لیبرالېزم او کمونېزم په توره او باطله بڼه ور ښوودلې وای؛ شايد له پورته ډېرو ستونزو په امن وای.

نو موږ مسلمانان دې ته اړتيا لرو چې ټول معاصر باطل ادیان، معاصر جاهليت، نظريات، افکار، او ګمرا او منحرفې ډلې په دقيقه توګه وپېژنو، ويې څېړو، سرچينې يې څرګندې کړو، موخې يې معلومې کړو، وسائل يې درک کړو، دمخنيوي او شنډولو هڅه يې وکړو او مسلمان ملتونه يې په خطر باندې له سره تر پايه خبر کړو، ترې ويې ژغورو او په خلاف يې را وپاروو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button