
افغانان به ډیر ژر په ځان بسیا شي
د نړی له زبرځواکو سره په تش لاس ډغره وهل څه اسان کار نه و،خو افغان مجاهد ولس په اسلامي جزبه او الهي نصرت د تاریخ پاڼو ته داسې کارنامې پرېښودې چې د نړیوالو او ترڅنګ یې د هېواد راتونکي نسل لپاره د زده کړې وړ وګرځي. ډېر نړیوال پر دې باور وو، چې نړیوال ایتلافي پوځي ځواکونه چې په عصري وسلو سمبال دي هېڅوک به یې د مقابلې توان ونه لري ځکه افغان مجاهد ولس چې د اقتصادي پلوه هم د ایتلافي پوځي ځواکونو سره نه شي پرتله کیدای او د سیمې هېوادونه هم د یرغلګرو ځواکونو د ملاتړ له امله ښې اسانتیاوې برابرې کړې وي نو همدا وجه ده چې د جګړې بریا به د ایتلافي ځواکونو په برخه شي خو د الهي فیصلو څخه نا خبره اشغالګر په دې ونه توانیدل چې د افغان مجاهد ولس پر وړاندې مبارزه بري ته ورسوي.
هو! همداسې وشول نړیوال نندارچیان چې افغان مجاهد ولس ته یې په کمه سترګه کتل هک پک حیران پاتی شول او هغوی چې د اشغالګرو پوځي ځواکونو ملاتړ کاوه دومره له وارخطایي سره مخامخ شول چې د اسلامي امارت د بریالیتوب وروسته یې په یو لړ نیوکو او تبلیغاتو خوله خلاصه کړې، چې تر دې دمه په ناوړه او بې ځایه تبلیغاتو بوخت دي. خو اسلامي امارت د تېر په څېر په هېوادنۍ مینې د هېواد د آبادۍ جهاد پیل کړی د هیچا منفي او له غرض نه ډکې نیوکې په پام کې نه نیسي او د خپل وران ویجاړ هېواد په بیارغاونه بوخت دی چې د رغاوېي اوسنۍ هڅې هم د یو شمېر نړیوالو لاس وهونکو هېوادو د سترګو اغزي ګرځېدلي او کله کله زموږ اسلامي امارت د پرمختیایي چارو په وړاندې خنډونه را پیدا کوي او د هغه لارو په لټون بوخت دي چې زموږ د هېواد د آبادۍ مخه ونیسي.
لیدل کېږي چې په سیمه کې یو شمېر هېوادونه د اسلامي امارت له پرمختیایي هڅو تمه نه درلوده هغوي په دي فکر ؤ چې اسلامي امارت به واک ته د رسېدو وروسته لاس تر زنې کېني او هېڅ وخت به د هېواد د پرمختګ لپاره ګړندي او عملي ګامونه پورته نه کړي. خو اسلامي امارت په ډیرې چټکۍ سره يې ميراثي ستونزې داسې مدیریت کړې چې اشغالګرو ورته ګوته په غاښ پاتې شول. ځکه اشغالګر چې له هېواده وشړل شول اسلامي امارت ته يې ډېرې ستونزې تر شا پرېښودې. همدا وجه وه چې د واک په لومړیو شپو ورځو کې یو لړ اقتصادي ستونزې را منځ ته شوي خو د هېواد میړني او مجاهد ولس خپله حوصله او زغم له لاسه ورنه کړ. باوري و چې د هېواد ازادي او خپلواکي په اسانه نه ترلاسه کېږي لاس ته راغلي خپلواکي چې د مجاهد ولس په سرښندنه تر لاسه شوې باید ستونزې یې وزغمو او د خوندیتوب له پاره یې له صبر او زغم څخه کار واخلو، ځکه چې تښتیدلي دښمن په ډېرې بې شرمۍ د مختلفو لارو په لټون بوخت دی او نه غواړي چې زموږ په هېواد کې تل پاتې سوله ټینګه شي او افغانان د هوسا ژوند څخه برخمن شي.
هېوادوالو ته مالومه ده،چې اسلامي امارت د بنسټیزو او عام المنفعه لویو پروژو په پلي کیدو بوخت دی چې د اقتصادي پیاوړتیا او ځان بسیاینې لامل ګرځي. لاس وهونکي هېوادونه چې هر ډول لاس وهنه یې د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ شوې غواړي خپل لجاجت ته دوام ورکړي او د اسلامي امارت له پاره ستونزې را پیدا کړي خو اسلامي امارت په کلک عزم د دې هوډ کړی چې د شل کلنې جګړي د بریا په څېر به د لاس وهونکو هېوادو د لاسوهنې پر مخنیوي هم بریا ترلاسه کړي. ځکه اسلامي امارت د خپل سوله ییز او بې طرفه سیاست په لرلو سره د دې توان لري چې خپل برخه لیک خپله وټاکي او هېواد د پرمختک اوږد مهاله لاره را لڼده کړی. همدا اوس د قوشتېپې کانال جوړېدل را په ګوته کوي چې اسلامي امارت په هېوادنۍ مینې په تش لاس هغه پروژې په کار اچولې چې د هېواد د ابادۍ او سمسورتیا لامل ګرځي. هېوادوال چې د اسلامي امارت عملي هڅې او لاس ته راوړنې ویني له ملاتړ سربېره يې د خوښۍ احساس کوي.ډاډه یو چې په نیږدې راتلونکې کې به داسې پروژې په کار واچول شي چې بې روزګاره هېوادوال به روزګار او افغانان به د تل لپاره د بهرنیو له احتیاجه وژغورل
شي.
متین