سرمقالې

افغانان دې خپل لومړیتوبونه وپېژني  !

څرنګه چې افغانانو په ډېره بې وزلۍ، بې کسۍ او تش لاسۍ کې فقط د خپل ټټر په ډال کولو سره نظامي ډګر کې هر وخت بهرني یرغلګر مات کړي او له وطنه شړلي دي، همداسې یې صلیبي یرغلګرهم تر شل کلن اشغاله وروسته نا مراده وشړل. همداوجه ده چې اوس دوښمن خپل ټول پام جاسوسي او تبلیغاتي جنګ ته اړولی او لګیادي شپه ورځ په ډېر مهارت او شیطانت سره د وطنپالو افغانانو بد نامي او بدرنګي کوي. په دې لړ کې هغوی په هیڅ شرم نه دي ایسار، هرډول پروپاګند ته يې لاس اچولی او داسې درواغ بادوي چې آن د ستر شیطان به هم نه وي زده. طبیعي ده چې دا پروګند به خامخا په ځينو ساده ډولو، بې ننګو او مرضي هېوادوالو حتماً څه اغېز کوي او پرې غوليږي به. یا دا چې ځینې خوبه غوليږي هم نه، مګرد خپلې نغدې ځانې ګټې به مهمې ګڼي او پرديو سره به اوږه پر اوږه د خپل هېواد په ورانيو او بدمرغيو کې مصروف وي. دا ټول احتمالات بیخي پرځای دي ځکه دا هیڅ امکان نه لري چې څلوېښت ميليونه ولس کې دې هیڅ فاسد او بې غيرته سړی نه وي. په هر صورت زموږ مطلب دادی چې افغانانو کې پوهان، علماء، استادان، هېوادپاله سیاستوال، هوښیاران، تجربه کاران، وطن دوسته قومي مخور او هغه قاطع اکثریت عوام چې پرديو استخباراتي کړيو سره څه لارې او تړاوونه لري باید لږ تر لږه د خپل هېواد لویې ملي ګټې او لومړیتوبونه وپېژني.همدوی ته لازمه ده چې خپل ناپوهه او نا خبره کشران په دې وپوهوي چې د هېواد بهرني دوښمنان او خپل د لستوڼي ماران څوک دي او زموږ زیان کوم او سترې ګټې په څه کې دي؟ دغه راز زموږ عام ولس ته دا هم ور زده کول په کار دي چې د مثال په ډول دا وخت موږ ته له هرڅه لومړی او ډېر مهم کوم شیان دي؟ آیا دوی نه پوهیږي چې له څلوېښت کاله بهرنيو یرغلونو، جنګونو، مصیبتونو، کور ورانيو، مرګ ژوبلو او هر اړخیزو ناخوالو وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې بشپړ امنیت راتلل، د مرکزي پیاوړي حکومت واکمني، خپلواکۍ او د سر، عقيدې، ناموس، عزت او مال خوندیتوب هغه لومړیتوبونه او نعمتونه دي چې باید هیڅکله یې بې قدري او ناشکري و نه شي. همدا زموږ د کړېدلي او بې وزله غوڅ اکثریت خلکو هغه لویې ملي ګټې دي چې په هېڅ منطق او سالم عقل سره نورو ثانوي شعارونو سره د پرتلې وړ نه دي. په دې معنا چې دا د افغانانو هغه ستر آرمانونه دي چې پر وړاندې یې مثلاً د ټول ګډونه حکومت، درې رنګه بیرغ، پښتو- دري تعصب، د ښځو آزادي، بشري حقونه او داسې نورې نارې او نيوکې هيڅ ارزښت او معنا نه لري. په دې اساس ټول افغان ولس دا مکلفیت لري چې هر وخت خپل همدغه لوړ مقاصد، لوی آرمانونه او سترې ملي ګټې وپېژني، ويې پالي او هيچا ته کوم داسې فرصت ورنه کړي چې د پرديو دوښمنانو او خپلو مغرضینو د شیطاني لمسونو په حکم یې پورتني مهم لومړیتوبونه وګواښي، نو راځئ لاسونه سره ورکړو، یو د بل ترڅنګ ودريږو او د خپلو همدغو ارزښتونو په دفاع کې ملاتړلي اوسو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button