سرمقالې

افغانان د لوېدیځ له شدید ساړه جنگ سره مخ دي!

وروسته له هغه چې په تېره یوه پېړۍ کې د نړۍ درې ستر زبرځواکونه له افغانانو سره په سختو جګړو کې له برمه ولوېدل، لویي او کبریې مات او حیثیت یې ټیټ او ذلیل شو، دادی اوس یې په منظمه توګه ساړه جنګ ته ملاتړلې. په دغه جګړه کې د دوی ډېر کم لګښت کیږي او سرونه خویې بالکل په امن دي، ځکه ښکاره ده چې هغوی په دې جګړه کې فقط له څلورو حربو کار اخلي: اقتصادي بندیزونه، سیاسي مانورې، جاسوسي فعالتونه او دروغجن پروپاګند. مثلاً د اقتصادي بندیزونو په لړ کې یې زموږ پیسې کنګل کړې او د بانکونو فعالیت یې را محدود کړي، سیاسي مانورې یې لکه د قطر اوسنۍ غونډه او داسې نورې چې وخت ناوخته یې د افغانستان د کشالې هوارولو په نامه یو او بل ځای جوړوي خو د افغانانو دا غږ هیڅکله نه اوري چې دلته زموږ هېواد کې لانجه کومه ده او ایا تاسې کومه نوې کشاله را پیدا کوئ او بیایې حل کوئ او که هسې افغانانوته اندېښنې او تشویشونه وراچوئ. دغه راز جاسوسي فعالیتونه یې لکه دا چې داعشي او نور مفسدین او فتنه ګرپټ پټ روزي او کله کله یې پر مټ ترور او چاودنې تر سره کوي. بله حربه یې همدا پرو پاګند، تبلیغات، د مشرانو بدنامول، د خلکو ترمنځ اختلاف اچول، بې دیني خپرول، ارزښتونه یې مسخره کول او داسې نور دي. مطلب دا چې دا وخت که څه هم ټول اسلامی امت د اسلام د دښمنانو له هر اړخیز یرغل سره مخ دی خو څرنګه چې د نورو پر خلاف افغان ولس هم په نظامي ډګر کې غربیانو سره لاس اچولی او هم یې هیڅ ډول فرمایشاتوته سرنه کوزوي، همدا لامل دی چې غربیانو هم له ګرمې جګړې وروسته اوس سختې سړې جګړې ته ملاتړلې او په دې لار کې له هر ډول وسایلو کار اخلي. بنا پردې موږ ته هم لازمه ده چې له دغې اندېښنې یوه شېبه هم غافل نه شو، د میدان په ګټلو غرورونه کړو او د هرې حربې دفع کولو ته یې مناسبې لارې چارې وګورو، لکه د اقتصادي بندیزونو د زیانونو کمولو کې د کارپوهانو په مشوره هماغسې ضروري او مناسب ګامونه واخلو، د سیاسي مخالفو هلو ځلو په مقابل کې یې ځآن ته نور نړیوال ملګري پیدا کړو او د چم ګاونډ او سیمې هېوادو سره د اړیکو په رغولو کې ترخپله وسه هڅه هاند وکړو، د جاسوسي فعالیتونو مخنیوي لپاره خپل استخبارات او نورې امنیتي ادارې منظمې کړو او د پروپاګند پر وړاندې خپل تبلیغاتي فعالیتونه اغېزناک او منظم کړو. البته د مؤمنانو لپاره بیا سر بېره پر یادو مادي او ظاهري اسبابو پر هغه قرآني نسخه هم باور کول او د عمل هڅه لازمه ده چې وایي: « او که تاسې صبر او تقوا وکړئ نو د هغوی یعنی کفارو دسیسې به هیڅ زیان هم در ونه رسوي». نو په لنډه توګه د ظاهري اسبابو ترڅنګ دغه دوه خصلتونه بیا پرته له شکه په دې مقابله کې د کاملې بریا ضمانت کوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *