لیکنېمقالی اوتبصرې

افغانان د هېواد پر ټوله جغرافيه د حاکم نظام ملاتړي دي!!!

په دې وروستيو کې د ګوتو په شمېر د تېرې ادارې تښتېدليو څېرو په بهر کې د فدرال غوښتونکو په نوم ټولنه رامنځته کړې او غواړي په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتنه مطرح او د دوی په خوله روانې ستونزې پرې حل کاندي، په داسې حال کې،چې د دوی دغه راز منډې او خوځښتونه پر شخصي ګټو ولاړ دي او له دې لارې بهرنۍ پروژې مخ ته وړي، ځکه دوی که له يوې خوا افغان ولس تر شا پرېښود، بل لور ته يې قدرت او څوکۍ دواړه له لاسه ووتل، د ګټې وټې ټولې لارې او سرچينې پرې بندې شوې، نو خواران مجبور دي د فدرال په نوم يوه څنډه کې يو ځل بيا واک ترلاسه او په ډېرې سپين سترګۍ خپلې منحوسې څېرې يو ځل بيا راښکاره او د پرديو ګټو او موخو لپاره کار وکړي، هغه کسان چې دا ډنډورې غږوي او غواړي د بهرنيو پروژو له لارې د افغانستان د خلکو تر منځ بېلوالی او ستونزې رامنځته کړي، هېڅ افغان ته د منلو نه دي او نه هم فدرالي نظامونو ته اړتيا لري!
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستيو کې له کوره بهر ځينې سياسي احزاب د موجوده حاکم نظام پر ځاى د فدرالي نظام طرحه جوړه کړې، مخکې له دې چې د افغانستان لپاره په فدرالي نظام بحث وکړو اړينه ده،چې لومړی يې شرايط او اړتيا وړاندې کړو: غير متمرکز دولتونه يا فدرالي نظام په دوو طريقو سره جوړېږي: لومړى په يو ټاکلې جغرافيه کې لوى او واړه ايالتونه د خپل امنيت او ثبات لپاره د يو مرکزي حکومت لاندې سره راغونډېږي لکه د امريکا، استراليا او کاناډا فدرالي نظامونه. دوهم ډول کې مرکزي حکومت موجود وي خو واک له متمرکز څخه غير متمرکز کېږي او دا د واک وېش يې د ژبې، سمت، مذهب او کلتور په اساس وي لکه جرمني، بلجيم او تر يو بريده هندوستان.
که فدرالي نظام ګټه کولای پاکستان ته به يې کړې وه،چې له سياسي، اقتصادي او نظامي پلوه په يوه کړکېچن حالت کې قرار لري؛همدا اوس د اسلام آباد په حکومتي چارو کې ګډوډي شتون لري، حکومت يې پر ملت حاکميت نه لري، ورځ تر بلې د غربت کندې ته لوېږي، خو زموږ بل ګاونډ چين او ګڼ شمېر نور هېوادونه،چې ځواکمن مرکزي حکومتونه لري، د دولتونو بڼه يې ممترکزه او له هر پلوه يې پرمختګ کړی او له هېڅ ډول داخلي ستونزو سره مخامخ نه دي.
فلهذا باور دادی،چې په بهرنيو هېوادونو کې د فدرالي نظام تازه جوړ شوی حرکت نه يوازې د افغانستان راتلونکې لپاره ګټور نه دی، بلکې افغانستان به لا نور هم د ستونزو کندو ته ور ټېل وهي،د فدرالي نظام په رامنځته کولو سره نه يوازې د افغانستان ستونزه هوارېږي، بلکې قومي او مذهبي تعصبونه او جلاوالی به لا زيات شي، چې دا د افغانستان راتلونکې ته ډېر ګواښ پېښوي. له بلې خوا هغه کسان چې وايي، فدرالي نظام د افغانستان د خلکو ستونزې هوارولی شي؛ نو ولې يې همدا فکر يا انګېزه د خپل قدرت په دوران کې پلی نه کړ؟ نن يو ځل بيا د واک ترلاسه کولو هڅې کوي، او له بېلابېلو لارو څخه ګټه اخلي ترڅو د قدرت د ګدۍ محددو لېونيانو ګټې په کې شوې وي،خو په داسې حالاتو کې هم د ولس باور او اعتماد نه شي
خپلولی.
په اوسني وخت کې افغانستان له څه د پاسه څلورو لسيزو جګړې راوتلی، هغه افغانان د امنيت په ټغر راټول شوي، چې کلونه کلونه يې راتلو ته ورځې شپې شمارلې او اوس ټولو ته په ثبوت رسېدلې، چې زموږ د کړېدلې او ځورېدلې جغرافيې اصلي خادمان څوک او په څه ډول يې د وطن آبادۍ، ثبات او اقتصادي ودې ته ملا تړلې ده، موږ وينو چې اوسني چارواکي په ډېرو کمو امکاناتو د بنسټيزو پروژو په پلې کېدو درګرده لګيا دي او غواړي په ډېر لنډ وخت کې افغانستان ځان بسياينې ته ورسوي او ځان له نړۍ سره سيال کړي.
د خندا خبره داده، چې تښتېدلې سياسي څېرې له هېواده بهر د افغانستان د واک او څوکۍ خوبونه ويني، په لومړي قدم کې ترې پوښتنه کېږي، چې په تېرو شلو کلونو کې دوی څومره د افغانانو په درد وخوړل، کوم بنسټيز کارونه يې ترسره کړل، امنيت يې ټينګ کړ، فساد يې له منځه يووړ، د نشه يي توکو پر ضد يې مبارزه د بري تر پولې ورسوله، د ظالمانو او اختطافچيانو جرړې يې له منځه يووړې…؟؟؟ دا هغه څه دي، چې د هر افغان له ياده نه دي وتلي او د تل لپاره به د دوی جنايتونه هېر نه کړي، خو بيا هماغه کسان د فدرالي حکومت ډنډورې زمزمه کوي او د دوی په کوپړۍ کې دا فکر ډېر کم دی، چې په څه کې مو رښتيني ګټه ده، چې زموږ اړتيا پوره کولی شي او څرنګه سوکاله کېدلی او مخکې تللی شو.
په نړۍ کې شاوخوا ۲۵ هېوادونه د فدرالي نظام درلودونکي دي،چې د نړۍ ۴۰سلنه يا ۲ بيليونه نفوس تشکيلوي او يوويشتمې پېړۍ ته د فدرالېزم د وسعت پېړۍ هم ويل کېږي لکه څرنګه چې شلمې پېړۍ ته د ډيموکراسي پېړۍ او نولسمې پېړې ته د لېبرالېزم پېړۍ ويل کېږي. د يو هېواد پراخ مساحت، د نفوس زياتوالى او تنوع د نفوس د يو فدرالي دولت د را منځ ته کولو مهم عوامل دي. لکه امريکا د دنيا دريم يا څلورم غټ هېواد دى او ۳۲۷ ميليونه نفوس لري،نو ځکه واک هم په کې د مرکز او ايالتونو تر منځ وېشل شوى.
اوس ګورو چې ايا افغانستان نظر دغو شرايطو ته فدرالي نظام جوړولاى شي که نه او که افغانستان کې فدرالي نظام جوړ شي څه عواقب له ځان سره لرلاى شي: لومړى دا چې افغانستان نظر هغو هېوادونو ته چې فدرالي نظام لري ډېر کوچنى دى او د نړۍ ۴۱ نمبر هېواد دى د مساحت له مخې ټول نفوس يې ۳،۵ کروړه په شاوخوا کې دى کوم چې د هند د اترا پردېش ايالت څخه پنځه برابره کوچنى دى،نو د واک وېش د مرکز او ولاياتو تر منځ د مساحت او نفوس له مخې بيخي نا مناسب دى او دومره وړوکى هېواد د مرکزي حکومت په واسطه ښه اداره کېداى شي. د نفوس تنوع يې دريم علت دى او دې کې شک نشته چې افغانستان د مختلفو مليتونو پښتون، تاجک، هزاره، ازبیک او نورو ګډ کور دى خو دا تنوع تر دې حده نده چې د کوم قوم د ورکېدو باعث شي او يا دې هم يو د بل سره د دوى ګوزاره ګرانه شي ځکه د هېواد ۹۹ سلنه وګړي مسلمان دي او د دوى کلتور، رسم او رواج، د مذهبي مراسمو نمانځل ټول سره ورته دي او د هېواد اکثريت نفوس په پښتو او دري دواړو او يا يو يې روانې خبرې کوي نو د ژبې د اختلاف هم کوم مشکل نشته کوم چې فدرالېزم ته لار هواره کړي.
اوس چې بهر د فدرالي نظام په اړه ټولنې جوړېږي او په پټو سترګو تاوده بحثونه پرې کېږي، خو په ښه غور سره دې دا خبره واوري، چې افغانان د هېواد په ټوله جغرافيه د حاکم نظام غوښتونکي دي، نه د ډلو ټپلو؛ ځکه له اوسني حاکم نظام پرته نور نظامونه هېڅکله ښه پايله نه شي لرلی! اوس چې په افغانستان کې موږ متمرکز نظام لرو، تر ډېره اوسنيو حالاتو، شرايطو او امکاناتو ته په کتو سره برابر ښکاري، ځکه په کور د ننه د بېلابېلو قومونو، قبيلو… شتون دی، که چېرې غيرې مرکزي نظام (فدرالېزم) ولرو او واک محلي حکومتونو ته ورکړل شي، هلته بيا هغه کسان واک په لاس اخلي، چې اکثريت يې نا اهله، ناوړه، پرديپاله او تجزيه غوښتونکي او ناپوهه دي، هغوی به خامخا له محلي خودمختارۍ نه په مهارت سره ستره ناوړه ګټه اخلي، نور قومونه او ډلې به ځپي او له منځه به يې وړي. دغه راز موږ له نېکمرغه طبعي زېرمي لرو، ممکن محلي حاکمان به لا زياته هڅه وکړي، چې دا زېرمې پر خپلو شخصي ګټو راوڅرخوي،نه به مرکز ته ورکړل شي او نه به د هېواد نورو سيمو ته ترې ګټه ورسېږي.
د فدالېزم تر ټولو مهم تاوان دادی، چې په يوه او بله پلمه به زموږ ملي يووالی زيانمن او له منځه يوسي، که چېرې سيمه ييزو حکومتونو ته پراختيا ورکړل شي، د يووالي زيانمن کېدو ته ممکن لا ډېر کار وويل شي، افغانستان چې له څه د پاسه څلوېښت کلنې جګړې راوتلی او اوس د آبادۍ پر لور روان دی، خو د فدرالي حکومت په راتګ سره به د ګاونډيانو لاسوهنې زياتې شي او ممکن هېواد مو تجزيه او ټوټې ټوټې شي.
په اوسني حکومت کې د ګمرکونو ماليات مرکزيت ته راځي او حکومت یې ولاياتو ته د هغوى د نفوس، اداري تشکيلاتو او انکشافي پروګرامونو په اساس تقسيموي،خو که نظام فدرالي شي سرحدي ولايات د ګمرکاتو عوايد ځان ته اخلي دولت ته يې نه ورکوي،نو په دې سره به ځينې ولايتونه ښه وده وکړي خو ځينې نور به وروسته پاتې شي يعنې د ولايتونو د پرمختګ تر منځ به موازنه نه وي برابره او دا ددې امکان هم لري،چې د مختلفو ولايتونو تر منځ په منابعو او اوبو شخړې را ولاړې شي ځکه په فدرالي نظام کې هر ايالتي حکومت د دې کوښښ کوي چې خپلې اوبه او خپل منابع د خپل ولايت د ننه استعمال کړي چې د حکومتداري او قدرت داسې وېش له خطرو او شخړو خالي نه وي.لنډه داچې د افغانستان وضعيت د واک د غير متمرکز کولو لپاره مناسب نه دى ، بلکې يو قوي اسلامي نظام کولاى شي،چې هېواد له شته شتونزو او مشکلاتو بهر کړي او خپلو خلکو ته د يو سوکاله او ارامه ژوند په راوستلو کې مرسته وکړي.

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button