افغانستان

افغانستان آبادۍ ته اړتیا لري

شریعت: د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم سره وکتل.
د ریاست الوزراء مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلې ده، چې په دې کتنه کې ډاکتر فاروق اعظم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د تېر کوچني اختر مبارکي وویله.
نوموړي د اوبو او انرژۍ وزارت د وروستيو پرمختګونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه خپل معلومات د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
همدا راز نوموړي د هېواد پر ځینو مهمو مسایلو هم رڼا واچوله او په دې اړه یې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له نوموړي څخه په مننې وویل، افغانستان ابادۍ ته اړتیا لري او هر افغان یې په ابادولو کې رغنده ونډه لرلی شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، ډاکتر فاروق اعظم ته د یاد وزارت د کارونو د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *