افغانستان

افغانستان بانک له نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره غوره اړیکې غواړي

د افغانستان بانک سرپرست رییس ملا هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ایټالیا هېواد له سفیرې نتالیا او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د هېواد د اقتصادي وضعیت، د افغانۍ د ټیکاو پر سببونو ، د بانکي سکتور پر وضعیت، اسلامي بانکوالۍ پر پراختیا، مالي شمولیت او یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه شوي دي. په دغه لیدنه کې ښاغلي بدري ویلي، چې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د نړۍ له ټولو هېوادونو، مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې یې دا اړیکې په خورا ښه توګه پاللي دي.بل پلو، د افغانستان لپاره د ایټالیې سفیرې د افغانستان شته اقتصادي حالت او د افغانیو ټیکاو د پام وړ بللی او د خپل هیواد له لوري یې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړی.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې افغانۍ د سیمې او نړۍ په کچه تر ټولو د باارزښته کرنسۍ په توګه یادیږي او د نړۍ په غوره کرنسیو کې لوړ ځای لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *